برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له سوریې څخه عراق جوړول

دا دویم ځل دی چې امریکا په سوریه کې د بشار الاسد د پوځونو پر خلاف د کیمیاوي وسلو د استعمال دعوه کوي.


امریکا وايي چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال یواځې تر سوریې پورې نه محدودېږي بلکې خطر یې نورې نړۍ ته هم متوجه کېږي، او امریکا په هیڅ صورت په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال نه شي زغملای.دمخه هم امریکا پر سوریه د کیمیاوي وسلو د استعمال تورونه لګولي وو، چې په ځواب کې یې د سوریې یو هوايي ډګر په توغندیو وویشت. خو اوس چې یې کومه دعوه د اسد پر حکومت کړې، داسې ترې ښکارې چې د امریکايي چارواکو ارادې له سوریې د عراق جوړول دي. هغه څه چې امریکا په عراق کې وکړل اوس یې هغه په سوریه کې پیل کړي دي.لکه څرنګه چې امریکا په عراق کې د کیمیاوي وسلو ثبوت وړاندې نه کړای شو او یواځې یې په ۱۹۸۲ز کال کې پر کردانو د صدام حسین لخوا د کیمیاوي وسلو استعمال یاداوه، دا ډول به یې سوریې ته هم د خپلو پوځونو د یرغل لپاره پلمه نیولې وي.د سیمې د څارونکو په وینا، د امریکا چارواکي، او په ځانګړې توګه ټرمپ، به له سوریې د عراق جوړولو اراده کړې وي، خو د عراق او سوریې تر منځ یو څه توپیرونه شته، چې هغه یې پرون ورځ په ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې پر مهال د مسکو په غبرګون سره ولیدل.په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، واسیلي نبنزیا، په ډاګه وویل چې واشنګټن دې پر سوریه له بریده ډډه وکړي، د پوځي ګام په پورته کولو سره به حالات کړکېچن کړي. مبصرین وايي چې له یوه پلوه د مسکو لخوا واشنګټن ته دا یو خبرداری ؤ، او له بلې خوا د مسکو سفیر دا امریکا ته په ډاګه کړه چې که یې په تېروتنه پر سوریه پوځي برید وکړ، مسکو به یې ځواب ورکړي.په ملګرو ملتونو کې د مسکو د سفیر څه ویناوې امریکا ته په اشارو وکړې، چې د سوریې په اړه دې په احتیاط قدم پورته کړي. خو څه ویناوي یې ګواښیزه وې، لکه چې ویل یې: یو ځل بیا غواړم چې امریکا دې له هغو پلانونو ډډه وکړي کوم چې د سوریې لپاره تیاروي.امریکا چې په ویتنام کې کوم تاوانونه لیدلي، غواړي هغه را له سره کړي او د عراق او افغانستان په څېر د خپل پوځي یرغل لپاره په سوریه کې پر خپلو پلانونو کار کوي. خو مسکو، چې په افغانستان کې یې نسبتا د امریکا په مقابل کې ماتې وخوړه، غواړي د افغانستان غچ له امریکا په سوریه کې واخلي.واشنګټن او مسکو دمخه په ګورجستان کې خپله زورازمايي کړې، چې په هغه زورازمايي کې امریکا د اکاشویلي حکومت لکه څرنګه چې واشنګټن پلان کړې وه په هغه حالت ونه شو ساتلای. اوس غواړي په زور ازمايي سره د ازربایجان غچ له مسکوه په سوریه کې واخلي، او سوریه د عراق په برخلیک اخته کړي.په ملګرو ملتونو کې د مسکو سفیر، واسیلي نبنزیا، په ډاګه امریکا ته وویل: که امریکا په سوریه کې د پوځي قدم د پورته کولو اراده وکړه، په سوریه کې به د هر ډول ناورینونو مسئوله وي. له دې دا څرګنده شوه چې مسکو په هر قیمت د بشار الاسد له حکومته په کلکه دفاع کوي.اوس امریکایي چارواکي کوښښ کوي چې د سوریې په دومار ښار کې د کېمیاوي وسلو د استعمال شواهد پیدا او په ملګرو ملتونو کې یې وړاندې کړي څو په سوریه کې د امریکا دعوې ته لاره هواره شي. خو مسکو د واشنګټن دا ډول ادعاوې په سوریه کې پوځي قدم ته لاره برابرول ګڼي، وايي چې په هیڅ صورت به امریکا په سوریه کې د عراق په څېر حالاتو راوستلو ته پرېنږدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي