برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه څخه د امريکائي فوځيانو وتل په اړه د پاکستان بهرینوچارووزيرهرکلی

آریانانیوز: شاه محمود قرېشي د پاکستان د پنجاب صوبې په مولتان ښار کښې له رسنيو سره په مرکه کښې له افغانستانه د امريکې د فوځيانو د يوې برخې د وتلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فېصلې څخه هرکلے وکړ او دغه فېصله يې د افغانستان د صلحې له چلند سره مرسته وبلله. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کښې د دغه هېواد د دفاع له وزارته غوښتي دي چې له افغانستانه د امريکې د اوۀ زره فوځيانو د وېستلو د پروګرام په باره کښې دې اقدام وکړي.
د افغانستان د صلحې په اړه د ابوظبۍ له وروستۍ غونډې نه پس د دغې فېصلې کول د هغې طرحې د پازلونو د اجرا ښودنه کوي چې واشنګټن کوشش کوي د خپلو اهدافو په لړ کښې د صلحې پروګرام مديريت کړي. له دې نه علاوه ډونالډ ټرمپ  کوشش کوي چې د افغانستان په وړاندې د خپل حکومت غلط سياست اصلاح کړي. له دې وروسته چې د امريکې فوځ د افغانستان په جبه کښې ګېر شو د امريکې مخکيني ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د امريکې د ځواکونو د وتلو کار شروع کړ او ټاکلې شوې وه تر ۲۰۱۶ کاله پورې دغه چلند مکمل کړي خو ټرمپ په دې ادعا سره چې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو د وتلو فېصله يوه تېروتنه وه په خاموشه توګه افغانستان ته د امريکائي ځواکونو بيا لېږد شروع کړ. داسې ښکاري چې د ټرمپ د حکومت لخوا د افغانستان د حقائقو په درک کولو سره او دا چې په دغه هېواد کښې د امريکائي ځواکونو د شتون دوام  نه شي کولې د افغانستان د مشکلاتو يوه غوټه پرانېزي له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د وېستلو په حال کښې دے.
په افغانستان کښې د سياسي مسائلو کارپېژاندي نظر محمد مطمئن له تسنيم خبري اژانس سره په مرکه کښې وويل:
«په افغانستان کښې د جنګ او ناامنۍ اصلي سبب په دغه هېواد کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو فوځيانو شتون دے. له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو پلان په افغانستان کښې د امريکې د فوځي شتون د ماتې ښودنه کوي.»
له افغانستانه د خپلو ځواکونو د يوې برخې له وېستلو څخه د امريکې يو بل مقصد د افغانستان د صلحې له چلند سره د يوځاے کېدو لپاره د طالب ډلې د هڅولو د زمينې برابرول دي. ځکه چې د دغې ډلې يو شرط له افغانستانه د امريکائي ځواکونو وتل دي. په دې کښې شک نشته چې امريکه به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ونه باسي بلکه په سياه نمائۍ سره کوشش کوي داسې وښئ چې حاضره ده د افغانستان د بحران له هواري سره د تش په نامه مرستې په لړ کښې له دغه هېواده د خپلو ځواکونو يوه برخه وباسي. دا په داسې حال کښې دي چې امريکه کوشش کوي په جاپان او جنوبي کوريا کښې د خپلو فوځي ځواکونو د شتون بېلګه په افغانستان کښې اجرا کړي. په دا ډول چې د امريکائي ځواکونو شتون يوازې تر اډو پورې محدود شي. له افغانستانه د خپلو فوځي ځواکونو د يوې برخې د وېستلولو لپاره د امريکې له فېصلې څخه د طالبانو هرکلي او په دې اړه چې طالبانو هم منلې ده چې د جنګ له لارې به کامياب نه شي د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمي خليل زاد څرګندونو ته په پام سره داسې ښکاري چې امريکه د خپلو اهدافو په لړ کښې د بدلونونو د چلند د مديريت په حال کښې ده او پاکستان هم له سپينې ماڼۍ سره د خپلو تعلقاتو د ښه کولو لپاره کوشش کوي د افغانستان په اړه د واشنګټن د سياستونو په اجراء کښې محوري کردار ادا کړي.
د امريکې په پارلېمان کښې له ډېموکرېټ ګوند څخه د کېليفورنيا استازي آدام شيف په يوه مرکه کښې چې تسنيم خبري اژانس خپره کړه وويل:
«په افغانستان کښې د امريکې له فوځي شتون څخه د اولسو کلونو د تېرېدو باوجود واشنګټن تر اوسه په دغه هېواد کښې هيڅ کاميابي نه ده لرلې او پکار دي خپل دغه چلند اصلاح کړي. »
په هر حال ، امريکه په داسې حال کښې د پاکستان او سعودي په ملګرتيا سره د افغانستان د صلحې له چلند سره اړوندې چارې  مديريت کوي چې د دغه هېواد حکومت هم هغه شان پکښې د هر ډول لازمي تاثير کولو څخه بې برخې دے او د افغانستان مهم ګوندونه هم په دغه چلند کښې د برخه اخېستو غوښتونکي دي. له دې نه علاوه امريکه له خپلو انډيوالو هېوادونو سره د مختلفو غونډو په  جوړولو سره په دغه لړ کښې د سيمې د مهمو هېوادونو له برخې اخېستلو څخه مخنيوے کوي چې دغه چلند ماتېدونکے کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي