برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملي خيانت د غليم پلوي او جاسوسي

آریانانیوز: له کله چي زموږ پر پاکه اسلامي خاوره د تېري کوونکو کفارو نجس او نحسي قدمونه ايښوول سوي دي، دې خاوري او د دې خاوري اصيلو بچيانو بيا روغه ورځ نه ده ليدلې . زموږ د ټولني يو شمېر سست عنصره، خپل چاروکي، مادي پال او د عقل او علم له پلوه نيمچه ګان ځيني د مخه لا د دغو تجاوزګرانو جاسوسان سوي ول او نور يې د هغو تر تجاوز وروسته د هغو په چوپړ کي ودرېدل.
د هيواد د خپلواکۍ لپاره د اشغالکرو پر ضد جهاد او مبارزه هم د اسلامي لارښوونو له مخي، هم د افغاني فرهنګ او ارزښتونو له مخي ، هم د نړۍ والو اصولو او مقرراتو او هم د بشري آزادۍ د تقاضا وو او حقوقو پر بنسټ د يوه هيواد د وګړو دنده او وجيبه باله سي. پر يوه هيواد باندي د تېري او د هغه د ښکېلاک په صورت کي د هيواد د هر اوسېدونکي دنده ده چي د خپل هيواد د خپلواکۍ په ملي جګړه او حماسه کي تر خپله وسه په وسله، شتو، ژبه، قلم، علم، پوهه، تبليغ ، په سياسي، اجتماعي او فرهنګي هلو ځلو سره برخه واخلي. له عذر لرونکو کسانو پرته نورو ته نه ښايي چي له دې وطني جګړې څخه د بې طرفه يا په نورو نومونو ځان وکاږي. يو هيواد د ټولو ګډ کور باله سي، نو څنګه د غليم له خوا د هغه د لاندي کېدو په صورت کي ځيني قرباني ورکړي او نور ورته ګوري او په دې مشترک کار کي برخه نه اخلي؟ په اصطلاح «توري به لا لا وهي مړۍ به عبدالله وهي». او دا خو نو بيا بېخي نامردي او بې وجداني ده چي د يوه بهرني تجاوزګر، وحشي، ظالم او ښکېلاکګر ځواک له خوا د ناروا نيواک او ښکېلاک په صورت کي د هيواد ځيني خلک په بې غيرتۍ سره د خپل هيواد، خپلو ګټو او خپلو خلکو پر ضد د پردو غليمانو په خوا کي ودريږي، په ډول ډول لارو چارو يې ملاتړ کوي، جاسوسي ورته کوي، چوپړ يې وهي، خپل مظلوم خلک د هغو لپاره وژني او خواروي او پردو کافرو اشغالګرو ته د دوستانو خطاب کوي، خو د اسلام د ننګي او هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو او له ډول ډول ظلمونو څخه د خپلو خلکو د ژغورلو د لاري اتلو مبارزينو ته دښمنان وايي، ډول ډول بد رد ورته وايي او ناروا تورونه پوري تړي. پر دې سر بېره په خلکو کي ډول ډول فسق، فسادونه او فواحش خپروي، هغه مقامونه او وظايف چي بايد د هيواد او خلکو په ګټه وکارول سي د پردو غليمانو د مصالحو او موخو د پلي کولو لپاره کاروي. سياستوال د دښمن سياست پلی کوي، نظاميان او جنرالان د استعمار لپاره د استعمار په وسلو او امکاناتو ملي مبارزين وژني او له منځه يې وړي. ژورناليستان، فرهنګيان او اديبان د افغانانو په وړاندي د دښمن فکري جګړه، ټيټ فرهنک او نور ټولنيز رذايل خپروی.
دغسي زبون او بد فطرته ملي خاينان په يوه داسي هيواد کي چي خلک يې د اشغال په لوی وير او ماتم اخته وي او درګرده ډول ډول قربانۍ ورکوي او سرونه ښندي په هيڅ مذهب او قانون د يوه له خوندي توبه برخمن تبعه په څېر د ژوند حق نه لري. په هر ډول چي کيږي د دغسي شومو توکو د ملي خيانت د جزا ورکولو کوښښ بايد وسي.
د نړۍ د ډېرو هيوادونو په قوانينو کي د دغسي ملي خاينانو او جواسيسو سزا اعدام يا تل تر تله بند ټاکل سوې ده.
په اسلامي شريعت کي ملي خيانت لوی او عظيم جنايت بلل سوی دی او ملي خاين ته سزا ورکول ولي الامر (د هيواد مشر، واکمن) ته سپارل سوې ده ، هغه صلاحيت لري چي څنګه لازمه ګڼي هغسي ډېره درنه سزا ورته وټاکي. په اوس مهال کي د مصر د ازهر شريف عالمانو فتوا ورکړې ده چي د دښمنانو سره مرسته کول د لوی څښتن سبحانه وتعالی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ، دين او مسلمانانو سره خيانت دی او دغسي خاين دي ووژل سي. (موسوعة المفاهيم لمجمع البحوث التابع للأزهر الشريف).
د جاسوس په هکله ډېرو مخکنيو او وروستنيو او اوسمهالو عالمانو د قرآن کريم د بېلو بېلو آيتونو او د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم د احاديثو پر بنسټ فتوا ورکړې ده چي که د جاسوس جاسوسي د مجاهدينو د وژلو لامل سوې وي او د دښمن سره يې د اسلامي هيواد په نیولو کي مرسته کړې وي نوجاسوس له اسلام څخه اوښتی (مرتد) کافر دی او وژل يې واجب دي.
شيخ الاسلام ابن تيمیه رحمة الله علیه ويلي دي : څوک چي د تاتارو(چنګيزيانو) د پوځيانو سره يوځای سي مرتد دی او مال او وينه يې حلاله ده. (الدرر السنية 8/338، ومجموعة الرسائل النجدية 3/35). شيخ رشيد رضا رحمة الله عليه د ابن تيميه پر دغه خبره په خپل تعليق کي ويلي دي: او هر څوک چي د هغو کفارو سره يو ځای سي چي د مسلمانانو سره په جګړه اخته وي او د مسلمانانو په مقابل کي مرسته ورسره وکړي هم کافر دی او مال او وينه يې حلاله ده.
په پای کي ستاسي پام د قرآن کريم د دغو آيتونو حکمونو ته را اړوم:
(لاَّ يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُوْنِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللّهِ فِي شَيْءٍ إِلاَّ أَن تَتَّقُواْ مِنْهُمْ تُقَاةً) [آل عمران:28].
ژباړه:مسلمانان دي هيڅکله داسي نه کوي چي مسلمانان پرېږدي او د کافرانو سره دوستي وکړي (مينه او محبت ورسره ولري او ملګرتيا او ملاتړيې وکړي) او هر څوک چي داسي وکړي، د هغه له الله سره هيڅ اړېکه (تعلق) نسته.(د الله په حمايه کي نه دى او د الله په دين کي هيڅ برخه نه لري. دى له الله څخه بې زاره دى او الله له ده څخه بې زاره دى). مګر په دې صورت کي چي تاسي (ضعيفه او) له هغو څخه (په سخته بېره کي ياست او له شر اوظلم څخه يې) د ژغورني په موخه (ستاسي تر پياوړي کېدو پوري) کومه طريقه غوره کړئ. (په دغسي حالت کي الله تاسي ته رخصت درکړى چي ډزبندي او روغه جوړه ورسره وکړئ او ظاهري اړيکي ور سره وساتئ). (٩). او (ياد ساتئ چي) الله تاسي د خپل ذات ( له سترتوب او عذابه) بېروي(نو ځني وبېرېږئ) او(پاى) هم (يوازي) د الله لور ته (د حساب او بدلې لپاره) د (ټولو) ورګرځېدل دي.
﴿ تَرى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذابِ هُمْ خالِدُونَ﴾ [المائدة:80].
ژباړه: ته به له دوى څخه زياتره داسي خلک وينې چي (دمسلمانانو په وړاندي) د کافرانو سره دوستي (ملاتړ او ملګرتيا) کوي. هغو چي(په دې کړنه سره) څه په خپل هکله ترخپلو ځانونو وړاندي (آخرت ته) لېږلي دي، ډېر بد دي! چي له هغو څخه د الله د ناخوښۍ (او پر هغو باندي د الله دغضب) لامل سوي دي. او هغوى به تل (د دوږخ) په عذاب کي اوسي.
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ) [المائده: ۵۱].
ژباړه: اى مومنانو! يهود او عېسويان په دوستي او مرستندويانو مه غوره کوئ (او د خپلو کالخوايانو او سرپرستانو په توګه يې مه منئ).(٤٣). ځکه چي دوى خپله يو د بل ملګري او مرستندويان دي.(ځيني يهود د ځينو نورو دوستان دي او ځيني عيسويان د ځينو نورو دوستان دي. که څه هم دوى په خپلو منځو کي ځيني اختلافونه سره لري، خو له اسلام او مسلمانانو څخه په بد وړنه او دښمني کي يو موټۍ او يو لاس دي او څه مصيبت چي پر تاسي راځي در باندي راولي يې. نو تاسي ته اړينه ده او ښايي چي په خپلو منځو کي يو د بل ملاتړي سئ) او هر څوک چي له تاسي څخه د دوى سره دوستي وکړي (او په کالخوايي يې ومني)، نو هغه له دوى څخه دى(او حکم يې د دوى حکم دى). يقين دى چي الله ظالمانو ته (چي د کافرانو سره دوستي کوي د ايمان پر لور) لارښوونه نه کوي.
(دغه الهي خطاب ټولو مسلمانانو ته په هر وخت او هرځاى کي دى).
الله سبحانه وتعالی مو دي د پردو غليمانو له پلوۍ او د خپل دين، هيواد او خلکو له دښمنۍ څخه وساتي، پای.
ابوالوفاء

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي