برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبان دې اوربند وکړي او حکومت دې د بهرنيو پوځيانوپر وتلو هڅّه وکړي

په تېر اوربندوال اختر کې د طالبانو، حکومتي چارواکو او پوځيانو او عامو خلکو بې ساريو خوشاليو، د طالبانو هرکلي ته د حکومتي چارواکو او پوځيانو د ور وتلو، يو د بل په غېږ کې نيولو، د مخونو مچولو او د غېږو روغبړونو، سيلفي عکسونو اخيستلو، اتڼونو، د ملي بيرغ سره د سپينو بيرغونو پورته کولو، د امريکې د اشغال ضد او هيواد پالو او د سولي او پخلاينې په پلوي شعارونو ورکولو، د ميني او ورورولۍ او اسلامولۍ او افغانولۍ احساساتو څرګندولو او هلهلو او غلبلو په واضح او څرګنده توګه وښوول او دا يو حقيقت دی چې په خپله افغانان په خپلو مينځو کې داسي بدۍ او دښمنۍ نه سره لري چې موجب سي کلونه کلونه يو بل د وينو د حمام د بهېدو تر پولي سره ووژني، بلکې دوی د خپل ژوندانه په اوږده نېټه ليک کې په خپله خاوره کې د وروڼو او دوستانو په شان اوسېدلي دي او هر وخت يې يو د بل په خوشالي کې خوشالي کړې ده او په غم کې سره شريکان سوي دي
خو له بده مرغه کله چې د پردي غليم وس رسېدلی دی چې خپلو ښکېلاکي موخو ته د رسېدو لپاره دلته لاسوهنه وکړي، هم يې خپله زموږ هيواد راوران کړی او خلک يې را زورولي، کړولي، بندي کړي او وژلي دي او هم يې زموږ خلک په يوه او بل نامه د يو بل زورولو او وژلو او د هيواد پوپنا کولو ته اړ کړي دي.
تاسې زموږ نېټه ليک ته لږ ځير سئ چې مغولو زموږ سره څومري جفاوي وکړې، زموږ له سوله خوښوونکو او مظلومو خلکو له سرونو څخه يې کله منارونه جوړ کړل او څومري ډېر يې موږ خپله يو د بل سره د کلونوکلونو لپاره په بديو، جګړو او ورور وژنو کې سره واچولو.
بيا چې انګريزانو څو واره زموږ پر سپېڅلې خاوره ښکېلاکي یرغلونه وکړل هم يې په خپله څومره خوار نتلي کړو او هم يې موږ د اوږدومودو لپاره يو د بل په وړاندې سخت ودرولو او زموږ هيواد يې د خپلمنځي جګړو اورونو ته برابر کړ، ښه يې وسوځاوه او موږ يې د کلونو کلونو لپاره د نړۍ د تمدن له کاروان څخه داسي شاته وتمبولوچې تر اوسه مو قد نه دی ساز کړی.
بياچې موږ يو څه د آرامۍ ساواخيستله او د خپل هيواد د ورانو ويجاړو د ودانولو او د سيالانو سره د ځانونو د سيالولو په تکل کې سوو شورويانو لڅ لغړ يرغل را باندې وکړ، هيواد يې په کنډواله را بدل کړ، په مليونونو وګړي يې را ووژل، په مليونونو يې معيوب او معلول کړل، په مليونونو يې اړ کړل چې له خپل ګران هيواد څخه پردو هيوادونو ته مهاجر سي او د نورو پرديو په ډول ډول اړتياوو کې د لالهاند او له کړاوونو څخه د ډک او تريخ ژوند پېټي پر اوږو واخلي. موږ وليدل چې د دغو ښکېلاکګرو او نورو دښمنانو د توطئو او دسيسو له امله موږ په خپله خپل هيواد داسي په ګنډواله بدل کړ چې تر اوسه لا نه دی روغ سوی او تر اوسه مو لا په مليونونو هيواد وال په پردو ملکونو کې د مهاجرت تريخ او ناوړه ژوند تېروي.
موږ د شوروي د یرغل له ټپونو، ويرونو او بخولو څخه لا د روغتيا او هوسايۍ سا نه وه اخيستې چې د نړۍ بل زبر ځواک ښکېلاکي او ځناور صفته امريکايي اشغالګر زموږ ټپي ټپي او پرهر پرهر هيواد د ډېرو پرمختللو وسلو او پياوړي پوځي ځواک په مټ اشغال کړ او دا اوولس کاله يې زموږ خلکو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي او لا هم يې ورکوي. دې ځناورو هيڅ داسې جنايت نه دی پرې ايښی چې نه دې وي کړی.
له بلي خوا پر پاکستان باندې د انګريزانو روزلي او هغو او امريکې ته وفاداره او د هغو موک خوړونکي واکمنان له ښايسته ډېره مهاله زموږ د هيواد له پښو اچولو او ورانولو او زموږ د خلکو د بې اتفاقه کولو او خوارولو لپاره شپه او ورځ په ډول ډول توطئو او بې شرمانه مداخلو اخته دي، هلته په هاخوا کې زموږ پر مهاجرو وروڼو ډول ډول ظلمونه کوي، زموږ په هاخوا محکوم افغانستان کې مېشت پښتانه وروڼه وهي، ټکوي، توطئې ورته جوړوي، په ډول ډول نومونو او پلمو پوځي عمليات پر کوي، نيسي يې، بندي کوي يې، وژني يې، کورونه يې ورنړوي او شته يې ځني چوروي او تر دې کچې يې تر پوزي راوستلي دي چې همدا اوس د هاخوا افغانستان په زرګونو ځوانان د پاکستان په ګوټ ګوټ کې لاريونونه، پرلتونه او غونډې پرلار اچوي او د پنجابي ښکېلاک له ظلمونو څخه چيغي بغاري وهي. خو پنجابي ښکېلاک يې په وهلو او ځپلو ځواب وايي.
له دې ټولو څرګندونو څخه جوته سوه چې زموږ د هيواد د ورانۍ او پوپناکېدو او زموږ د خلکو د خوارېدو او در په دره کېدو او بې اتفاقیو او پر يوبل باندې د نه باور لاملونه ټول همدغه پردي غليمان دي.
تاسي وګورئ زموږ افغانان د دولت له خواوي که د طالبانو له خوا جمع عام خلک هره ورځ په بېخي ډېر شمېر کې وژل کېږي او ټپيان کېږي، کونډيانې، بوري مېندې، بوډاګان پلرونه او واړه ماشومان يې تر شا پاته کېږي، چې ټول په ساندو ژاړي او د دوی له ډېرښته د افغانستان ګوت ګوټ د دوی ويرتونونه جوړ سوي دي. خو په دې جګړه کې غټان ډېر لږ له منځه ځي .
نو له دې څخه جوتېږي چې له پیله تر اوسه زموږ په هيواد کې د بهرنيانو نيواک او مداخلې په وارو وارو زموږ د ګران هيواد د ورانيو او زموږ د پتمنو ، خو کړېدلو او زورېدلو خلکو د اسکېرل توب او ناورينونو يوازيني لاملونه دي.
نو چې داسي ده موږ افغانان، طالب دی که حکومتي، که عام خلک دي څله يو له بله بدورده يو او څله دولتي وسله والو او طالبانو يو بل ته ګوتي پر ماشو نيولي دي او سره وژني؟
اوس چې تقريباً ټول افغانان په دې پوهېدلي دي چې زموږ خواروونکي او يو په بل وژونکي همدغه بهرنيان دي، نوموږ لا څله د بهرنيانو په ټونګ او تحريک د يو بل وژلو ته ادامه ورکوو؟ او ولي داسي نه کوو چي طالبان د دې لپاره د حکومت سره اوربند وکړي چې حکومت بهرنيانو ته ووايي چې زموږ له هيواده د وتلو لپاره مهال وېش جوړ کړي. کله چې دغه خبره رسماً د حکومت له خوا امريکايانو ته وړاندي سوه او هغو هم ومنله ، نو بيا به د سولي د خبرو پر نورو تخنيکي چارو فکر او خبري کول د اعتماد په فضا کي وي او آساني به سي، خو که ملت ته د حکومت او امريکايانو له خوا د بهرنيو پوځونو د وتلو ډاډ ورنه کړه سي او په دې توګه د اعتماد فضا رامنځ ته نه سي سولي ته رسېدل له امکانه ليري خبره ده. مطلب که موږ په رښتيا په هيواد کې سوله غواړو نو موږ بايد ټوله په يوه خوله له طالبانو د اوربند او ورسره جوخت له هيواده د دې اوږدې جګړي د اصلي عامل چې د امريکې پوځ دی د وتلو غوښتنه وکړو.
والسلام.

شریک یي کړئ!