برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

طالبانو سره د امریکا مذاکرات، سوله یا نوې غمیزه

آریانانیوز: چې له یوې خوا امریکایی مقاماتو په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې کړې دي او طالبانو هم هغه تایید کړې له بل پلوه د افغانستان لپاره د امریکا نوې استراتژي هم اعلان شوې ده چې پر اساس یې د افغانستان امنیتي ځواکونه له لرو او کم نفوسه سیمو شاتګ کوي. د ویلو ده چې د لویدیځ ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړې چې امریکا غواړي دافغانستان ځینې سیمې طالبانو ته وسپاري او طبیعي ده چې کومې سیمې د افغانستان امنیتي ځواکونه پریږدي، طالبان به یې ډکوي. دا هماغه تکراري سناریو ده چې امریکا له ۲۰۰۹ کاله هڅې کوي هغه په افغانستان کې اجرا کړي. خو دغه هڅې د افغانستان د دولت یا طالبانو له خوا شنډې کړی شوې دي. دافغانستان پخواني حکومت له ټول مالی فساد او کمزوریو سره سره په دې مساله کې غوڅ دریځ درلود او د همدغه غوڅ اور کلک دریځ په وجه یې له امریکا سره اړیکې ښې نه وې او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي دخپل حکومت په وروستیو کلونو کې د امریکا په خلاف ډير تند دریځونه درلودل. دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان اوسنی دولت نه یوازې د ټرامپ تیره استراتژي او اوسنۍ استراتژي تایید کړې بلکې دهغې لپاره تبلیغات هم کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان دفاع وزارت په اوله کې له دغه استراتژۍ سره د مخالفت په ترڅ کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځوکونه د خپل هیواد د د فاع تواتن لري او هیڅ سیمه باید پرې نه ږدي خو په خپل نوي دریځ کې یې د دې په اپوټه خبره کړې او ویلې یې دي چې دا طرحه ښه ده او پر اساس به یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات کم شي او هم به یې د زده کړې او ټریننګ په چاره توجه متمرکزه شي. دولت حتی ویلې چې عملا په دغه استراتژۍ کار پیل شوی دی چې ځینې برخې خالي کړی شي او اصلی هدف دا دی چې د امریکا د طرحو د تحقق لپاره زمینه برابره شي.
له دې مخکې د امریکا نقشه دا وه چې افغانستان په قومي برخو وویشي او طالبان د پښتنو د برخې په توګه پيژني. د قطر دفتر هم د همدغه هدف لپاره پرانستل شوی و او هم ځکه ورسره پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کلک مخالفت کړی وړ. همداراز د امریکا له خوا طالبانو ته د څو ولایتونو د سپارل کیدو طرحه هم وړاندې شوه چې طالبانو ورسره سخت مخالفت وکړ. اوس چې د افغانستان د مسلې یوه مهمه برخه د اشرف غني دولت دی عملا له طالبانو سره له معاملې ویستل شوی او طالبانو په قطر کې د امریکا د خارجه وزارت له مرستیالې میرمن ایلس ویلز سره په کتنه کې په ډاګه هغې ته ویلې چې د افغانستان له دولت سره هیڅ مذاکرات نه کوي او امریکا هم اوس عملا دغه لاره په مخ نیولې ده.
شناندي وایي چې په دغه شان حالاتو کې که طالبان هوښیار نه وي او د امریکا په لومه کې راشي نو دا اقدام به د افغانستان لپاره ډيرې بدې پایلې ولري. ډیر د نظر خاوندان په دې باور دي چې امریکا د افغانستان له اوسني دولته ستړې شوې او په یوې پلمې پسې ده چې ټغر یې ورټول کړي او سره له دې چې د افغانستان د حکومت اوسني مشران د یو امریکایی مامور حکم هم په ځمکه نه غورځوي خو امریکایان پوهیږي چې د افغانستان د حکومت اوسني چارواکي د افغانستان په خلکو کې هیڅ ځای او مقام نه لري. که امریکا دسیاسی ونډې د ویش په طرحه کې له طالبانو سره جوړ جاړي ته رسیدلې وي په دې بڼه کې دافغانستان اوسنی حکومت ښایي د ولسي جرګې تر راتلونکي انتخاباتو هم دوام ونه کړی شي خو په ټول کې دا یوه خطرناکه طرحه کیدلی شی او افغانستان له یوې بلې خطرناکې غمیزې سره مخامخولی شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي