برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له اوربنده تر سولې – یواځنۍ لار

څرنګه چې په انساني ژوند کې د هر مشکل د حل لپاره ظاهري اسباب او امکان په نظر کې نیولو سره تصمیم نیسو او بیا توکل کوو، نو پکار ده چې د افغان ولس د موجوده مشکلاتو لپاره د حل لارې په موندلو کې هم همدا لار غوره کړو.



زما په اند د افغان ولس د موجوده مشکلاتو او بدبختیو نه د خلاصون لار ډیره واضحه او روښانه ده، خو بدبختانه په عام ولس کې د هغې په اړه د وعي او پوهاوي نه شتون په سبب خلک په ګډو وډو سر دي..
ټول غواړي چې په وطن کې سوله راشي، جنګ ودریږي او اسلامي نظام حاکم شي..
خو دې هدف ته د رسیدو لپاره چې کوم تصمیمونه نیولی کیږي او لارې انتخابیږي هغه ډيری یې ناقص او له امکان نه لرې وي.
روانې کشالې ته د حل لارې موندلو لپاره له هر څه وړاندې موږ ته دا معلومول پکار دي چې د ښکیلو غاړو سرې کرښې کومې دي، هغه چې تر څو یې په مټو کې زور وي ترې د تیریدو هیڅ اراده نه لري او په خپل ټول توان ترې دفاع کوي.
د اشرف غني دولت سولې ته اماده دی خو سره کرښه او یا مجبوریت یې دادی چې د خارجیانو ویستلو ته غاړه نشي ایښودلی او یا یې نشي ویستلی.
د طالبانو اسلامي امارت هم سولې ته اماده دی خو سره کرښه یې داده چې وایي د حکومت سره له خبرو وړاندې باید اشغالګر له وطنه ووځي، که چیرې نه وځي نو لومړی باید له هغو سره خبرې وشي، ځکه دوی غواړي د واک له خاوندانو سره سوله وکړي.
او دا چې د سولې په نتیجه کې باید نظام اسلامي وي نو دا خو بایده ده ځکه دا دافغان ولس سره کرښه ده چې کله هم ترې نشي تیریدی.
بل لور ته امریکا ده چې د دې له لاسه دا ټولې بدبختۍ راڅرمه دي، نه له افغانستان نه د وتلو اراده لري او نه هم مستقیما له طالب سره سولې او خبرو ته چمتو ده.
نو له پورته نقطو نه په ډير وضاحت سره څرګندیږي چې د وسنیو بدبختیو نه د ولس د خلاصون یواځنۍ اسانه او ممکنه لار داده چې امریکا د افغانستان نه د وتلو اراده وکړي او یا هم له طالب سره سولې ته کیني، ځکه دا جنګ دوی شروع کړی او همدوی به یې ختموي.
نو اوس چې حکومت او طالب دواړو اوربند اعلان کړی بهترینه موقع ده چې دې هدف ته د رسیدو لپاره لاس په کار شو، ولس دې ته وهڅوو چې له همدې اوربند نه یې شروع کړي او په مضبوطو قدمونو په همدې لار د سولې په لور لاړ شي څو منزل ته ورسیږي.
نو راځئ چې ټول په یوه غږ د امریکا شتون ته نه ووايو او په خلاف یې راپورته شو، په لیکنو، بیانونو، لاریونونو او یا بلې هرې ممکنه مبارزاتي لارې يې پر وړاندې ودریږو او دې ته یې مجبوره کړو څو زموږ له وطن نه ووځي او یا هم کم له کمه له طالب سره خبرو ته کیني، او په دې اړه په عام ولس کې پوهاوی خپرول پکار دي څو د هر ځوان، بوډا، لوی او واړه په خوله همدا یوه خبره وي چې (امریکا نه دي غواړو..)
او دا زموږ مسئولیت جوړیږي ځکه صرف په دې هم نه کیږي چې یو طرفه له طالب نه وغواړو چې اوربند وکړي، د هغه په نزد د خارجیانو د وتلو یواځنۍ ممکنه لار مسلحه مبارزه ده، نو که یې موږ له هغه راګرځوو پکار ده چې د خارجیانو د وتلو بدیل لار ورته په ګوته کړو او په هغه لار کې ورسره د خپل توان تر حده منډه وکړو، نو له اوربند وروسته اوس هغه وخت راغلی چې ثابته کړو د خارجیانو د وتلو په خاطر موږ ډير څه کوی شو، الله مهربانه ده چې زموږ هڅې رنګ راوړي او دا اوربند پسې دوامداره شي او په یو سراسري سوله بدل شي.
او همدا هغه یواځنۍ لار ده چې موږ تر سولې رسوی شي، له دې ور هاخوا هسې په کږو وږو سر کیدل د وخت بربادول دي چې د کعبې په ځای به مو ترکستان ته رسوي.
د سوکاله او ارام افغانستان په هیله
#اشغال_ته_نه_ووایئ
#امریکا_نه_دې_غواړو
#امریکا_دفساد_جرړه_ده
#Go_America_Go
نصرت الله محمود

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي