برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د شنګهای ناسته اود افغان سولی

د چين کوانګیدو ښار کې، د شنګهای د تړون دوه ورځنۍ ( نهم او لسم د جون، ۲۰۱۸) غونډه پای ته ورسیده. په نوموړې غونډه کې په لومړي ځل د هندوستان او پاکستان لومړي وزیرانو برخه اخیستي وه، پاکستان او هندوستان تېر کال د نوموړي جوړښت برخه شول. حال دا چې د دې تړون شپږ نور غړي : چین، روسيه، تاجکستان، ازبکستان، قرغزیستان او قزاکستان دي.
د غونډې تر ټولو مهمه برخه د چین او هندوستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پرمختګ بحث و، چې دا دواړه هیوادونه به تر ۲۰۲۰ پورې تر سل بیلیونه ډالرو پورې خپله راکړه ورکړه وغځوي، چې دا به د اسیا په ټیکاو، پرمختګ او په نړیوال سیاست کې د هندوستان او چین د همکاریو د پیاوړتیا لپاره لار پرانیزي. د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې غړو ته بلنه ورکړه چې په هندوستان کې راتلونکې کال، ۲۰۱۹ ز کې غیري رسمي د دې تړون ناسته ترسره کړي، چې د ګډونوالو له مثبت غبرګون سره بدرګه شوه.
په غونډه کې د دې سازمان د اتو دایمي غړو تر څنګ د څلورو ناظرو هیوادونو (افغانستان، ایران، منګولیا او بیلاروس) مشرانو هم ګډون کړی وو. د شنګهای اته غړۍ هیوادونه ( روسیه، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، قرغزیستان ) د نړۍ ۴۲ سلنه نفوس استازیتوب کوي او دارنګه د شل سلنه نړیوال اقتصاد برخه جوړوي، چې په دې توګه د دې سازمان ارزښت په نړۍ او سیمه کې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی.
د دې تړون اساسي موخه په سیمه کې د ترهګرۍ، امنیتي تهدیدونو ارزونه، د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق مخنیوی او دارنګه د مدیرت شویو جنایتونو مخ ډب کول دي، له دې امله د افغانستان د روان حالت ارزونه او په وړاندې یې د سیمې د همکارۍ بحث اساسي و. د شنګهای ناستې دارنګه په سیمه کې د سیاسي، اقتصادي ، امنیتي او کلتوري همکاریو په غځیدو او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د افغانستان په استازیتوب ډاکتر صیب غني غونډې ته وینا وکړه چې په خبرو کې د روان حالت د خرابیدو په انګیرونه رڼا واچوله. د دې لپاره چې سیمه کې ټیکاو او ثبات را منځته ته شي د هیوادونو ترمنځ یې د ترهګرۍ د ګډ تهدید په وړاندې د همکارۍ یادونه وکړه چې دا نه یواځې افغانستان ځپي، بلکې د سیمې له هیوادونو څخه ورته را صادریږي کوم چې کولی شي کوربه هیواد او دسیمې نور هیوادونه هم نا ارامه کړي. غني په کور دننه د افغان ستونزې د حل په وړاندې خپله تګلاره روښانه کړه چې له افغان طالبانو سره ناستې ته پوره چمتوالی لري له طالبانو څخه یې مننه وکړه چې د ده د اوربند غږ ته یې په درېو ورځنیو ( د اختر ) په اوربند مثبت ځواب ووایه دا یې په تېرو ۲۳ کلنو کې د افغان سولې په وړاندې ستر پرمختګ یاد کړ. د دې تر څنګ یې د ټرمپ د نوي ستراتیژي ستاینه وکړه چې سولې او افغان پرمختګ ته لار هواروي، د سیمې له همکارۍ، د تاشکند د کانفرانس د جوړیدو مننه یې وکړه چې له دې لارې به افغانستان د سیمې په ټیکاو او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
غني یو ځل بیا ټينګار وکړ چې افغانستان د سیمي د پرمختګ او نښلولو د پاره ښه بستر کیدلی شي او په دې برخه کې يې د سیمي د ګدې همکارۍ غوښتنه وکړه. د شنګهای په تړون کې د افغانستان غړیتوب لا هم ځنډیدلی دی، ځکه روسیه د افغانستان له غړیتوب سره جوړه نه ده، داسې ښکاري چې د امریکا شتون لا هم د روسيې اندیښنې د افغان حکومت له بشپړ غړیتوب سره ګڼدلي دي.
د ناټو او امریکا له شتون سره، سره افغانستان نه یواځې د ترهګرو ډلو لپاره پټنځایونه لري، بلکې د مخدره توکو د کرکیلي او قاچاق تر ټولو ستر هیواد هم دی، روسیه د همدې انګیرونو له مخې نه غواړي چې افغانستان د دې تړون دایمي غړیتوب تر لاسه کړي. د هند او چین ترمنځ د همکارۍ زیاتیدا به د افغانستان له غړیتوب سره مرسته وکړي دا رنګه به په پاکستان فشارونه زیات کړي چې د افغانستان په چارو کې له لاس وهني ډډه وکړي.
د افغان سولې په بحث کې د چین کردار ډېر د ارزښت وړ دی، چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه بحثونه پیل کړي چې لومړنۍ ناسته یې په پاکستان کې ترسره شوه، د دې ناستو په غځیدو سره افغان حکومت کوښښ کوي چې په پاکستان سیمه‌يیز فشارونه لا زیات کړي. د شنګهای له ناستې تمه کیدله چې دا فشارونه به راغبرګ کړي، خو داسې ونه شول، سره له دې چې نریندر مودې د غني له وینا څخه وروسته په غړو هیوادونو د افغانستان په کلک ملاتړ ټینګار وکړ، خو داسې ښکاري چې د پوټین اندیښنې لا هم پر ځای دي.
د شنګهای همکارۍ تړون به په را تلونکي نژدې کې په سیمه کې د پیاوړي رول خپلولو ته لستوڼي بډ وهي ځکه چې چین، روسیه او هند به امریکا او ناټو دېته پرینږدي چې د دوی د نفوس ساحه د ترهګرۍ د نامعلومي جګړې پراخ ډګر ورګرځوي، که افغانستان خپل بې پریتوب رامنځته کړ، له سیمې سره یې اړیکې پیاوړي کړي، له دې تړون څخه به ډېره ګټه پورته کړي، کنه موږ کله هم د ناټو غړي کیدای نه شو.
درناوی
له نړۍ نیوز څخه په مننه

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي