برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د حق او باطل جګړه

آریانانیوز: لوى څښتن اراده کړې او غوښتي يې دي چي په دې نړۍ کي د حق او باطل تر منځ تل ترتله جګړه روانه وي. دغه جګړه د مخلوقاتو د رامنځ ته کېدو له هماغو لومړيو څخه پيل سوې ده او ترهغو چي لوى څښتن غوښتي وي چي دا ځمکه او پر هغې باندي اوسېدونکي وي، دا جګړه به روانه وي. دا له هغي جګړې څخه رامنځ ته سوې ده چي لوى څښتن د خير او شر تر منځ غوښتې ده. په دې جګړه کي لوى څښتن ښکاره حکمت لري، چي البته دا ځاى يې د يادولو او بيانولو حوصله نه لري.

نو که موږ نن مهال د دې جګړې له امله د حق او باطل تر منځ تاوتريخوالى او لجاجت وينو دا څه د اريانتيا خبره نه ده او نه بايد چي دا په تاريخ کي يوه نوې خبره وګڼو. دا د لوى څښتن په بنده ګانو کي د هغه له سننو ( کړنلارو) څخه د يوه سنت پرله پسې روانه لړۍ ده. خو که موږ دا مهال دغي همېشنۍ جګړې ته چي د دغي رباني کړنلاري ثمره ده ګورو داسي را ته ښکاري چي نژدې ده چي باطل له هره لوري پر حق را چاپېر سي. ان داسي ښکاري لکه باطل چي د حق سا اخلي او له منځه يې وړي. او ښايي ځينو هغو کسانو ته چي پر حق ايمان لري او خوايې په بديږي پر حق باندي د باطل د غلبې بېره پيدا سي. خو دا بېره پر ځاى نه ده او لوى څښتن يې داسي ردوي:
﴿ بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ ﴾ [الانبياء ٢١ : ١٨]
ژباړه: بلکي موږ په حق سره پر باطل وارى کوو او دا حق د باطل سر داسي ماتوي او ماغزه يې داسي ورپاش پاش کوي چي ګورې يې بيا محو سوى وي.
او دا هم د رب العالمين په بنده ګانو کي د هغه له سننو څخه يو تل پاته سنت دى چي برى تل د حق په برخه وي او باطل له منځه ځي. خو که بيا هم موږ ته په دې هکله څه بېره او اندېښنه رالوېږي نو دا بېره بايد زموږ له خپلو ځانونو څخه وي نه د باطل له لوري. موږ بايد وپوهيږو چي په دې هکله چي څه ستونزه رامنځ ته سوې ده زموږ د ګنهونو او ناکردو له امله ده، زموږ د انحرافاتو په سبب ده او له هغي لاري څخه چي لوى څښتن يې پر تلو امر کړي يو، د اوښتو له امله ده.
تاسي وګورئ کومي خبري ته چي زما او ستاسي پام وراوښتى دى د لوى څښتن په دې بيان کي څنګه څرګنده سوې ده.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ (100) ﴾ [آل عمران: 100]
ژباړه: اى مومنانو! که تاسي د دې اهل کتابو د کومي ډلي خبره ومنئ، نو دوى به تاسي له ايمان څخه بېرته مرتد کړي او د کفر خوا ته به مو واړوي.
لوى څښتن ونه ويل چي اى مومنانو! که باطل پر حق واک او استيلا ومومي، نو باطل به مو د کفر لوري ته واړوي، بلکي هغه جل جلاله خبره د کافرانو په اطاعت پوري منوطه او مربوطه کړه.
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ فَتَنْقَلِبُوا خَاسِرِينَ (149) ﴾ [آل عمران: 149]
ژباړه: اى مومنانو! که تاسي د کفارو اطاعت وکړئ ، نو هغوى به تاسي بېرته پر شاواړوي ( له دينه به مو واړوي ) او تاسي به ناکام سئ.
اوس نو تاسي په خپلو ګرېوانو کي وګورئ او د لوى څښتن د اوامرو او لارښوونو په اړه خپلو کړو وړو او دريځونو ته پام وکړئ.
د کفارو طاعت يوازي پر دې نه دى منحصر چي تاسي د هغو سره په ښکاره پر کفر باندي بيعت وکړئ. بلکي مراد ځني دادى چي تاسي د هغو د لارو او کړو وړو متابعت وکړئ، د هغو دود او کلتور خپل کړئ او په هر څه کي يې هر څه ومنئ. له طاعت څخه دغه خبره مراد ده. نو تاسي فکر وکړئ چي کله دغه خطر ليدل کيږي لوى څښتن موږ ته لارښوونه کوي چي پر حق باندي زموږ له لوري او زموږ د ناسمو کړو په سبب بايد وبېرېږو، نه د باطل له لوري. باطل هيڅکله او په هيڅ شکل له اشکالو نه سي کولاى چي پر حق غلبه او برلاسى ومومي. بيا وګورئ چي دغه معنا په دې آيت کي په څونه روښانه توګه بيان سوې ده:
﴿بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ (150) ﴾ [آل عمران:3/١٥٠]
ژباړه: بلکي الله ستاسي ملاتړ او مرستندوى دى. او هغه ډېر ښه مرستيال دى.
ستاسي او د لوى څښتن د نصرت ترمنځ بل څه نسته بې له دې چي يوازي د هغه سبحانه وتعالى سره دوستي وکړئ او د خپلو دښمنانو له طاعت څخه مخ واړوئ او د هغو له پېښو ( تقليد) او د هغو پر لار له تلو څخه راوګرځئ. همدغه سپېڅلى ذات ستاسي يوازنى او ډېر ښه مل او ملګرى دى. هغه پيدا کړي ياست او هغه مو پنا کوي اوبس.
رشتيا هم څنګه چي موږ نن مهال ګورو، لکه چي ومو ويل باطل له هري خوا پر حق باندي راچاپېره سوى دى. او رشتيا هم دغي وضعي د ډېرو خلکو په زړونو او ذهنونو کي خرخښه او وسوسه پيدا کړې ده او داسي ګڼي چي باطل پر حق بريالى سوى دى او يا نژدې دى چي بريالى سي. خو زه خپلي خبري بيا تکراروم او وايم چي که په دې هکله څه بېره وي، نو زموږ له لوري ده. موږ يو لړ خطاوي او تېروتني لرو چي موږ پکښي غوټه سوي يو او همدغه خطاوي زموږ د دې اسکېرلي وضعي او ډول ډول بخولو لامل ګرځېدلي دي، چي که موږ نور هم پر دې خطاوو او تېروتنو روان پاته سو، نو حق به بيا هم کاميابه سي، خو د کوم بل ولس پرلاس.
﴿ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ (38) ﴾ [محمد: 38]
ژباړه: که تاسي مخ واړوئ نو الله به ستاسي پر ځاى کوم بل قوم راولي او هغه به بيا ستاسي غوندي نه وي.
البته که موږ بېرته سمي لاري ته وروګرځو نو ژر او خامخا به ووينو چي حق به نصرت مومي او حق هرومرو نصرت مومي، او دا به د دې امت پر لاس وي او ”ما أشبه الليلة بالبارحة“ (نن شپه د برايي [تېري] شپې سره څونه ورته ده ). (١).
زموږ خطاوي ډېري دي، خو موږ به يې يو څو بېلګې راواخلو:
له دې خطاوو څخه يوه داده چي موږ لوى څښتن له شخړو او بې اتفاقيو څخه منع کړي يو او داسي فرمايي:
﴿ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ( ﴾ [لأنفال: ٤٦]
ژباړه: او په خپلو منځو کي شخړه مه کوئ، که نه نو په تاسي کي به کمزوري پيدا سي او برم به مو له منځ ولاړ سي.
موږ لوى څښتن امر کړي يو چي په يوازني محور چي هماغه د لوى څښتن محکمه رسۍ ( قرآن کريم دي) منګولي ښخي کړو، خو موږ د لوى څښتن له دې امره مخ اړولى دى او د اتفاق او ورور ګلوۍ پر ځاى مو شخړي او بې اتفاقۍ خوښي کړي او ورته مخه کړې مو ده.
بايد دغه امر تر ټولو لومړى د دې امت مشرانو ته وي، خو لکه چي موږ وينو کله چي د مسلمانانو مشران يو ځاى سره مخامخ سي يو له بله سې ستړې مسي او روغبړو نه کوي، خو چي سره جلا سي هر يو خپلي ګټـي، مصلحتونه او خواهشونه په پام کي نيسي.
بله تېروتنه چي موږ په اخته سوي يو داده چي موږ د دې دنيا د ژوند په هغه زرق او برق او ښکلا او سينګار باندي، چي د لوېديز تمدن زېږنده دى غره سوي او غولېدلي يو. خو لوى څښتن موږ ته امر کوي چي په دې شيانو له مغروره کېدو او غولېدو څخه په کلکه ډډه وکړو او راته وايي:
﴿ قُلْ مَتَاعُ الدُّنْيَا قَلِيلٌ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ لِمَنِ اتَّقَى وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا (77)﴾ [النساء: ۷۷]
ژباړه: دوى ته ووايه د دنيا د ژوند متاع لږ ده او آخرت د پرهېزګار انسان لپاره ډېر غوره دى. او پر تاسي به د يوې ذرې په اندازه هم ظلم ونه سي.
﴿ لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَادِ (196) مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ (197)﴾ [ آل عمران: 196-197]
ژباړه: په هيوادونو کي د کافرانو تګ راتګ بايد تا ونه غولوي. دا له ژوند څخه لږ ګټه ده، بيابه يې ځاى دوږخ وي، کوم چي ډېر بد استوګنځى دى.
موږ د لوى څښتن له دې لارښووني څخه مخ اړولى دى او خولې مو د دښمن ښو او ښاديو ته اوبه کوي، بيا کاشکي موږ د دوى پر هغو شيانو زړونه بايللي واى چي سم باله سي. يعني د دوى هغه کوښښونه او هلي ځلي مو خوښي سوي واى چي د دوى فرهنګ او تمدن پر ولاړ دى. خو موږ يا زموږ ډېر خلک د لوېديزيانو ناوړو او حقيرو شيانو ور اخيستي دي؟!
ان په دې هم موږ بسنه نه ده کړې. پر دې سربېره موږ د خپل تېر مهال او د هغه د ښېګڼو او وياړونو سره د خداى په امانۍ او له پامه غورځوني يا په نوو د بدلوني په موخه مو د نوي والي شعار هم ورکړى دى او بلنه ورکوو چي موږ ټول په نوو شيانو پوري ونښلو او په بوخت سو او د هر څه پر ځاى مو نوي رامنځ ته کړو او د خپلو تېرو وياړونو پر ځاى د بل نوي خپل کړو. په داسي حال کي چي موږ لوى څښتن منع کړي يو چي
د اسلامي شريعت او د هغه د احکامو، مباديو او پندونو سره چي موږ ته يې د امانت په توګه سپارلي خيانت وکړو. موږ ته يې لارښوونه کړې ده چي خپل شريعت په هيڅ توګه په نورو شيانو، په تېره د نورو په کفري لارو او طريقو بدل نه کړو. خو موږ د دې پر خلاف زموږ په هرڅه کي په بې علمۍ او ناپوهۍ سره بدلونونه راولو.
راځي په دې هکله په صدر اسلام کي زموږ د اولنو کړندود ته پام وکړو.
د اسلام په لومړيو کي د شريعت عالمانو او مسلمانو پوهانو د هر څه به باب او په بې علمۍ له فتوا ورکولو څخه په کلکه ډډه کول او د فتوا ورکولو په هکله يې له ډېري سختۍ او احتياط څخه کار اخيست. داسي به يې نه کول چي په بې علمۍ او بې له څه معلوماتو فتواوي ورکړي.
حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه به ويل: اى آسمانه پر ما تياره راوله او اى ځمکي ما واخله که ما د لوى څښتن د کتاب په هکله داسي څه وويل چي علم مي نه په درلود.
وايي چي امام مالک رحمة الله علیه ته چي د دارالهجرت ( مدينې منورې) امام وو له يوه ليري ځاى څخه يو سړى ورغى او يو شمېر پوښتني يې ځني وکړې. امام صاحب د څو پوښتنو جواب ورکړ او د نورو په هکله يې وويل: علم نه په لرم. پوښتونکي ورته وويل: آيا د دې پوښتنو په هکله همدغسي بې له جوابه ولاړ سم ؟ نو که چا پوښتنه راڅخه کول چي په دې هکله امام مالک څه درته وويل، زه څه ورته ووايم؟ هغه وويل: ورته ووايه چي مالک ويل: نه په پوهېږم.
خو له بده مرغه نن چي موږ ته آسانه ښکاري هغه فتوا ورکول دي. نن د يو چا د غوښتني سره سم د فتوا چمتو کول تږي سړي ته د يخو اوبو ترچيښلو لا آسانه کار ګرځېدلى دى. په داسي حال کي چي لوى څښتن فرمايي:
﴿ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (23) ﴾ [الأحزاب: 23]
ژباړه : هغو په خپله کړنلار کي هيڅ بدلون رانه ووست.
د رسول الله صلی الله علیه دسلم د هغه حديث چي امام مالک روايت کړى دى په وروستۍ برخه کي راغلي دي:
« أَلَا لَيُذَادَنَّ رِجَالٌ عَنْ حَوْضِي كَمَا يُذَادُ الْبَعِيرُ الضَّالُّ أُنَادِيهِمْ أَلَا هَلُمَّ أَلَا هَلُمَّ أَلَا هَلُمَّ فَيُقَالُ إِنَّهُمْ قَدْ بَدَّلُوا بَعْدَكَ فَأَقُولُ فَسُحْقًا فَسُحْقًا فَسُحْقًا» (١).
ژباړه: خبر اوسئ چي زما له حوض څخه به ځيني خلک داسي پسي اخيستل کيږي، لکه ورک سوى اوښ چي ځغلي. زه به هغو ته نارې وهم چي راسئ راسئ. خو دغه مهال به وويل سي چي ته خبر نه يې چي دې خلکو تر تا وروسته ( په دين او شريعت کي ) څونه بدلونونه راوستي دي. بيا به زه ووايم چي ځئ ليري سئ. ( تاسي ته دي هلاکت او بربادي وي).
دغه راز موږ د هغو شعايرو په هکله هم تېروتني کوو چي لوى څښتن يې په تعظيم امر کړي يو.
﴿ ذَلِكَ وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ (32)﴾ [الحج :٣٢]
ژباړه: دغه حکم دى. او څوک چي د الله د ټاکلو شعايرو درناوى وکړي، نو دا (درناوى او تعظيم) د زړونو له پرهېزګارئ څخه باله سي.
البته هغه شعاير چي موږ يې سپکاوى کړى دى او د هغو په هکله مو له اهمال او سستۍ څخه کار اخيستى دى، ډېر دي. خو ډېر څرګند يې د لوى څښتن کلام قرآن کريم دى. زموږ د اولنو په هکله نه يم خبر چي هغو دي د قرآن د خپرېدو، ليکلو او په ښکلو ټوکونو کي د راايستلو او داسي نورو په هکله دونه خواري ايستلې وي، خو زړونه يې د قرآن له تعظيمه ډک وه او د هغه اوامر يې په دېره ښه توګه پر ځانو منل او پلي کول. خو موږ نن مهال دا کتاب په ډېرو ښکلو بڼو چاپوو او پر ښکلا او تزيين يې ډېر لګښتونه کوو، اما کله چي زموږ زړونو ته وګورو نو پوهيږو چي زموږ له زړونو څخه بې له ځينو هغو کسانو څخه چي لوى څښتن رحم پر کړى دى، د دې رباني کتاب قدر او ارزښت وتلى دى.
هغه کسان کوم او څوک او چيري دي چي د دې کتاب اوامر پر خپلو ځانونو باندي نافذوى؟ چيري دي هغه کسان چي د دې کتاب احکام پر ځانو پلي کوي؟ چيري دي هغه کسان چي دغه کتاب به يې وليد زړونه به يې د لوى څښتن له بيري په رېږد سول؟
درنو لوستونکو ! دا هغه خطاوي او ناکردې دي چي د حق او د هغه د انجام په باب زموږ د خواشيني لاملونه ګرځېدلي دي. حق څرګند دى او امکان نه لري چي مغلوب سي، خو کېداى سي موږ له حق څخه
د دفاع په کار کي پاته راسو او مغلوب سو.
ښايي دلته يو څوک پوښتنه وکړي چي چاره څه ده چي موږ له دې خطاوو څخه وقايه کړي ؟ له دې خطاوو څخه د ژغورني لار او چاره داده چي زموږ د اسلام بنسټ زموږ په زړه کي وي او ودانۍ يې زموږ پر ظاهر او ژبو وي، دا د دې پوښتني لنډ جواب دى.
هغه اسلام چي يوازي په خبرو او په ظاهري کړو وړو کي وي او په زړونو کي ټينګي جرړي ونه لري هغي جګي ودانۍ ته پاته کيږي چي په ځمکه کي بنسټ ونه لري. نو آيا له دې ودانۍ څخه بې له نړېدلو او له منځه تللو بله تمه کېداى سي؟
نو د دې چاره به څنګه کيږي؟ چاره يې داده چي زموږ زړونه د لوى څښتن عز وجل په مينه او محبت ودان سي، عقلي ايمان واجب دى، خو کفايت نه کوي، دغسي ايمان ستا په لار کي د رڼا لپاره ډېوه ده، خو ډېوه تا نه تودوي، بلکي لمبې دي چي تا تودولاى سي او دغه لمبې هماغه مينه او محبت دى. له دغو لمبو څخه زړونه ډک کړئ. او که د ملت مشرانو او نورو ټولو خلکو له دې لمبو؛ يعني د لوى څښتن عزوجل له ميني، محبت او تعظيم څخه زړونه ډک کړل دغه ټولي خطاوي به ويلي او ورکي سي. لوى څښتن سبحانه ته دعا کوو چي زموږ زړونه په خپله مينه، خپل تعظيم او سترتوب را ودان کړي .
أقول قولي هذا وأستغفر الله.
(١) يعني نن شپه د برايي (تېري يا بېګانۍ) شپې سره څونه ورته ده. معنا دا چي په شر او غولونه کي د برابر والي له پلوه تېر کفار او اوسني کفار د اسلام سره په دښمني کي له يوه نصاب څخه دي
دا متل د دوو شيانو يا وګړو د احوالو او اوصافو د ورته والي پرمهال ويل کيږي.
دغه متل د لومړي ځل لپاره طَرَفه بن العبد (٥٤٣ ـ ٥٦٩م.) ويلى دى. وايي چي عمرو بن العبد البکري ملقب په طَرَفه په شعر سره خلک سپکول. ان چي د عربو د حيره پاچا عمرو بن هند هجو يې هم وکړه. له دغي هجوي څخه دغه پاچا خبر سوى وو. يو مهال داسي راغى چي طَرَفه له دغه پاچا څخه د څه غوښتلو لپاره ورغى، هغه په بحرين کي پر خپل والي باندي ليک ورکړ. ده داسي فکر کاوه چي په دې ليک کي والي ته د جايزي ورکولو سپارښتنه سوې ده، خو برعکس په هغه کي والي ته امر سوى وو چي دى ووژني، خو دغه والي يې له وژلو څخه ډډه وکړه، پاچا بل والي ورواستاوه او طَرَفه يې وواژه. وايي چي طَرَفه تر مرګ څه مهال د مخه لاندي شعر ووايه:
كل خليل كنت خاللته … لا ترك الله له واضحة
كلهم أروغ من ثعلب … ما أشبه الليلة بالبارحة ( د طَرَفه ديوان ١١٤ مخ).
ژباړه: (١) د هر هغه دوست سره چي زما دوستي سوې ده. لوى څښتن دې غاښونه ور وباسي. (٢) ټول تر ګيدړي چالاکه ختلي دي. نن شپه د پرونۍ شپې سره څونه ورته او مشابه ده. د طرفه په هکله د زياتو معلوماتو لپاره د ژباړن د ادب او ادبي کره کتني کتاب ٣٦٢ او ٣٦٣ مخونه وګوري.
(١) دغه حديث امام مالک رحمة الله علیه د موطا په کتاب الطهارت، باب جامع الوضوء کي په ٢٨ شمې ليکوال: په اسلامي علومو کي نامتو متخصص عالم مرحوم دکتور محمد سعيد رمضان البوطي
ژباړن: عبدالمالک همت
ليکوال: په اسلامي علومو کي نامتو متخصص عالم مرحوم دکتور محمد سعيد رمضان البوطي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي