برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عربې جزیرې شتمني بیاغصب

آریانانیوز: ټرمپ چي کله عربو ته په سفر ولاړ، نو د سفر په لومړۍ شپه یې هغه څه ترسره کړل، کوم څه چي تاتاري هولاکوخان (هلاکو) په يوه شپه په بغداد کي د عباسي خليفه مستعصم سره ترسره کړل.


هلاكو خان د تولون خان زوی او د چنګيز خان لمسی و، چاچې په منځنۍ اسیا کې دمغلولو له خاندان سره تعلق درلود، د نوموړي هم د خپل نیکه (چنګیز خان) په څېر په ظلم او وحشت کې ساری نه لیدل کېده، چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې لکونه بې ګناه انسانان په ډېره ناترسۍ وژلي و.
هلاکو خان په بغداد کې په اوه دېرشم (۳۷) عباسي خلیفه مستعصم بالله بن منصور مستنصربالله باندې هجوم او یرغل ور وړ ، کوم چې تاریخپوهان د تاتاریانو په یرغل سره یادوي . د بغداد ښار یې له څلورو خواو پنځوس (۵۰) ورځې تر داسې کلکې کلابندۍ و نیو، چې هره شېبه د بغداد د سقوط احتمال وو.
خو په بغداد کې مېشت علماء په دې سره وران وو چې آیا کارغه حلال دی که حرام…!!! له اوږدې کلابندۍ وروسته په کومه ورځ چي هولاکوخان پلازمېنې بغداد ته ننوت، نو د عباسي خلیفه مستعصم بالله، ولیعهد ابوبکر، قاضي القضاة، ګڼ شمېرعلماء، مخور مشران او د تجاران په شمول یې ۶ لکه مسلمانان شهیدان کړل. ۵۵ پوهنتونونه يې وران او وجاړ کړل. تر ۴۰ زیات بیلابیل کتابتونونه او تر یو لک زیات کورونه یې د زیر زمینۍ د لرلو په وجه وسوځول.
تر درې ورځو پوري خلیفه مستعصم باالله هم ورسره بندي وو. او تردرې کالو پوري خلافت هم معتل وو.
خو په لومړي کې یې عباسي خليفه مستعصم ژوندی پرېښود، هولاکوخان وويل: دا مه وژنئ؛ ځکه چي دی به موږ ته مهم، مهم ځايونه او خزانې راوښایي. هولاکوخان په ډېر سپک او خوار حالت کې مستعصم له ځان سره روان کړ، او امر یې ورته وکړ چي، خزانې او مهم ځايونه چېري دي؟
مستعصم… د خلافت ماڼۍ ته لېري او نږدې، د سرو او سپينو زرو ټولي خزانې، د پيسو او قيمتي توکو ټول پټ ځايونه هولاکوخان ته ور په ګوته کړل، تردې چې داسي زېرمي یې وروښودلې چي تاتاريانو د مستعصم له لارښوونو پرته نه شوای موندلای، حتی چي داسي يوه وياله یې وروښودله چي تل یې له سرو زو څخه جوړ شوی و. تاریخ اسلام لیکي: چې په دې سربېره عباسي خلیفه هولاکوخان ته دوه سوه زره (۲لکه) جوړې د ورېښمنو کالي. * ۶ لکه اشرفۍ. *…

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي