برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کندز ددښت ارچي غمیزې په اړه دیوکارپوه افغان شننه

د مفکر دچنګیزیت یوه بېلګه

د کندز ددښت ارچي غمیزې پر ټول هیواد دغم او ماتم توره شپه راوستلې ده. د یوې ولسوالۍ په یوه وړه سیمه کې دومره لوی قیامت دبرداشت وړ نه دی.سړی نه پوهیږي چې ددې فاجعې ترسیم څنګه پیل او انجام کړي.

دومره لوی ظلم وشو ممکن چنګیز خان هم د خواشینۍ اوښکي پرې توی کړې وای. سټالین محاکمې ته ځان سپارلی وای او هټلر له شرمه ځان سمندر کې غورځولی وای. خو افسوس چې د عیسوۍ رولا یار (غني ګی) په همدې ستر چنګیزیت ویاړي.

مفکر او امریکایې ګټو ته ژمن بانډ یې په ډیر ویاړ سره دافغان وطن دعالمانو، زده کونکو او عام ولس د قتل عام قومانده ورکوي. ډبر زړی مفکر د دښت ارچي دتراژیدۍ په اړه چې ۱۵۰ تنه زده کونکي، عالمان او عام ولسي وګړي یې شهیدان او تر ۲۰۰ زیات یې ټپیان کړل، دهغه ولس سره چې دی یې ځان ولسمشر ګڼي د غمرازۍ د یو حرف دویلو ضرورت هم نه احساسوي!!.

د ارچي فاجعې له علم، عالمانو، مدرسو، جوماتونو او دعلم له مینه والو سره د غني او اتمر دښمني دومره بربنډه کړه چې نور اظهار ته یې ضرورت نشته،د ګډ حکومت له پیل سره پر مسجدونو،مدرسو، دیني عالمانو او زده کونکو حملې ډيري شوي، په دښت ارچي کې پر مدرسه او جومات وروستۍ وحشیانه حمله نه لومړنۍ ده او نه به هم له دیني شعایرو سره دارګ دښمنۍ ته په پام سره وروستنۍ وي.

څو ورځي وړاندي په فراه کې هم ددستاربندۍ مراسمو کې ګډون کونکي ۴ تنه داحادیثو استادان دمفکر په قومانده شهیدان شول. همداراز په ننګرهار، میدان وردګ، هلمند، غزني، فاریاب او….. کې د مفکر د توپکیانو له لوري بې حسابه مدرسې اوجوماتونه وران شوي او دیني عالمان او طالب العلمان شهیدان او بندیان شوي دي.

د طالبانو مخالفین معمولا طالبان دتعلیم سره په دښمنۍ تورنوي،په جګړه کې د ورانو شوو ښوونځیو د ویجاړي تور هم پر طالبانو لګوي او آن دا هم له تعلیم سره دطالبانو دښمني نوموي چې طالبان یې په ښوونځي کې پر جوړ سنګر برید وکړي او په پایله کې یې پخوانی ښوونځی او سنی مورچل وران شي. مګر که دحکومت او یرغلګرو له لوري هغه مدارس او جوماتونه بمبار شي چې د عامو خلګو، ملا امامانو، استادانو او طالب العلمانو پر ته نور څوک پکي نه وي او ټول زیان همدې کسانو ته واوړي،خو بیا هم پر حکومت له تعلیم سره ددښمنۍ تور نه لګول کیږي.ګوره چې دوی به خپل دې ډول دوه مخۍ او له تعلیم سره دښمنۍ ته څه ډول توجیهات لټوي.

د مفکر امریکایتوب له لومړۍ ورځې معلوم و، خو بیا هم ځینو سادګانو دکابل پر پلاز له نصب کیدو وړاندي ګومان کاوه چې غني به دامریکاپر ګټو دافغانستان منافعوته لومړیتوب ورکوي. غني چې کله ارګ ته ننوت په لومړۍ ورځ یې دامریکایې یرغلګرو سره دامنیتي تړون په نوم دافغانستان دپلور معاهده امضاء کړه. دې تړون امریکایې ګټو ته د غني ژمنتیا په اثبات ورسوله. غني دامریکایې ګټو په مینه کې دومره غرق دی چې دعشق زما امریکا تر عنوان لاندي یې په خورا بربریت سره زرګونه افغانان شهیدان کړل، مسجدونه، مدرسې، ښوونځي، ښارونه او بازارونه یې ویجاړ کړل. ددښت ارچي وروستۍ فاجعه دغني دامریکایتوب او چنګیزیت یوه بېلګه ده.

دغني او ټرمپ د وحشت او بربریت څخه دخلاصون یوه خو تر ټولو اغیزناکه لاره دطالبانو ملاتړ دی. ځکه طالبانو دافغانستان او افغانانو دډیرو داخلي او خارجي دښمنانو ارمانونه خاوري کړي او نژدې ښکاري چې دامریکایې استعمار کمبله هم له افغانستانه ټوله کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي