برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستانه د امریکا ځواکونه بهر شي ایا دا به د افغانستان لپاره د نړۍ پای وي؟

آریانانیوز: د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به نړۍ پای ته ونه رسېږي او افغان امنیتي ځواکونه به په خپله د هېواد د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي.


عبدالله چې د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې (د سلواغې په ۱۵ مه نېټه) کابل کې خبریالانو ته وویل چې له امریکې سره د همکارۍ دوام په خپله د امریکا په ګټه ده او دا همکاري به دوام وکړي.
هغه په دې اړه وویل:«که‎چېرې پرېکړه وشي چې له افغانستانه د امریکا ځينې ځواکونه بهر شي ایا دا به د افغانستان لپاره د نړۍ پای وي او ټول د قیامت په تمه واوسو که نه؟!»
دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د خبرو اترو له شدت سره هڅه کوي چې خپل ځواکونه له افغانستانه بهر کړي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه له سي بي اس ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا به له افغانستانه خپل ځواکونه بهر کړي او د استخباراتو یوه قطعه به پرېږدي.
امریکا دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري. دغه ځواکونه د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته پر روزنه، مشورې ورکونې او مرستې بوخت دي.
د هېواد اجراییه رییس وايي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د سوېلي اسیا د تګلارې پر بنسټ د افغانستان پر شرایطو پورې تړلی دی.
هغه وايي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دایمي حضور او دایمي اډې هېڅکله مطرح شوی نه دی او په دې اړه هېڅ هوکړه نشته:«که‎چېرې له افغانستانه د ځواکونو یوه برخه ووځي ایا دا له افغانستان او زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه د نړیوالۍ ټولنې د ژمنو پای دی؛ په قطعي توګه داسې نه دی. حتا دا بحث په جریان کې هم نه دی؛ خو شونې ده چې د ځواکونو شمېر کم شي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کموالي لپاره تراوسه حکم نه دی شوی.»
له دې ټولو سره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپلو وروستیو ویناو کې ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره ځينې پرمختګونه شوي دي.
خلیلزاد د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازو په توګه د روان لمریز کال د وږي په میاشت کې د خپلې دندې له پیله تراوسه له طالب استازو سره څلور ځله لیدلي دي چې په وروستي ځل یې د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې شپږ ورځې پرله پسې (د سلواغې له ۱ تر ۶ مې نېټې) ولیدل.

شریک یي کړئ!