برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

موږ ته هر څه خپلې ګټې لومړيتوب لري

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو کلنۍ ناستې ته په خپلې وينا کې ويلي، چې د ده په مشرۍ سپينې ماڼۍ په لومړيو دوو کلونو کې دومره پرمختګونه کړي، چې د امریکا په تاريخ کې نه دي شوي.


ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې ته وويل، چې دی د نړيوال فشار د منلو قایل نه دی او د دوو اړخيزو اړيکو لپاره يې ازادي او خپلمنځي مرستې اړينې وبللې.
د امریکا ولسمشر د نړۍ مشرانو ته وويل، چې دی په دې کار نه لري، چې خلک خپلې چارې او عبادتونه څنګه پر مخ بيايي، خو يوه خبره بايد په ياد ولري، چې د امريکا خپلواکي او ګټو ته څوک خطر پېښ نه کړي.
ټرمپ زياته کړې، چې د ګډوالو د نړيوال قانون په مسوده لاسليک نه کوي، له چين سره د سوداګرۍ په اړه هم له خپلو شرطونو نه تېريږي، ایران يې د سيمې او نړۍ د ثبات پر وړاندې ستر خنډ وباله او ټينګار يې وکړ، چې د نړۍ د هرې قضيې په اړه ورته يوازې د خپل هېواد ګټې اړينې دي.
د امریکا د مالي مرستو په اړه ډونلډ ټرمپ وويل، چې له دې وروسته به يوازې هغه هېوادونو ته مرستې ورکوي، چې د امریکا احترام او د امریکا د ګټو ساتنه کوي.
ټرمپ وويل، چې د ایران پر وړاندې خليجي هېوادونه د ده ملاتړي دي او ایران يې د امریکا او اسرائيلو په ګډون د سيمې او ټولې نړۍ پر وړاندې ستر ګواښ وباله.
ده وويل، چې د چين ولسمشر ته احترام لري، خو د خپلو ملي ګټو په اړه د چين په ګډون د هر چا پر وړاندې ورته خپلې ګټې مهمې دي.
د امریکا ولسمشر د شمالي کوريا له حکومت سره هم د ښو اړيکو غوښتنه وکړه، خو په خپلې وينا کې يې د افغانستان يادونه هم ونه کړه، چې له تېرو اوولسو کلونو راهيسې امریکايي عسکر دلته په جګړه بوخت دي او د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده، خونړۍ او اقتصاد ځپونکې جګړه بلل کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي