برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له نړیوالو قوتونو سره یو ځای د افغان سولې لپاره هلې ځلې

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له نړیوالو قوتونو سره یو ځای د افغانستان د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.


دغه څرګندونې د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال شینګ لي Xin Lei د غویي په ۱۸مه، په پلازمینه بیجنګ د مشر ایډیټر جاويدهمیم کاکړ په مشرۍ د افغانستان د خبریالانو له یوې ډلې سره دلیدنې پر مهال وکړې.
نوموړي افغان ژورنالستانو ته د هرکلي ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې دا ډول راشه درشه سره د چین او افغانستان اړیکې پیاوړې کیږي او یو د بل له تجربو څخه ګټه پورته کوي.
هغه افغانستان د چین ریښتینی ملګری او ښه ګاونډی هیواد یاد کړ او ویې ویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلا بیلو برخو کې همکارۍ زیاتې شوې دي.
نوموړي په افغان سوله کې د چین د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ویاړي چې هیواد یې دافغان سولې په پروسه کې رغنده رول لوبولی دی.
شینګ لي وویل، چې له امریکا، روسیې ، هندوستان او پاکستان سره په ګډه د افغانستان دسولې او ملي پخلاینې لپاره به خپلو هلوځلو او همکارریو ته ادامه ورکوي.

د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال دغه راز په ډاګه کړه، چې د نورو برخو ترڅنګ هیواد یې دافغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره په بیلا بیلو برخو کې همکارۍ کوي.
نوموړي هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې هیواد یې د افغانستان په لوا کې غرییزه پوځي لوا جوړوي او ویې ویل چې دا دافغان حکومت کار دی چې پخپله خاوره کې هر چیرې چې وغواړي پوځي اډې جوړې کړې.
شین لي وویل، دا ددوی بهرنۍ تګلاره نه ده، چې په کوم بهرني هیواد کې پوځي اډه جوړه کړي.
دیادونې وړ ده، چې تیره میاشت چین ته د سفر پر مهال د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له چینایي مسوولینو سره په بدخشان ولایت کې دیوه غرني لوا د جوړولو وړاندیز کړی و.
هغه زیاته کړې وه، چې دا لوا افغانستان جوړوي، خو په جوړولو کې یې له چین ځخه مرسته غوښتې وه.
د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مرستیال له افغان رسنیو سره د خپل هیواد پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او ویل چې په راتلونکي کې به افغان ژونالستانو ته دسفر زمینه برابروي، څو د چین پرمختګونه له نږدې څخه وګوري او یو مثبت پیغام خپل هیواد ته یوسي.
د افغان خبریالانو د پلاوي مشر جاوید همیم کاکړ په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د چین له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چین یواځینی هیواد ته چې افغانستان ته یې زیان نه دی رسیدلی، تل یې همکارۍ او مرستې کړې دي.
نوموړي د افغانستان د کارکوونکو دروزنې، د وسایلو دورکړې او نورو برخو کې له چین څخه د همکاریو غوښتنه وکړه
د سپوږمۍ راډیو او اسیا زړه ورځپاڼې استازي حامد همدرد بیا له چین څخه افغان محصلینو ته د زیاتو سکالرشپونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
هغه چین ته د افغان رسنیو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې رسنۍ ددواړو هیوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ د پول حیثیت لري او درسنیو تګ راتګ سره ددواړو هیوادونو اړیکې ډیرې پیاوړې شوې دي.
د افغان خبریالانو د پلاوي غړي او د نګاه تلویزیون مرستیال رضا احمدي وویل، چې د چین لخوا پیل شوې د (یو کمربند یوې لارې) پروژه دافغانستان لپاره هم ډیره ګټوره ده او افغانان پر دې نوښت ډیر خوښ دي.
هغه زیاته کړه، چې افغانان چین خپل نږدې دوست هیواد ګڼی او همکاریو ته یې د قدر په سترګه ګوري.
د شمشاد تلویزیون خبریال ذبیح الله خورشیدي وویل، چې په دې ورستیو کې د افغانستان او چین ترمنځ په سیاسي، نظامي ، اقتصادي او فرهنګو برخو کې اړیکې پیاوړې شوې او ټینګار یې وکړ، چې دافغانستان ثبات د چین ثبات دی او باید دغه هیواد دافغان سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بیلابیلو افغان رسنیو شپږ تنه ژورنالستان د چین ددولت په بلنه د یوې اونۍ لپاره دغه هیواد ته سفر وکړ او له بیلا بیلو ادارو او سیمو څخه یې لیدنې وکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي