برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان په ختيځ کې هم د داعشیانو جرړې باسي

آریانانیوز: ډيلي ټلګراف ورځپاڼه په تازه مطلب کې کاږي، چې په شمال کې د داعش له بېخ کنۍ وروسته طالب سرتېرو په ختیځ کې د داعش ختمولو ته لستوني را بډوهلي دي.


د دې ورځپاڼې په قول ننګرهار ته د طالب ځواکونو د سرې قطعې په نوم هغه سرتېري رسېدلي، چې داعش به يې پر وړاندې مقاومت ونه کړای شي.
په ورته وخت کې د برتانيې بلې ورځپاڼې سن په تازه ګڼه کې لیکلي، چې طالبان د داعش په ماتولو کې دې ته اړ دي چې د امریکا د هوايي برید ښکار نه شي.
د ورځپاڼې په باور طالبانو له امریکایانو غوښتي چې د داعش د ځپلو پر مهال دې د هغوی مرستې ته نه را دانګي.
هم مهاله په افغانستان کې امریکايي جنرال جوزف ووټل وايي داعشیان باید نور له منځه لاړ شي.
دغه امریکايي جنرال دا هم ویلي، چې په جوزجان کې د حکومت په چورلکو کې د جګړې له منځه را ایستل شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په توګه چلند کېږي.
طالبانو تر اوسه د هېواد په ختيځ کې له داعش سره د جګړې د تیاري او له داعش سره د امریکا د نه همکارۍ اړوند څه نه دي ويلي، خو د سیمو د اوسېدونکو په وینا د طالب سرتېرو او داعشي جګړه مارو تر منځ وخت ناوخت نښتي کېږي.
د دوی په وینا په دې وروستیو کې هغو سیمو ته څېرمه چې د داعشیانو وسله‌وال تګ راتګ کوي د طالب ځواکونو حضور هم ډېر شوی دی.
طالبانو نږدې اوونۍ وړاندې په شمال کې د داعشیانو لسګونه تنه ژوندي ونیول او ګڼ نور يې ووژل، چې په دې نږدې یوه میاشتنۍ جګړه کې يې له شمال نه د دې ډلګۍ ټغر تول کړ.
د شنونکو په باور په ننګرهار کې څو ځلې د طالب ځواکونو له لوري د داعش ماتونې عملیاتو کې بهرنیو او کورنیو عسکرو مداخله کړې او هوايي بمبار يې کړی دی.
د دوی له نظره که د هېواد په ختیځ کې هم د طالبانو په بریدونو کې د داعش محو کول یقیني کیږي دا به پر ټولو هغو تشکیلاتو باندې د طالبانو پریکنده بریالیتوب وي کوم چې امریکایانو تر مختلفو نومونو (اربکیان، داعشیان ،سنګوریان ،پرلتیان) لاندې د هغوی په مقابل کې را پیداکړي، چې خامخا به یې امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت د ژغورنې لپاره خپلې ټولې هڅې کاروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي