برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وارسا له کنفرانس نه وروسته دالاقصی جومات په ضد د صهونیسټانو خطرناکه حملی

آریانانیوز: د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د یوې اعلامیې په خپرولو سره نننۍ جمعې ورځ د مسجد الاقصی د ساتنې لپاره د دغه جومات په لور د فلسطین دملت خوځښت او حرکت اعلان کړ او دفلسطین ملت ته ئې بلنه ورکړه د الاقصی جومات د ساتنې لپاره د دغه پاک اوسپیڅلی ځای په لور په صفونو کې هوډمن حرکت وکړی.
د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر ووئیل ، په قدس نیواکی ښار او الاقصی جومات کې د صهونیسټانو اقدامات او دغه راز الاقصی جومات د باب الرّحمه او ځینو نورو موسسو تړل،ددغه جومات دسپیڅلی ځای دویشلو او ورباندې دسلطې لپاره د نوو شرائطو درامینځةکولو موخې نندارې ته وړاندې کوی.اسماعیل هنیه وئیلی دی،دالاقصی جومات په ضد د صهونیسټانو خطرناکه او وروستۍ حمله د وارسا له کنفرانس وروسته شوې ده،ځکه نیواکګر مشران ددغه کنفرانس له لارې ګمان کړی ، له دوی سره د عربو هیوادونو داړیکو دعادی کولو په دیوال کې درزونه رامینځةکړی دی . د وارسا کنفرانس ، په سیمې کې دمقاومت کمزوری کول او له اسرائیلو سره دعربو هیوادونو داړیکو دعادی کولو دبهیر پرمخ بیولل او په مینځنی ختیځ باندې د امریکا او اسرائیلو دسلطې لپاره دنقشې ټاکل دی.دامریکا له دسیسو سره دمخامخیدنې په ټولو ډګرونو کې دسیمې د خلکو هوښیار او ځیر شتون او د مقاومت ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت ته په پام سره به، دغه دسیسې په یوې بلې پسې ناکامې شی . خو په اوسنیو شرائطو کې چې د امریکا دسیسې په نړیوال ډګر کې د دغه هیواد نوو فضا جوړونو په چوکاټ کې لاپراخې شوی دی ، ددغو دسیسو په وړاندې داسلامی نړۍ او فلسطینیانو دلازیاتې هوښیارۍ او ځیرتیا ضرورت زیات شوی دی . د وارسا کنفرانس داسلامی نړۍ په ضد دخپلو دسیسو دلازیاتولو لپاره اسرائیلو ته دامریکا دشنې اشارې په معنا دی او په دې چوکاټ کې د الاقصی جومات په وړاندې دهغوی سلطه غواړی خوځښتونه د جاجونې وړ دی . په سیمې کې د صهونیسټی رژیم ددسیسو نوی دور ، دالاقصی جومات د زمان او مکان د ویشلو په چوکاټ کې ددغه پراختیا غواړی رژیم د دوکه بازو او زیاتیدونکو حرکتونو په چوکاټ کې ترسره کیږی . په وروستیو کلونو کې د الاقصی جومات دزمان اومکان ویشل ، د اسرائیلی چارواکو په ایجنډا کې ورغلی دی او اوس پر دغه اسلامی سپیڅلی ځای د سلطې د خورولو لپاره د دغه رژیم تدارکات او دصهونیسټانو د شتون د وخت په زیاتولو سره ، د صهونیسټی رژیم په وسیله د فلسطین دملت دحقوقو چخڼی کول زیات کړی دی . صهونیسټ رژیم په کال کې کابو تر دوو سوو ورځو پورې الاقصی جومات ته د ورتلو اجازت نه ورکوی ،د ځای له نظره هم ، صهونیسټ رژیم په اوسنی وخت کې پخپلو ادعاګانو سره ، هڅه کوی ، دالاقصی جومات د صحنونو دفضا څه دپاسه شپیته فی صدی برخه دصهونیسټانو په اختیار کې ورکړی .
داپه داسې حال کې دی ، دهغې موافقې په اساس چې په ۱۹۹۴کال کې د اردن او صهونیسټ رژیم ترمینځ لاسلیک شوی ، ټاکل شوې ، چې دالاقصی جومات په انګڼ کې د صهونیسټانو عبادت منع شی . یونیسکو موسسې هم په یوې مصوبې سره په قدس په تیره بیا په الاقصی جومات تږ سپیڅلو ځایونو سره د یهودیانو هر ډول تاریخی ،دینی اویا کلتوری رابطه رد کړې او الاقصی جومات ئې، دمسلمانانو لپاره یو سپیڅلی ځای بللی دی . الاقصی جومات،د فلسطینی اسلامی هویّت داصلی بیلګې په توګه بیت المقدس ښار ،تل د صهونیسټ رژیم د ویجاړونکو اقداماتو په نښه د ی . دا په داسې شرائطو کې دی ، چې فلسطینیانو ښودلې ده چې اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد دصهونیسټ رژیم اقدامات نه زغمی.په وروستیوکلونوکې دقدس په ملاتړ کې د صهونیسټی ضد اعتراضونو زیاتیدا چې فلسطینیۍ ټولنې دا ، د دریمې انتفاضې یا دقدس دنوی انتفاضې په عنوان سره د انتفاضې نوی مرحله یادوی،ددغه شان واقعیّت ښودنه کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي