برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان دسیسه او شوم پلانونه شنډ شي

د ځاځي میدان جګړه او د پاکستان پټې موخې
د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو له خوا درنه جګړه شوې ده. د ځاځي میدان لسګونو ځوانانو په دې جګړه کې د افغان ځواکونو ملتیا کوله. له دواړو لورو د مرګ ژوبلې ادعا کېږي. چارواکي تاییدوي چې له افغان لوري دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دوی وايي چې پاکستاني لوري ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې او یو پوځي یې ژوندی هم نیولی دی. پاکستانی اړخ هم مني چې مرګ ژوبله ور اوښتې، خو د شمېرو په اړه د دواړو لورو ادعاوې متفاوتې دي. د جګړې په تړاو ادعاوې هم مختلفې دي. افغان لوری وايي چې جګړه پاکستاني لوري پیل کړه او له ډیورنډ کرښې دې خوا یې تاسیسات جوړول، خو پاکستانی لوری بیا پر افغان لوري تور لګوي چې جګړه یې پیل کړې ده.

دا یوه تصادفي جګړه وه، که د ځانګړو موخو لپاره پلان شوې وه؟ دغه ډول جګړو او نښتو ته څه ډول غبرګون پکار دی؟

که څه هم داسې ښکاري چې دا له مخکې پلان شوې جګړه نه وه، خو د جګړې وخت، ځای، د پاکستاني لوري خبرو، ادعاوو او د پاکستاني رسنیو د خبري پوښښ او تبصرو څرنګوالي ته په کتو سره ښکاري چې دا یو پلان شوی کار دی چې ځانګړې موخې لري. داسې ښکاري چې پاکستاني لوري دا جګړه پلان کړې وه او افغان لوري یوازې د هغوی برید او جګړې ته ځواب ویلی دی. دا جګړه پر ډیورنډ کرښه شوې او په داسې وخت کې شوې چې د کرښې دواړو لورو پښتنو تر بل هر وخت ډېر د یووالي ناره پورته کړې ده. له بله اړخه له کرښې هاخوا پښتنو د پاکستاني پوځ او استخباراتو د ظلمونو او ناوړه کړنو پر ضد غږ پورته کړی دی. دا غږ پیاوړی او د پاکستان لپاره جدي او خطرناک دی. پاکستان به ټولې هغه لارې وکاروي چې دا خوځښت کمزوری کولی شي. دا برید هم له همدې هدف سره تړلی دی. دوی په دې ډول غواړي په پاکستان کې د ننه افکار له افغانستان سره دښمنۍ او جګړې ته را واړوي او پر هغه خوځښت سیوری وغوړوي چې هلته پښتنو پیل کړی دی. له دې جګړې سره به ډیورنډ کرښې ته څېرمه حالات لا زیات نظامي شي او په داسې حالاتو کې به پاکستان هڅه کوي چې د ظلم او استبداد فضا ټینګه کړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ د څپو مخه ونیسي. له بله اړخه پاکستاني لوري ادعا کړې چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې پښتنو د پاکستاني پوځیانو په ملاتړ د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده. دوی په دې ادعا سره غواړي دا هم ووايي چې له کرښې هاخوا ولس د افغانستان مخالف دی او له پاکستاني ځواکونو سره اوږه په اوږه د افغانستان پر ضد جګړه کوي. ښايي نورې موخې هم وي، خو په ظاهره د همدغو موخو لپاره دا جګړه پلان شوې وه.

زموږ احساسات او له وطن سره مینه پر خپل ځای او پکار هم ده چې دغو بریدونو ته ځواب وویل شي، خو دې ته هم پام پکار دی چې د پاکستان دسیسه او شوم پلانونه شنډ شي. موږ باید ټوله هڅه وکړو چې په داسې حالاتو کې د ټکر تر بریده ولاړ نه شو او پوره سیاسي چلند وکړو، څو د پاکستان د ناوړه هدفونو مخه ونیسو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي