برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو او حکومت مخامخ خبرواترو ته هیله مندی

آریانانیوز: اسلام آباد، تهران، مسکو او واشنګتن لګیا دي، چې وسلوال طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته کښینوي؛ خو د دغو هېوادونو یو شمېر، وسلوال طالبان او افغان حکومت دواړه نه خفه کوي.


افغان حکومت هم هیله مند دی، چې د افغانانو تر منځ د خبرو زمینه د برابریدو په حال کې ده.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي: د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار ژمنه کړې، چې طالبان هڅوي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته راوړاندې شي.
تهران څرګنده کړې؛ له وسلوالو طالبانو سره خبرو او لیدونو ته به دوام ورکړي، ځکه وکولی شي له افغان سولې سره مرسته وکړي.
د ایران د ملي امنیت شورا رییس کابل ته په خپل سفر کې ویلي، چې تهران له وسلوالو طالبانو سره خبرې کړي او ژمنه کوي، چې له افغان دولت سره به یې خبرو ته قانع کوي.
د ایران د ملي امنیت شورا ريیس علي شمخاني وایي: هغه څوک، چې غواړي د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي؛ باید ورسره خبرې وشي. پر دغه بهیر کار روان دی او په راتلونکې اوونۍ کې به ښکاره شي.
دغه راز پاکستان او روسیه، چې ویل کیږي له وسلوالو طالبانو سره غوره اړیکې لري؛ د افغان سولې په خبرو کې یې رول مهم بریښي.
پاکستاني چارواکي وایي؛ دوی وسلوال طالبان قانع کړي، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او نږدې ده، چې دواړه خواوې به په مخامخ خبرو کې خپل شرایط وړاندې کړي.
د پاکستان ده نیشن ورځپاڼې د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، چې وسلوال طالبان یې له افغان حکومت سره خبرو ته قانع کړي او په نږدې راتلونکې کې به طالبان او افغان حکومت ګډه غونډه وکړي او خپل شرطونه به وړاندې کړي.
مسکو هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل به د افغانستان سولې ته زمینه برابره کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا وایي: مونږ د امریکا دا اعلان، چې له افغانستان څخه سم نیم سرتېري وباسي؛ څارو. مونږ دا د افغان سولې لپاره مهم ګام بولو؛ خو وبه ګورو، چې په عمل کې څه کیږي.
پخوا یوازې پاکستان ته ګوته نیول کیده، چې وسلوال طالبان تمویلوي؛ خو اوس د هغو هېوادنو په شمېر کې ډېروالی راغلی، چې له وسلوالو طالبانو سره اړیکې لري. افغان دولت ویلي، چې د سیمې له هېوادونو سره د وسلوالو طالبانو له اړیکو اندېښنه نلري؛ ځکه، چې دا اړیکې د افغان سولې د ټینګښت لپاره پالل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي