برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې تأمین لپاره لومړی د اشغال پر خاتمې غور

تیره ورځ د اندونیزیا هیواد په بوګور ښار کې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا د علماوو غونډه جوړه شوه.


د یادې غونډې په اړه د هغې تر دائریدو وړاندې په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو اړخونو لخوا بیلابیلې انګیرنې کیدلې خو د هغې په پرانیستونکې وینا کې د اندونیزیا ولسمشر ښاغلي جوکو ویدودو په دې خبرې سره ټولو انګیرنو ته دپای ټکی کیښود چې ویې ویل :
افغانستان د اسلامي نړۍ دویم فلسطین دی چې پر خلکو یې ظلم کېږي او بېګناه وژل کېږي.
د ښاغلي جوکو دا خبره داسې معنی لرونکی تعبیر لري که هرڅوک غواړي د افغان لانجې واقعې حل ته ځان ورسوي هغه باید لومړی پر دې تعبیر ځان پوه کړي .
د اسلامي امت لومړی زخم اشغال شوی فلسطین دی چې د صهیونستي غاصب رژیم لخوا د هغه په اشغال سره ټول منځنی ختیځ نا آرام او د فلسطیني قضیې د هواري لپاره چې له کال ۱۹۴۷ م څخه تر اوسه پوري د ملګرو ملتونو، اسلامي کانفرانس ، عربي ټولنې ، نورو نړیوالو سازمانونو او لوریو لخوا کومې هڅې شوې ټولې ځکه ناکامې دي چې د فلسطیني لانجې په اصلي ستونزې ( د فلسطین اشغال) باندې هیچا هم غور نه دی کړی .
تر فلسطین وروسته افغانستان دویم هیواد دی چې د لانجې د هواري لپاره یې له ملګرو ملتونو رانیولې تر اسلامي کانفراس ، ګاونډیو هیوادونو او نورو مختلفو جهتونو پوري ډیرې هڅې شوې، مګر هرې هڅې یې د ګټې په ځای تاوان ورته کړی دی ، ځکه دلته هم د فلسطین په څیر اصلي ستونزه چې د افغانستان اشغال دی د ستونزې په حیث نه دی بلل شوی او نه یې په له منځه وړلو باندې غور شوی دی.
انډونیزیا د اسلامي نړۍ د یوه ستر اسلامي هیواد په توګه د اسلامي امت هم او درد ښه درک کړی ځکه یې ولسمشر د افغانستان د ستونزې د حل لپاره داسې تعبیر وکاراوه چې که څوک واقعا د دې لانجې هواری غواړي نو تر هرڅه وړاندې دي د دې لانجې په اصلي عامل ځان پوه کړي.
واقعیت دا دی چې امریکايي اشغال د اُم الخبائث یا اُم الفساد په توګه په افغانستان کې د ټولو بدمرغیو ، جګړو، ناامنیو او ستونزو لامل دی ، د اشغال له موجودیت سره که د افغانستان د لانجې د هواري لپاره د کعبة الله په داخل کې هم غونډې وشې د افغانانو هیڅ درد نشي دوا کولای .
نو که څوک ریښتیا هم په افغانستان کې د جګړې خاتمې او د سولې تأمین ته ژمن وي هغه باید لومړی د اشغال پر خاتمې غور وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي