برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزني خونړیو جګړه

آریانانیوز: په داسې حال کې چې امریکايي رسنیو د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه دری ځله د مخامخ خبرو راپور ورکړی او د سولې په تړاو د طالبانو لوړ پوړي پلاوي تازه د ازبکستان له چاروکو سره هم لیدلي خو د افغانستان په د ننه په تیره غزني ولایت کې خونړیو جګړو زور اخیستی دی.
په کار خو دا وه چې د سولي د مذاکراتي پروسې په پیلیدو سره په افغانستان کې د جګړو شدت کم شوی وای ، که کم شوی نه وای لیږ ترلیږه په خپل پخواني وضعیت خو دریدلی وای.
خو دا چې ولي په دې حساس زماني مقطع (د مذاکراتي بهیرپیل) کې د ټول هیواد په کچه هم امریکایي بمباريو او هم د امریکايي او داخلي ځواکونو په خلاف د طالبانو جګړو شدت وموند لامل یې په لاندې کرښو کې لولو:
ولي د جګړو شدت؟
د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ مخامخ خبري اصلا د امریکایانو په غوښتنه پیل او د عملي کولو پیل يي هم لومړی د امریکایانو لخوا وشو.
دا خبرې د طرفینو له رسمي تائید پرته دری ځله تر سره شوې او په پام کې دی چې څلورم ځل یې د لوي اختر له رارسیدو او یا ترهغه وروسته وشي.
خو د عین همدې مذاکراتي بهیر په ترڅ کې امریکايي رسنیو د هغه په اړه داسې خپرونې وکړې چې له مخې یې د مذاکراتو په اړه په افغان ولس کې یوډول تشویشونه را پورته کړل.
د هغه ترڅنګ امریکايي لوړ پوړو دفاعي چارواکو هم داسې څرګندونې وکړي چې دوی غواړي طالبان د پوځي زور په مټ دې ته مجبور کړي چې له افغان حکومت سره د خبرو میز ته حاضر شي.
د بیلګې په توګه د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزیف وتل د اګست د میاشتې په اتمه نیټه وویل چې :
((افغان ځواکونه به تر هغو خپل پوځي فشار پر طالبانو جاري وساتي تر څوهغوی له افغان دولت سره خبرو اترو ته وادار کړي)) تر ښاغلي جنرال جوزیف وړاندې د امریکا د دفاع وزیر جیمس متیس هم ورته څرګندونې کړې او په طالبانو باندې یې پوځي فشار خبرو ته د هغوی د حاضرولو وسیله وګڼله.
له ديپلوماتیک لحاظه د سوله ییز مذاکراتي بهیر په مهال د جګړو او زور آزمايي پیشرو او هغه هم د داسې چا لخوا چې پوځي ډګرهم دوئ بایللی وي په یاد بهیر باندې منفي اغیز غورځوي.

د طالبانو پوځي او سیاسي چارواکي چې د مذاکراتي بهیر په درشل کې د امریکايي جنرالانو څرګندونې او کړه وړه په دقت څاري ، د هغوي پوځي چارواکي دیته مجبورکړل چې په پوځي ډګر کې په داسې اقداماتو لاس پوري کړې چې وښيي دوي په نظامي جبهه کې لاس بري ، نه داچې د امریکا له پوځي فشاره متأثر دي.
سیاسي امتیاز غوښتنه
ځیني سیاسي محللین د طالبانو لخوا د غزني جګړه په مذاکراتي بهیر کې د هغوی د تفوق جويي او سیاسي امتیاز غوښتنې لامل بولي ، خو واقعیت دا دی چې د غزني جګړه او په هیواد کې د طالبانو نور تازه پوځي تحرکات په مذاکراتو کې د امتیاز غوښتنې په خاطر نه ؛ بلکې د امریکايي جګړه خوښو جنرالانو او چارواکو د هغو جنګ جویانه څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو عکس العمل دی چې په فصدي ډول یې دغسي کړنو ته مجبورکړل.
ځکه په دې خبره امریکايي جنرالان او د هغوي د نظامي چارو محللین هم اعتراف لري چې طالبان په افغانستان کې له نظامي لحاظه پر امریکایانو برلاسي دي او همدې برلاسي امریکایان مجبور کړل چې د طالبانو د غوښتنې مطابق له هغوی سره مخامخ خبرې وکړي.
خو د خبرو په منځ کې بیا د امریکایانو پوځي چارواکي داسې څرګندونې کوي چې ګواکي د دوي پوځي فشارونو طالبان خبرو ته مجبور کړي چې دا بلکل د واقعیت خلاف
د طالبانو پوځي غبرګون
طالبان چې تر اوسه یې په رسمي کچه له امریکایانو سره د مخامخ خبرو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي خو په پوځي سطحه یې د امریکايي چارواکو دفاع وزیر جیمس متیس او جنرال جوزیف وتل جنګ بلوونکو څرګندونو ته په عملي ډول غبرګون وښود او له دې څرګندونو سره هم مهال یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خپل عملیاتي بهیر داسې ګړندی کړ چې د هغه په کنترولو لو کې هم امریکايان او هم د هغوی لخوا روزل شوي مجهز داخلي ځواکونو ناتوانه او بیوسه شول.
دا عملیاتي بهیر له مرکزي ستراتیژیک ولایت غزني څخه پیل تر دای کونډې، هلمند، بادغیس ، فاریاب ، جوزجان، قندوز، بغلان ، تخار ، ننګرهار او بدخشان پوري ورسیده چې هیڅ ځای یې نه امریکايي او نه هم داخلي ځواکونو د هغوی مخه ډب کړای شوه.
طالبانو په جوزجان ولایت کې د داعش هغه ځواکمن قوت چې امریکایانو په خپل تبلیغاتي کمپاین کې مسکو او ټوله منځنۍ آسیا باندې ویروله په ډیر کم وخت کې داسې نابود کړ چې که د امریکایانو په دستور دولتي څرخکو ورته نجات نه وای ورکړی ښايي نور په افغانستان کې د داعش په نوم نور د دې پدیدې نوم هم چانه وای اوریدلای.
د لوی اختر په مناسبت د اوربند فرصت ضایع کول

په تیر کمکي اخترکې د طالبانو لخوا دری ورځنی اوربند د هیواد په تیر څلویښت کلن جګړه ییز تاریخ کې یوه معجزه وه چې له جګړه ځپلیو افغانانو سره یې د سولې په اړه ډیرې هیلې راپیدا کړي.
توقع کیده چې په راتلونکي لوی اختر کې یوځل بیا افغانان د دغه طلايي فرصت له خوښیو برخمن شوي او دا اختر یې هم د سولې او امن په فضاء کې تیر کړی وای.
‍خو د مذاکراتي بهیر په منځ کې د امریکايي چاروکو د زور او فشار کارونې غیر مسؤلانه څرګندونو دا طلايي چانس هم ضایع او سولې ته لیواله افغانان یې د هغه له خوښیو بي برخې کړل.
ځکه تیر ځل اوربند هم چې د طالبانو حسن نیت او د هغوي شخصي نوښت و امریکايي چارواکو په غیر مستقیم ډول په خپلو تبلیغاتو کې داسې وانمود کوله چې ګواکي یاد اوربند د هغوی د هلو ځلو په نتیجه کې رامنځته شوی.
داځل که فرضا طالبان اوربند اعلانوي امریکایان به حتما دا تبلیغاتي استفاده جويي ترې کوي چې دا هم په مذکراتي پروسه کې له هغوی (طالبانو) څخه زمونږ غوښتنه وه چې د طالبانو لخوا ومنل شوه .
لکه څرنګه چې اوس هم عملا په ملي یووالي حکومت کې امریکايانو ته نیږدي حلقاتو په غیر رسمي ډول دا ګونګوسي پیل کړې چې د راتلونکي لوي اختر اوربند د طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو پیلیدو د یوه شرط په توګه تر سره کیږي.
خلاصه:
امریکایان په افغانستان کې د سولې په نوم هلې ځلې هم د بایللې جګړې د ګټلو په خاطرکوي ، خو داچې هغوی له تیرې ۱۷ کلنې مستقیمې جګړې څخه څه ترلاسه نه کړل ، نو د سولې په نوم له دغو ابزاري هلو څخه به هم هیڅ ترلاسه نه کړای شي.
د غزني د خونړۍ جګړې د بشري او مالي تلفاتو پیټی هم د افغانانو په اوږو باندې ورلویږي چې د سوله ییزو خبرو په مهال د امریکايي ناسمو کړنو په نتیجه کې رامنځته شول.
امریکایان باید نور د سولې په پلمه افغانان ونه ځوروي، که ریښتیا د افغانستان د سریښو له ډنډه ځان خلاصول غواړي نو باید په صادقانه ډول مذاکراتي بهیر ته اماده او له تبلیغاتي شرارتونه پرته هغه پرمخ یوسي.

شریک یي کړئ!