برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

رادمنشه ! درواغ وايه خو په خپل کور کې نه د باندې

له کومې ورځې چې د صليبي يرغلګرو امريکا او ناټو عسکرو پليت قدمونه د ګران هيواد افغانستان په پاکه خاوره لګيدلي او د دوی لخوا لاسپوڅي او غلام عسکر جوړ شول له هماغې ورځې تر نن ورځې د طالبانو په هکله هغه تورونه د دوی لخوا لګول کيږي چې نه يې عقل مني او نه يې تر اوسه کوم تور ثابت کړی.
د امريکايي عسکرو په وينا دوی دلته د خپلو مشرانو لخوا د دری سوه طالبانو په بهانه راوستل شوي وو، يعنې دوی ته په امريکا ويل کيدل چې دری سوه طالبان پاتې دي هغوی به له منځه يوسو نو کار خلاص دی، خو افغانستان ته راغليو امريکايي عسکرو وروسته خپل مشران دروغجن وبلل ځکه د دوی په وينا چې دلته خو د هر بوټي او کاڼي شاته طالب دی.
وروسته د طالبانو دغه دری سوه شمير دوه زرو ته ورسيد، نن د کابل ادارې په اصطلاح د دفاع وزارت وياند رادمنش وايي د هيواد هر ښار ته له زرو زيات طالبان راننوتلي وو، او د هيواد پلازمينه کابل ته دوه زره څلور سوه طالبان راغلي وو چې په هغو کې نيمايي يې دلته پاتې شوي دي.
د دفاع وزارت وياند رادمنش تازه له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي چې ښارونو ته له راتلونکو طالبانو مو وسلې واخيستې او بيا مو ښار ته د ننوتو اجازه ورکړه، دا په داسې حال کې چې د لسګونو ښارونو په بازار او څلور لارو کې په لسګونو ويډيوګانو کې طالبان مسلح ښکاري، نه يوازې دا چې مسلح دي بلکې خپل جنګي موټرونه هم ورسره دي.
دويمه خبره يې دا کړې چې بازار ته ورغلي طالبان نيمايي يې هلته پاتې شوي، ترڅو له خپلو خپلوانو سره د آرام ژوند تير کړي، دا په داسې حال کې چې همدا نن د رادمنش له خولې رسنيو خبر ورکړ چې تيره شپه او د نن ورځې په اوږدو کې طالبانو په زياتو ولايتونو او ولسواليو کې په افغاني عسکرو مرګوني بريدونه کړي.
زه په دې خبره نکوم چې طالبان پاتې شوي که ندي پاتې شوي، زه له افغان ولس څخه ګيله کوم چې ولې د يوه داسې بې واکه بې باکه او په درواغو کې له يهودو وړاندې حکومت تر سيوري لاندې ژوند تيروي.
که له رادمنش سره ومنل شي چې نن نيمايي طالبان له دوی سره پاتې دي د دې خو ښکاره مطلب دا ده چې د طالبانو لخوا به د روانې جګړې زور نيمايي کم شي.
رادمنشه ! نن به ستا خبره ومنو، که سبا ورځ بيا ستاسو په سلګونو عسکر ووژل شول نو دا راته ووايه چې په هغوی به بيا له آسمانه کومه بلا راښکته شوي وي او که به طالبانو وژلي وي؟.
رادمنشه ! که مو سبا کوم ولايت يا ولسوالۍ سقوط وکړ پام چې بيا دې له خولې ونه ووځي چې په دې جګړه کې دوه زرو طالبانو ګډون درلود.
رادمنشه ! تا به اوريدلي وي چې په جګړه کې درواغ ګټه کوي، دا خبره درسره منم خو دا راسره ومنه چې دا دستور دلته په افغانی ټولنه کې رواج ندی، بلکې دا غربي دستور دی چې هيڅکله به له دې ډول درواغو کوچ ترلاسه نکړی شي.
رادمنشه ! هيڅ مې زړه نه مني چې ته دې افغان يې، ځکه يو خو مې دا ډول نوم تراوسه په افغانانو کې نده آوريدلی، او نه مې تراوسه داسې افغان ليدلی چې هره ورځ يې د سهار درواغ ماښام رښتيا کيږي او د ماښام درواغ يې سهار رښتيا کيږي خو دی بيا هم رڼې سترګې په افغانی ټولنه کې ژوند کوي.
رادمنشه ! ستا په خبره چې هر ښار ته له زرو زيات طالبان ننوتلي وو، نو د ولايت په سر چې حساب سره وکړو ټول دوه ديرش يا پنځه ديرش زره طالبان شول، په دوی کې چې نيمايي له تاسو سره پاتې شول نو ټول پنځلس يا اولس زره طالبان بيرته خپلو ځايونو ته ستانه شوي، او په هر ولايت کې پنځه سوه له تاسو سره پاتې شول او پنځه سوه نور يې خپلو ځايونو ته ګرځيدلي.
که سبا داسې پيښه شوه چې په کوم ولايت يا په ولسواليو يا د کوم ولايت په ټولو سيمو طالبانو بريدونه پيل کړل د دې معنی به دا شي پنځه سوه طالبان کولی شي چې له تاسو ولايت ونيسي، يا په کوم ولايت کې له تاسو سره سترې تهاجمي جګړې وکړي هغه هم داسې جګړې چې ستاسو په زرګونو عسکر به په منډه وي او طالبان به ورپسې وي.
رادمنشه ! چې ښارونو ته د ننوتلو په وخت کې مو له طالبانو وسله اخيستې پرون شپه د هلمند په لښکر ګاه او د قندهار په ميوند او په لغمان کې د طالبانو لخوا په تاسو شوي بريدونه د کوتک، سوکانو، لغتو، سوک او څپيړې بريدونه وو که د راکټ لانچر، فيکا، کلاشنکوف او نورو وسلو بريدونه وو؟.
رادمنشه ! داسې درواغ وايه چې سبا د نورو درواغو کوم پرتوګ ورته کولی شې
پښتانه وايي : چې رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړي وي، رښتيا خبره يې کړې، ستاسو درواغو په دې اولس کلونو کې په افغانانو څه ونکړل، نن چې د طالب رښتيا درپسې را ورسيدل اوس سربداله ليوني شوي بيا مو په ګډو وډو اوتو بوتو باندې سر شو.
رادمنشه ! په ياد يې ولره له نن ورځې وروسته اولس ستاسو خبره نشي منلی
اولس د طالب مينه وليده
اولس د طالب رښتونولي وليده
اولس د طالب خواخوږي وليده
اولس د طالب سپيڅلتيا وليده
اولس د طالب اراده معلومه کړه
اولس د طالب هغه څه چې تاسو پرې دا اولس کلونه پرده اچولې وه نن يې په خپلو سترګو وليدل
رادمنشه ! پوه شه : دا د افغانستان غيور، مسلمان، غيرتي، رښتونی او مجاهد ولس دی، ښه شوه چې نن ستا او ستا د بادار په ارادو پوه شو، ښه شوه چې نن د طالب په اراده پوه شو.
په لنډ وخت کې به يې وګورې چې همدغه ستاسو لخوا غولول شوی اولس سبا له تاسو سره څه کوي، او له طالبانو سره څه کوي
رادمنشه ! لکه څرنګه چې د تيرو کلونو درواغ مو پرون ورځ د طالب په راتلو اولس ته معلوم شول، ليرې نده چې د نن ورځې درواغ مو سبا د طالب په کومه بله کارنامه اولس ته معلوم شي.
رادمنشه ! درواغ وايه خو په خپل کور کې نه د باندې
او بل شرميدلي درواغ خو بيخي مه وايه
م، نجم الرحمن (فضلي)

شریک یي کړئ!