برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له طالبانوڅخه دپاکستان دخارجه وزیر غوښتنه

آریانانیوز: د پاکستان خارجه وزیر له طالبانو وغوښتل د سولې دهدفونو د تحقق لپاره له افغان دولت سره نیغ په نیفه او بې واسطې خبرې وکړی.


د پاکستان خارجه وزیر  شاه محمود قریشی په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د ۱۷ کلن جنګ د ختمولو لپاره د خبرواترو دوام ضروري دی، زیاته کړه تر څو چې دواړه لوري د خبرواترو پر میز کښې نه ني، تر هغې به په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو کوششونه بې ګټې وي.
په عین حال کی د پاکستان د جماعت اسلامی مشر مولوی سراج الحق هم  د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمینځ له نیغ په نیغه خبرو ملاتړ وکړ . دغې غوښتنې  او ملاتړونه له دې وروسته مطرح شول چی د اشرف غنی ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی  اسلام اباد ته په سفر کې د دوو اصلی لورو په توګه د افغان دولت او طالبانو ډلې ترمینځ د  سولې د خبرو اترو په ضرورت ټینګار وکړ .
په دې لړ کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د جماعت اسلامی له مشر مولوی سراج الحق سره  د عمر داوود زی کتنه ښی چی د کابل حکومت د پاکستان له سیاسی او مذهبی ټولنو دوه ؛وڼی تمه لری . د کابل حکومت ته ډیره ښه پته ده چی په  اسلام اباد حکومت سربیره د پاکستان سیاسی ، مذهبی ډلې هم په طالبانو نفوذ لری . په همدې دلیل د سولې د بهیر په اړه له افغان دولت سره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره له طالبانو ډلې د هغو غوښتنه ډیره کار جوړونکی کیدلې شی . خو هغه څه چی د کابل حکومت له لوری مهم او ټاکونکی دی له افغان دولت سره په خپلو کړو ژمنو د پاکستان د سیاسی او مذهبی ټولنو عمل کول دی چی تل دغه ډول ژمنې کوی خو په عمل کې کومه نتیجه نلری .
په افغانستان کې د سیاسی مسلو کارپیژاندې جعفر مهدوی په دې باور دې چی په افغانستان کې سوله سیمه ایزې اونړیوالې اجماع ته اړتیا لری او هیڅ هیواد په یوازې سر په افغانستان کی سوله نشی تامینولې .
په هر حال د افغانستان د سولي بهیر اود دغه بهیر سر ته رسول د افغان ولسمشر اشرف غنی لپاره مهمه موضوع ده تر څو له هغې د  یوې بریا په توګه د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې استفاده وکړی . دا په داسې حال کی دی چی داسې ښکاری په دغه بهیرکې د امریکا او پاکستان د حکومتونو له لوری د افغانستان په ملی حاکمیت سترګې پټول اشرف غنی د افغانستان په عمومی افکارو کې د ملی حاکمیت  په اعمالولو کې کمزورې ښی . په همدې دلیل ده چی هغه اسلام اباد ته د خپل ځانګړی استازی په ورلیږلوسره هڅه وکړه په دې باره کې  خپل او د خپل حکومت حساسیت د پاکستان حکومت او  سیاسی او مذهبی ټولنو ته ورسوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي