برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي وحدت د حكومت تكرار او احتمالي نتايج يې

كه څه هم سړى پر افرادو د بحث ضرورت هم منتفي نه شي ګڼلاى؛ ځكه حكومت يا په ټوله كې دولت پخپله يو بې ساه شى دى، بلكې همدا اشخاص او افراد دي چې د حكومت يا دولت په مړه پږه كې ساه پوكي او په حركت يې راولي؛ خو دلته تر ډېره بريده زما بحث پر حكومت دى. لكه چې پوهېږو، دولت له ثلاثه قواو نه تشكيل دى چې له اجرائيه (حكومت)، مقننه او قضائيه قوې نه عبارت دي، دا دريواړه قوې هره يوه خپله خپله دنده لري؛ خو اجرائيه قوه په كې مركزي رول لوبوي؛ ځكه كله چې مقننه قوه قوانين تصويبوي؛ نو اجرائيه قوه يې تطبيقوي، همدارنګه كله چې قضائيه قوه كوم حكم صادروي؛ نو تطبيق يې اجرائيه قوه كوي، همدا علت دى چې په دولت كې زيات پام اجرائيه قوې ته ور اوښتى وي.

د ملي وحدت په حكومت كې، د حكومت جوړښت داسې دى چې د قوانينو تطبيق يې هم تر ډېره بريده ستونزمن كړى او د قضائيه قوې د پرېكړو تطبيق هم. تجاربو ښوولې چې په يوه جګړه ځپلي هېواد كې له يوه اوږده انقلابه وروسته بايد يو قوي او پر خپلو مټو متكي حكومت رامنځته شي چې تر ممكنه بريده تېرې ماتې ګوډې ترميم كړاى شي؛ خو متأسفانه په افغانستان كې سره له دې چې انقلاب لا په حقيقت كې روان دى؛ خو كمزوري حكومتونه رامنځته شول او د ملي وحدت په نامه حكومت خو ډېر كمزورى دى. د ملي وحدت حكومت چې په پيل كې له ملت سره كومې وعدې وكړې، يوه يې هم تر سره نه كړاى شوه. كه د حكومت پر دې خبره باور نه راځي لطفاً دې خپلې كړې ژمنې مخې ته كښېږدي او بيا دې خپل كړي اجراآت وګوري او و دې سنجوي چې تر كومه بريده يې د خلكو هيلې پوره كړي دي.

د ملي وحدت حكومت زيات عمر په اختلافاتو كې تېر شو؛ بلكې شروع يې په اختلافاتو وشوه. تر ټولو لومړنى اختلاف د كابينې پر سر و. حكومت وعده وكړه چې د زياتو نه زيات به تر يوې مياشتې پورې كابينه تشكيل كړي؛ خو دا موده شپږ، اوو مياشتو ته وغځېده. همدارنګه يې د يوې متخصصې او متعهدې كابينې د تشكيل ژمنه كړې وه؛ خو دا كار يې له دې لامله و نه كړاى شو چې ولسمشر او اجرائيه رئيس مجبور وو چې يو د بل وزيران تأييد كړي. كه يوه د بل وزيران نفى كول؛ نو هغه هم د ده نفى كول؛ نو له مجبورې ورځې يوه د بل وزيران دا كه هر ډول وو، ومنل. له هغې نه ور اخوا چې د قانون د حاكميت، د اداري فساد د له منځه وړلو، د كار موندنې د فرصتونو د ايجاد او نورو په اړه يې چې كومې ژمنې كړې وې يوه هم پوره نه شوه. همدارنګه حكومت د سولې د راوستلو ژمنه كړې وه؛ خو په تېرو درې كالو كې يې يواځې د حكمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې له بهير سره يو ځاى كړاى شو؛ خو هغه هم ښايي د ياد حزب نظامي برخه پر دې سوله راضي نه وي. يواځې غير نظامي برخه خو هسې هم په وسله وال مخالفت كې نه وه دخيله؛ خو ورځه بيا هم دغه لاسته راوړنه تر يوه بريده پورې يوه ښه لاسته راوړنه بللاى شو؛ خو طالبان چې د وسله وال مخالفت عمده برخه تشكيلوي تر اوسه پورې پر خپل همغه زاړه دريځ ټينګ ولاړ دي. طالبانو د حكومت هغو وړانديزونو ته هم چې د كابل پروسې په دوهم پړاو كې ورته وشول (96/12/9) هم لا هېڅ ځواب نه دى ويلى چې سړى نه شي ويلاى ځواب به يې څه وي. همدارنګه يو شمېر محلي چارواكو د مركزي حكومت پر وړاندې د بغاوت اعلانونه وكړل چې له هغې جملې نه حكومت مجبور شو د بلخ له والي سره معامله وكړي. كله چې مركزي حكومت دومره كمزورى شي چې خپل يوه والي ته د هغه په خوښه د امتيازاتو پر وركولو اړ شي؛ نو «تو خود حديث مفصل بخوان از ين مجمل».

كه فرض كړو ولسمشر غوښتلاى هم چې په ځينو برخو كې مثبت ګامونه واخلي، وا يې نه شو خستلاى؛ ځكه د حكومت د دوو مشرانو خوښه په هره برخه كې په سلو كې سل يو شى نه وه، خامخا به د اختلاف ټكى وو. كوم څه چې دواړه مشران په كې موافق وو، هغه له امريكا سره په پټو سترګو په ډېرې چټكۍ سره د امنيتي تړون لاسليك و. د دې تړون هغه موارد چې د امريكا په ګټه وو، هغه خو عملي شول؛ خو كوم څه چې د افغانستان په ګټه وو هغه خو تر ډېره بريده په تړون كې نه هم و؛ خو كوم څه چې وو هغه عملي نه شول. له دې تړونه د امريكا يواځنى هدف دا و چې په افغانستان كې د خپل اوږدمهالي شتون له پاره يو قانوني مجوز لاسته راوړي. امريكا دا خبرې په وار وار كړي دي چې فقط د تروريزم د ټكونې له پاره افغانستان ته راغلې؛ خو په دا شپاړس اوولس كالو كې دا خبره څرګنده شوه چې د امريكا اصلي هدف د تروريزم ټكول نه وو؛ بلكې دا يوه پلمه وه چې امريكا غوښتل له هغې نه په ګټې اخستنې سره افغانستان ته راشي. دلته د امريكا نور اهداف دي چې دا دى ورځ تر بلې يې له مخې پرده پورته كېږي. امريكا د څه له پاسه څلويښتو هېوادو د نظامي ائتلاف په سر كې افغانستان ته راغله؛ خو په دا دومره اوږده موده كې يې تروريزم و نه ټكولاى شو، علت دا و چې د ټكولو اراده يې نه وه. د امريكا د ملي امنيت نوى سلاكار جان بولټن چې د جنرال مك ماسټر ځاى ناستى به وي په افغانستان كې د جنګ پر دوام ټينګار وكړ، هغه له ايران سره د يوې اتومي موافقه ليك لاسليكول هم يوه تېروتنه بولي او د پاكستان د اتوم په باب يې وويل چې كېداى شي دا اتوم د يوه داسې چا لاسو ته ولوېږي چې د امريكا پر خلاف استعمال شي. امريكايي چارواكي پر دې حقيقت ښه پوه دي چې امريكا د ټولې دنيا دښمنه ده او ټوله دنيا د امريكا دښمنه؛ ځكه امريكا غواړي چې نړۍ دې د تل له پاره د امريكا په ګټه يو قطبي وي، څه چې امريكا وايي يا يې غواړي هغه بايد د كاڼي كرښه وي او هيڅوك يې مخالفت ونه كړي؛ خو د امريكا دا غوښتنه نه د امريكا مؤتلفى اروپا ته د منلو ده، نه چين او روسيې ته، له همدې امله هغوى په افغانستان كې د امريكا له اوږدمهاله شتونه اندېښنه لري. امريكا غواړي چې له هغو ډلو نه چې په ښكاره اسلامي شعارونه وركوي په نامستقيمه توګه د خپلو اهدافو د تطبيق له پاره كار واخلي او دغسې پروژې يوه په بلې پسې رامنځته كړي؛ خو اوس د امريكا دغسې اقدامات ټولې دنيا ته د درك وړ دي، لوى هېوادونه خو لا پرېږده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دا اندېښنه لري چې د امريكا اوږدمهاله شتون يې په ګټه نه دى؛ بلكې دا د ګيوتين تېغ دى چې پر سر يې را ځوړاند دى او يو وخت د دې امكان شته چې دا تېغ يې پر سر را پرېوځي.

په هر حال اوس له ارګه بهر داسې ګونګوسې روانې دي چې ارګ له امريكا نه غوښتي چې د ولسمشرۍ په دوهم ځل انتخاباتو كې يې ملاتړ وكړي او دوى به د افغانستان د ټولو معدنونو قراردادونه له امريكايي شركتونو او كمپنيو سره كوي. دا اوس چې ارګ كومه لوبه روان كړې ده داسې ښكاري چې په راتلونكو ولسمشريزو انتخاباتو كې د خپل سړي له پاره لار اواروي، انتخابات به هله كېږي چې ارګ د خپل سړي له پاره كاملاً لاره اواره كړي وي.

زه فكر كوم چې كه په يواځې سر يې د بريا چانس موجود وي ښايي ولسمشر هم د ملي وحدت د حكومت تكرار چې په اساسي قانون كې هم ګنجايش نه لري و نه غواړي؛ خو كه واك ته د رسېدو له پاره يې ضرورت وي ښايي له هرې معاملې سره توافق وكړي. موږ وليدل چې د ملي وحدت حكومت د هېڅ يوه داسې توافق مخه و نه نيوله چې د هېواد له پاره زيانمن و؛ بلكې پر هر څه يې سترګې پټې كړې. د ملي وحدت حكومت د هېواد د پرمختګ دواړه مشران فقط په هغه څه كې سره موافق وو چې د دواړو په كې ګټه وه.

كه چېرې له افرادو پرته د حكومت پر جوړښت وغږېږو؛ نو راتلونكى حكومت بايد په هغه بڼه جوړ شي چې اساسي قانون يې غوښتنه او سپارښتنه كوي او په دوهم قدم كې بايد ټول سياسي او مدني قوتونه او نور مؤثر لوري د هغه د چا د بيا راوستلو هڅه و نه كړي چې په ماضي كې ترخه تجارب پر ځاى پريښي وي دا كه هر څوك وي. كه چېرې ملت و نه غواړي؛ نو امريكا او ناټو هم د ملت له ملاتړه پرته يو څوك واك ته نه شي رسولاى؛ نو ملت بايد خپله برخه مسؤوليت ترسره كړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي