برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سيكولريزم د پانګوالۍ او ښكېلاك په چوپړ كي

آریانانیوز: لارډ كرومر چي د مصر واى سراى ( نايب السلطنه ) وو، په ١٩٠٨ع.كال يې د خپلي پاليسۍ د بيانولو په ترڅ كي وويل : ” انګلستان د خپلو ټولو مستعمرو خپلواكۍ وركولو ته چمتو دى، خو چي د پوهانو او سياست والو يو داسي توكم رامنځته سي چي انګرېزي ښوونو يې په مغزوكي ځاى نيولى وي، د انګرېزي كلتور نمونه وي او د حكومت د ترلاسه كولو لپاره چمتو وي. خو انګرېز حكومت په هيڅ ګون د يوې شېبې لپاره هم آزاد اسلامي حكومت نه سي زغملاى “.
خو اوس د افغان توكمي امريكايي زلمي خليل زاد يهودۍ مېرمني چريل بنارډ (Cheryl Benard) چي په كاليفورنيا كي د Rand Corporation په نامه د يوې څېړنيزي موسسې د ملي امنيت د  څانګي څېړونكې ده، د دغې ادارې له آدرسه د ” متمدن دموكراتيك اسلام: ملګري، سرچينې او جنګي تدابير“ (Civil Democratic Islam : Partners, Resources, end Strategies)  تر سرليك لاندي يو څېړنيز سياسي رپوټ ډوله كتاب خپور كړى دى. د دې رپوټ ځيني برخي په لاندي ډول را اخلو:
” په قرآن كي د يهودو او عيسويانو په  هكله له مخالفته ډك او غوسه پاروونكي احكام موجود دي. خو د دې تر څنګ د هغه په  ځينو برخو كي د هغو په هكله نرم احكام هم سته. په تاريخ كي اسلامي ټولنه د دغو قومونو سره د جګړې په حال كي پاته سوې ده.
موږ بايد تر ټولو د مخه نوي خوښوونكي مشران را منځته كړو، د مشرانو لپاره رول ماډل جوړولو ته اړتيا ده.
په دوهم پړاو كي بايد موږ په اسلامي نړۍ كي د مدني ټولني د ودي په هكله د اقداماتو لپاره هلي ځلي وكړو. د دې مقصد لپاره بايد سيمه ييز نا دولتي تنظيمونه (انجوګاني) او نوري مدني ټولني را منځته كړو. ځكه چي په بحراني حالاتو كي له دغسي تنظيمونو او ټولنو څخه دموكرات مشران را منځته كېداى سي. موږ ته ښايي چي امريكايي، جرمني او لوېديز اسلام ته وده وركړو. د دې موخي او هدف لپاره افهام او تفهيم ته اړتيا ليدل كيږي. موږ بايد بنسټ پال تخريب كړو او په دې توګه يې مخه په كلكه ونيسو. د دې چاري لپاره موږ بايد عرب ژورناليستان وهڅوو  څو هغوى د بنسټ پالو د فسادونو اوشخصي ژوندانه او عادتونو په هكله راپورونه برابر كړي او هغوى بربنډ او رسوا كړي. د دغو بنسټ پالو ويني تويوونكي څېري بايد بر بنډي سي. موږ بايد د يوه منځلاري او ښكلي اسلام په هكله تبليغ وكړو او په دې  هكله بايد  هر هيواد، سيمه او ډله  چي د دې مقصد لپاره مرستي ته چمتو وي وهڅوو.
د ښوونځيو په تعليمي نصاب كي بايد د دموكراتيك اسلام پيغام په څرګنده شامل كړو. بنسټ پالي په اسلامي هيوادونو كي د زده كړي پر موسسو باندي د خپلي ولكې د ټينګولو لپاره زياتي هلي ځلي كوي. موږ ته ښايي په دغو ځايونو كي ريښې وغځوو او ښووني او روزني او نوو ځوانانو ته بايد زياته پاملرنه وكړو. موږ بايد د بنسټ پالو تضادونه را سربېره كړو او نوي خوښي عناصر را پورته كړو. موږ بايد د ډېرو پياوړو سيكولر عناصرو بشپړ ملاتړ وكړو او بنسټ پالي بايد د يوه دښمن په توګه معرفي كړو.
موږ بايد د دې خبري ملاتړ وكړو چي په اسلام كي مذهب او سياست اړيكي نه سره لري او دا يو له بله بېل دي او د دې خبري په منلو سره په ايمان كي څه خلل نه پېښيږي“.  ماخذ : WWW.rand.org (١)
اوس نو آيا له دغو اقتباسونو څخه  دا خبره نه څرګنديږي چي د نوي خوښوني، منځلارۍ او نوي موډ او فېشن تر ښكلو سرليكونو لاندي د فكري، علمي او عملي كاركوونكو ښاغلو، ټولنو، تنظيمونو او خپرونو د كار او كړو وړو فكري سر چينې او اغراض او مقاصد څه دي؟ او دا ټولي منډي ترړي د پانګوالي ښکېلاک د ټينګښت او د سكولريزم د پرمختيا او د هغه د دودېدو او خپرېدو او پر اسلامي اورشوګانو باندي د امريكا او نورو لوېديزيانو د تل تر تله ولكې ټينګولو لپاره نه دي ؟
موږ د نوي توب، پر مختګ اومنځلارۍ هيڅ مخالف نه يو. دا هم اسلام منلي او غواړي يې او هم يې موږ پلويان او د زړه له كومي غوښتونكي يو، خو له دغو او داسي نورو ښكلو مقولو او عنوانونو څخه بده استفاده او د اسلام او وطن پر ضد او د پردو په ګټه دكانونه پر را ايستل ډېر ټيټ او كرغېړن كار دى.
اوس چۍ موږ په ګران هيواد افغانستان کي وينو دغونه تاوانونه چي موږ ته دغو بې دينو او پردي پالو سيکولرانو رسولي دي او هم يې رسوي، د امريکې تر کلګي په موډرنو وسلو بار پوځيانو، جنګي الوتکو، بې پيلوته الوتکو، توپونو، شپنيو عملياتو او نورو نه دی را رسولي.
که مو د دغو اشغالګرانو د نظامي قطعاتو پوځيان وژني، مادي تاوانونه رارسوي او تر مځکه لاندي شتمنۍ مو لوټوي، خو دغه د امريکې د سيکولرانو د فرقو اردليان مو بيا له معنوي پلوه داسي ځپي، داسي مو لوټوي او له اولادونو او نجونو او ښځو مو داسي ساکښان جوړوي چي له خپلو ديني شرايعو، احکامو او ارزښتونو، خپل وياړلي تاريخ، فرهنګ، هيوادپالني، وګړ پالني، خپلواکۍ، شجاعت، ننګ، غيرت او مناعت نفس سره هيڅ آشنا نه وي او کفری او سيکولريستي ايډيالوژۍ يې په مغزوكي داسي ځاى نيولى وي چي بې له لوېديز مادي کلتور، ژوند او ژواک او مادياتو او نس او نفس پالني پرته بل هيڅ شی ارزښت نه ورته لري او بالاخره هر يو عبدالفتاح السيسي وګرځي.
د امريکايي او لوېديز سراښ او مادي پال غليم د توپ او طيارې او جګړې په وړاندي د افغان ننګيالي او باتور ولس اتل بچيان طالبان په مړانه درېدلي دي او د خدای په زور او حکم يې د سختي ماتي سره يې مخامخ کړي دي، خو د غه سيکولران چي تاوانونه يې د امريکې تر پوځيان ډېر زيات دي د دوی له پامه وتلي دي.
دوی له يوې خوا د طالبانو له غوږ تاوولو څخه بې غمه او په امن کي دي او له بلي خوا يې د غليم له خوا زيات امکانات په واک کي ورکړه سوي دي. همداراز له دولتي او بهرني ملاتړ، د استخباراتي کړيو، په تېره د سي آی اې د جاسوسۍ شبکې له پراخ او هر اړخيز حمايت او لارښوونو څخه هم برخمن دي. پر دې سربېره پيسې او ډبل معاشونه ورکول کيږي، ټلوېزيونونه، راډيوګاني، چاپي خبروني، سايټونه ، فيسبوک  او نور رسنيز وسايل، نقليه لوکس وسايل، په دننه او بهر کي هره خوا سفرونه، په امريکا، دبی، تاجکستان، هند، ترکیه او نورو هيوادونو کي تفريحګاني او د عياشيو او فحاشيو امکانات ورته برابرسوي دي او په دې منظور په دې کار ته اړتيا لرونکي هيواد کي پر جمعو سربېره په پنجشنبې هم رخصت وي، د اتصالاتو او د چاپ او خپرونوآسانتياوي، لوکسي دولتي ودانۍ، مځکي او باغونه يې په اختيار کي ورکول سوي دي او د دې عواملو له کبله يو له بله سره همږغي او ملاتړي هم دي. دغو ټولو لاملونو لاسونه سره ورکړي دي چي له دوی څخه ډېر فعال خود کش بيګانه پرستان جوړ سي او زموږ خلکو او د هغو مقدساتو، فرهنګ او اخلاقي منلو ارزښتونو ته پرله پسې نه جبيره کېدونکي زيانونه واړوي.
همدا اوس د دغو سيکولرانو او د دوی د امريکايي ولي نعمتانو د زياتو هلو ځلو، منډو ترړو او کار او زيار له امله زموږ ډېر ځوانان داسي سيکولر سوی او روزل سوي دي چي حق يې په نظر ناسم او باطل يې په نظر سم ورځي. د هيواد  د اشغالګر دښمن په مقابل کي جهاد او مبارزه تروريستي فعاليتونه ګني، جاسوسي، پردي پالنه ، درواغ، يو د بل سپکاوی، بې بنسټه تبليغات، د دين او افغانيت ضد کارونه هيڅ ناسم کارونه نه ګڼي،  په دين، ږيري، لنګوټې، وقار، حجاب، عفت، حيا، مېړاني، غيرت او افغانولۍ باندي برالا ملنډي وهي.
د بې دینۍ، غربي فرهنګ د دودولو، ماشومانو، نوو ځوانانو او نورو ته د غربي ډوله تعليم او تحصيل او ټرينينګونو ورکول، بې حيايي، فحشا، بې حجابي، د هیواد په دننه او بهر کي د ښځو بې محرمه سفرونه او داسي نور بې واګو آزادۍ، د ځوانانو او نجونو ګډ تدريس، د لوڅو ښځو له خوا د سندرو او نڅاوو او په هوټلونو او نڅا ځايونو او نايټ کلپونو کي ډول ډول آزاد محفلونه، دا ټول هغه څه دي چي زموږ د اسلامي افکارو او اصيل او درانه فرهنګ او ښکلو او وياړلو دودونو او معنوياتو د وژلو په معنا دي. خدای بخښلي ګل پاچا الفت څه ښه ويلي دي :
که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مي مه وژنه
په دې کي مي وطن ته لوی تاوان لیدلی دی.
لوی څښتن سبحانه دي موږ ته توفيق راکړي چي موږ د خپل سپېڅلي اسلام،هيواد او خلکو د دښمن د پوځي او سيکولرو دواړو لښکرو سره لکه څنګه چي ښايي هغسي په برياليتوب سره وجنګيږو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي