برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګډ حکومت څلور کلنه دوره ناکامه وه

آریانانیوز: څو ورځې وړاندې د سپتمبر په ۲۹ مه نېټه په افغانستان کې د ګډ حکومت ۴ کلونه پوره شول چې په دې اړه يو شمير شنونکو او سياسي څيرو بحثونه کړي دي او ويلي يې دي چې د ګډ حکومت څلور کلنه دوره په هر اړخيزه توګه ناکامه او تر ټولو نا امنه وه.


څلور کاله وړاندې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د ټاکنو او واک ته په رسېدو سخت جنجالونه وشول چې د جانکيري په منځګړتوب ستونزه هواره شوه چې له مخې يې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجرائيه رئيس وټاکل شو، خو عامو افغانانو دغه ډول حکومت جوړول د افغانستان په زيان بللی وو.
د ګډ حکومت ۴ کلنه دوره چې په افغانستان د امريکا له يرغل وروسته چې په کې په اقتصادي، سياسي، امنيتي او ټولنيز ډول ګڼې ناخوالې رامنځته شوې چې په اړه يې يو شمير شنونکو او سياسي څيرو بحث کړی دی او ويلي يې دي چې دغه څلور کلنه دوره تر ټولو ناکامه او نا امنه وه.
ولسمشر غني واک ته د رسېدو په لومړيو کې ويلي وو چې په نظام کې به ډير تغیرات راولي، هیواد به د سولې، امن او اقتصاد له پلوه پياوړی کړي، جګړه به له منځه يوسې او له ګاونډيو هيوادونو سره به ښې اړيکې ولري خو سياسي شنونکي وايي چې اوسنيو حالاتو ته په کتو د غني ټولې ژمنې يوازې د شعار په بڼه پاتې شوې.
د سياسي چارو کارپوه او کابل پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی وايي چې په تيرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې امنيتي وضعيت لا خراب شو، په دغو څلور کلونو کې په دې هيله چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به سولې ته ورسيږو خو ونشو رسېدلای.
همدار راز ستانکزي وويل چې په افغانستان کې د بهرنيو هيوادونو لاسوهنې لازیاتې شوې، چې هدف يې ورڅخه د روسېې، چين او امريکا تر منځ د اقتصادي او سياسي ټکرونو رامنځته کېدل او په افغانستان کې دغه رقابتونه پالل او خپلو هدفونو ته کارکول وو.
ستانکزي وويل چې ددې له پاره چې د سيمې له ګاونډيو هيوادونو سره مو دوستانه اړيکې جوړې کړې وای په تيرو څلورو کلونو کې دغه اړيکې د دښمنۍ تر پړاوه ورسېدلې چې دا هر څه د حکومت ناکامي او کمزوري ښيي.
د پوځي چارو کاروپوه عتيق الله امرخيل بيا د تيرې څلور کلنې دورې په امنيتي اړخ وغږېد او ويې ويل چې په تيرو څلورو کلونو کې چې په افغانستان کې څومره ناامني راغلي ده، دومره نا امني د افغانستان په تاريخ کې هم نه ده راغلې.
امرخېل وايي چې موږ هم ګورو او نړيوال يې هم ويني چې افغانستان په دې تيرو څلورو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ناامنه هيواد و او ددغه جګړو او نا امنيو تر ټولو زيات تلفات افغانانو وليد.
ددې ترڅنګ د حکومت په داخل کې فساد او په چوکيو د ثابتو چارواکو نه ګمارنه هغه څه وو چې د حکومت تقريباً ټولې ادارې له څلور کلونو تېرېدو وروسته لاهم د سرپرستانو له لوري اداره کيږي.
د یادونې وړ ده چې په تيرو څلورو کلنو کې لکه څنګه چې ولسمشر غني واک ته د رسېدو په لومړي ورځ د افغانستان د راتلونکې په اړه څه ويل هغسې ونشول او حالات ډیر زيات بدل او د خرابۍ لور ته لاړل.
په تېرو څلورو کلونو کې نا امنۍ تر بل هر وخت زیاتې شوې د ولايتونو په ګډون طالبانو ګڼ شمېر پراخې سيمې په خپل واک کې واخيستې، جګړې زور واخيست او ډيرې سيمې د دولت له واک نه ووتلې.
ددې ترڅنګ په هيواد کې بې روزګاري، فقر او له ستونزو ډکه حکومتولي هغه څه وو چې د افغانستان ډير خلک يې د هيواد راتلونکي ته انديښمن کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د ولسمشر غني د واکمنۍ يو کال پاتې دی او تمه ده چې د ۱۳۹۸ د وري په مياشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي