برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جدې غونډه

آریانانیوز: د جدي غونډه چې ټاکل شوې وه د جنورۍ په څلورمه ترسره شوې وای، او طالبان یوځل بیا د خبرو اترو پر مېز کېني، ترسره نه شوه.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې پیغام ته ویلي چې دغه غونډه یې په پلان کې نه وه، خو په نږدې راتلوونکې کې له امریکایانو سره د یوې بلې غونډې خبر ورکوي.
د طالبانو دا نوې څرګندونې، ظاهراً د دې ښودنه کوي، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مذاکرې لپاره د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو هڅې، له نویو خنډونو سره مخ شوي دي.
له دې مخکې افغان حکومت هم ټينګار کړی که‎چېرې طالبان د حکومت له استازو سره لیدو ته حاضر نه شي، دا استاز به جدې ته ولاړ نه شي.
د سیاسي چارو کارپوه نظر محمد مطمئن په دې اړه وویل:«طالبانو ونه منه چې په دغې نېټه غونډه جوړه شي. دا چې هر چا ویلي وو فکر کوم، چې د ځان لپاره یې امتیاز غوښتی و، شونې ده چې غونډه جوړه شي خو تراوسه مشخصه نه ده چې چېرته.»
د سولې عالي شورا وايي چې د جدې غونډې د جوړېدو نېټه تراوسه روښانه نه ده او افغان حکومت هم په دغې غونډه کې د ګډون لپاره وار له مخې شرط لري.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه څرګنده کړه:«د جدې بحث په بشپړه توګه متفاوته دی، هغه ناسته چې جوړېږي له شک پرته افغانستان باید په هغې کې وي، خو د افغانستان شرط دا دی چې د افغانستان د سولې بحث وي، مذاکره نه دی خو د اعتماد جوړونې لپاره افغانستان هلته وي، د دې له شرط سره چې ټینګ ډاډ ورکړل شي چې د ابوظبۍ تجربه نه تکرارېږي.»
خو طالبانو له دې مخکې ویلي چې له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره به خبرې وکړي. داسې ښکاري چې د جدې د غونډې نه ترسره کېدل هم، له افغان حکومت سره د خبرو اترو نه تېښته ده.
د سیاسي چارو کارپوه علي اکبر جمشیدي څرګنده کړه:«افغان حکومت خپلو متحداتو ته باید ووايي کله چې تاسې زموږ له مخالفو وسله‎والو سره وینئ او مذاکره کوئ دا زموږ د دولت د استازو نشتون کولای شي، د افغان حکومت، دولت او سیاسي نظام لپاره یو ډول بې اعتنايي وي.»
له دې ټولو سره، افغان حکومت، ۲۰۱۹ زیږدیز کال په هېواد کې د سولې ټینګښت کال ګڼي او د سولې عالي شورا په نږدې راتللوونکي کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي