برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

قومي ملېشه جوړونکي زموږ له استخباراتو پټ نه‌شي پاتې کېدلی

آریانانیوز: طالبان وايي هغوی چې د قومي ملېشو جوړولو طرحې وړاندې کوي او يا يې عملي کوي، د دوی د کشفي ډلګیو له څاره خوندي نه شي پاتې کېدلی.


طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې بامیانو ته د ارګ مشر ډاکټر غني له لوري د یوې پنځه سوه کسیزې ملېشې د منظورولو اړوند ویلي چې دا هڅې د تېر کمونیستي رژيم په څېر د نظام د وروستیو سلګیو په مانا دي.
اعلامیه زیاتوي چې دوی دا ناکامه هڅې «د پخواني کمونستي رژیم د وروستیو ناکامو هڅو بیا تکرار بولي چې د خپل اقتدار د زوال په وخت کي یې د ګلمجم، کیهان، جبار او نورو ملیشو بنسټ یې کېښود، قومي کنډکونه یې جوړ کړل او د سترو جنایاتو، چور، چپاول، وحشت او پراخو خونریزیو بنسټ یې کېښود؛ خو له دې ټول وحشت سره سره یې کمونستي رژیم ته د ګټي پرځای تاوان وکړ او کوم درد یې پري دوا نه شو.»
اعلامیه کې په دې وروستیو کې په هزاره‌ مېشتو سیمو کې د جګړې په اړه یو ځل بیا ټینګار شوی، چې د ولس ساتنه د طالب سرتېرو مسؤلیت دی.
«اسلامي امارت یوځل بیا په صراحت سره اعلانوي چې د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان په شمول د هیواد په بېلابېلو برخو کې زموږ د عملیاتو موخه یواځې د دښمن نظامي اهدف او کسان دي، د سیمې ملکي خلک زموږ هیوادوال دي چې د سر، مال او عزت ساتل يې د اسلامي امارت د هر مجاهد دنده ده.»
محمد اشرف غني چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د کمپاین له لړ کې بامیانو ته هم ورسید، په یاد ولایت کې يې ژمنه وکړه، چې یوه پنځه سوه کسیزه ملېشه ځواک به رامنځته کړي.
د شنونکو په باور دا چاره د تېر جهاد په وخت کې د کمونیستي رژيم په وروستیو کې هم تجربه شوه، چې یوازې يې د ولس ځپنې، ناموس لوټنې او جګړه مارۍ صحنې تر شا پرېښودې.
حکومت په داسې حال کې د ملېشو جوړولو طرحه عملي کوي چې تر دې وړاندې يې د اربکیو طرحه د وینو له پرېمانه تویېدو وروسته بې پایلې تمامه شوه.
طالبانو دا طرحه یو ملي خیانت بللی او خبرادری يې ورکړی: «د اسلامي امارت استخباراتي مسئولین به د داسې لوی خیانت د مرتکبینو جدې څارنه کوي او عندالموقع به مناسب ځواب ورته ووایي.»
داعلامیې په وروستیو کې پر هزاره ولسي وګړو یو ځل بیا غږ شوی چې د ولس ساتنه د طالبانو مسؤلیت دی: « که د چا زامن او خپلوان د کابل ادارې په نظامي لیکو کې دنده لري هغوی دې د دښمن له لیکو را وباسي ژوند يې په امن دی. د دغه خبرداري له خپریدو څخه وروسته که هرچا او هر نهاد د افغانانو ترمنځ د نفرت اچولو هڅه وکړه، بیا د هيڅ ډول شکایت حق نه لري.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي