برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زما او ستا لیونۍ مینه …

آریانانیوز: په یوه تازه انکشاف کې د ناټو قاطع ملاتړ ادارې ويلي، چې دوی په افغانستان کې له افغان دولتي سرتیرو سره خپلې مخامخ اړيکې ځنډولي او که یې اړتیا پیښیږي نو د دواړو لوریو ترمنځ به هغه د ټيليفون او یاهم ايمېل په وسیله ترسره کیږي.


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ وياند ډګروال کناټ پيټر ويلي، چې دا پرېکړه يې د خپلو پوځيانو او لوړپوړو چارواکو د ژغورنې په موخه کړې ده.
ناټو دا پرېکړه وروسته ترهغه وکړه ، چې تیره اونۍ د طالبانو د یوه نفوذي بریدګر په برید کې په جنوب لویدیځ زون کې د غوڅ ملاتړ یو لوړ پوړی امريکايي جنرال جيفري سمايلي مرګونی ټپي او د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت رئيس جنرال مومن او په جنوبي زون کې د پوليسو مشر جنرال نبي الهام ووژل شول.
همدا راز په یاد برید کې د کندهار د والي زلمی ويسا په ګډون يو شمېر کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي ټپیان شول.
له تیرې یوې میاشتې راهیسې د امریکا- افغان چارواکو ترمنځ د بي باوري او بیلتون دا دوهمه پیښه ده چې رامنځته کیږي.
د تیر سپتمبر په وروستیو کې په نیوویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۳ سرمشریزې دائریدو په مهال امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان ولسمشر په توګه د غني له لیدو څخه انکار وکړ چې ښاغلی غني د ده په حق کې د ټرمپ د دغې ځورونکې پریکړې د بیرته اخیستلو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي او په امریکا کې پخوانی سفیر او اوسني د امنیت شورا سلاکار ښاغلی محب یې د یوه لوړ پوړي دیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ کې واشنګټن ته ور ولیږو .
خو ټرمپ بیا هم له ښاغلي غني سره لیده ته تیار نه شو.
د امریکا افغان په تودو اړیکو کې تر هغه وروسته سوړ والی راغی چې په افغانستان کې د امریکايي دوستانو (ځواکونو) تر ۱۷ کلن شتون وروسته هم هغوی و نه توانیدل چې شډل افغانان په خپلې دوستۍ قانع کړي.
د کندهار او هرات د وروستیو پیښوناوړه اغیزو ته په کتو سره هغه وخت لیري نه دی چې امریکايي دوستان خپل افغاني یاران داسې په رډ میدان د طالبانو غچ ته پریږدي لکه په ۱۹۷۵م کې له ویتنام څخه د تیښتې په مهال چې یې د جنوبی ویتنام په پلازمینې سایګون کې خپل راټول شوي ویتنامي دوستان په خالي میدان پریښودل او دوی ترې د الوتکو په زریعه د تیښتې لاره خپله کړه.
د ماتې حالت ډیر بد حالت وي ، که نور هم څو نفوذي غازیان د ښاغلي غني پر امریکايي دوستانو داسې کاري ګوزارونه وکړي حتما به د ټرمپ بعدي هڅه له افغانستانه څخه مکمل لاس اخیستل وي چې ښاغلی غني به ورته بیا خپله ګیله د لاندې پښتنې ټپې په ژبه داسې کوي :
زما وستا لیونۍ مینه …
ترمنځ مو چا وکړل د صبر تاویزونه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي