برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جدې او مکې غونډې به د افغانستان پر روان وضعیت څه اغیز ولري؟

آریانانیوز: په افغانستان کې روان سیاسي او پوځي وضعیت اوس داسې یوه پړاو ته رسیدلی چې له ډیرو پوځي او امنیتي هڅو وروسته د دې وضعیت رامنځته کوونکی لوری (امریکیان) مجبوریږي چې د هغه د هواري لپاره د مذهب په نوم خپل ګمارل شوي اجرتیان وکاروي.


امریکایانو وروسته تر هغه په دې اقدام لاس پوري کړ چې تیر کال د جنوبي آسیا او افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړې پوځي ستراتیژي په افغانستان کې له ناکامي سره مخ شوه
هماغه و چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو پخواني قومندان جنرال نیکولسن په ۱۸/۵/۲۰۱۸ وویل چې مونږ به پر طالبانو باندې پر پوځي فشار سربیره تبلیغاتي، اجتماعي او مذهبي فشارونه هم راوړو تر څو هغوی اړباسو د کابل له حکومت سره د سولې ته غاړه کیږدي.
طالبانو ته د ولسمشرغني د سولې وړاندیز د تبلیغاتي فشارونو پیلامه
ولسمشرغني د کابل کانفرانس په دوهمه غونډه کې طالبانو ته په سوله ییزې پروسې کې د شریکیدو لپاره یو لړ وړاندیزنه وکړل.
که څه هم چې طالبانو تر اوسه پوري په هغو وړاندیزونو باندې غوږ نه دی ګرولی خو په تبلیغاتي لحاظ دا هڅه داسې یو اقدام و چې ظاهرا یې طالبان ملزم کړل چې باید د ولسمشر غني د وړاندیز په اړه خپل موقف اعلان کړي.
تر هغه وروسته په کابل او بیا اندونیزیا کې د دیني علماوو غونډې جوړې شوې ترڅو د بهرنیو ځواکونو او دولت په خلاف د طالبانو جګړه له مذهبي اړخه نا مشروع وبولي.
د سعودي عربستان په جده او مکه ښار کې د سعودي حکومت تر مستقیم اشراف لاندې د علماوو روانې غونډې چې ویل کیږي د اسلامي کانفرانس د غړیو هیوادونو خواوشا سل تنه علماوو ور کې ګډون درلود د مذهبي فشار په تسلسل کې د امریکایانو وروستۍ هڅه ده چې د طالبانو خلاف يي کوي.
د جدې او مکې بي تاثیره غونډې
سره له دې چې په جدې او مکې کې د علماوو غونډې د اسلامي کانفرانس او شخصا د سعودي باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لخوا را بلل شوې ، خو لکه څومره تمه چې امریکایان او یا هم خپله د سعودي حکومت د دغو غونډو پایلو ته لري ښايي هغومره اثر و نه لري.
ځکه لومړی خو په یادو غونډو کې راټول شوي کسان د علماوو په ځاي ټول دولتي برحاله مامورین دي چې په دغسي مواردو کې د هغوی پریکړې د دوی د علمي او فکري ارادو محصول نه ؛ بلکې دوی ته د صادر کړل شوي دستور محصول وي.
که دا خبره نه وي سږ کال د اسلامي امت په کچه دوې ډیرې دردوونکې پیښې د مسلمانانو خلاف را منځته شوې چې نه ورباندې سعودي حکومت او علماوو يي ځان خبر کړ او نه هم اسلامي کانفرانس کومه داسې بیړنۍ غونډه د هغه په اړه دا ئره کړه .
دا دوې پیښې یوه ختیځ بیت المقدس ته د امریکايي سفارت انتقال او دوهمه د بورما د حکومت له لوري له خپلو کورونو څخه د بورمايي ( روهنګیايي) مسلمانانو اجباري شړل و.
اسلامي کانفرانس ته د اسلامي نړۍ د یوه مسؤل جهت په حیث دا په کار و چې د دغو دواړو مهمو پیښو په اړه یې خپل غبرګون ښوودلی او د هغو په اړه یې د غسي یوه غونډه را بللې وای.
د جدې او مکې د غونډو د نه مؤثریت بل لامل په هغو کې د اسلامي نړۍ د هیڅ یو مشهور عالم نه ګډون دی .
مثلا یادې غونډې ته له افغانستان څخه ټول هغه دولتي موظفین د علماوو په نوم تللي و چې هغوی دلته ورار تر له مخه د امریکايي اشغال د حمایت په خاطر د طالبانو لخوا مباح الدم اعلان شوي.
همدا راز له نورې نړۍ څخه ورته راغلي کسان ټول مطلق دولتي مامورین و چې د هغوی په منځ کې د اسلامي نړۍ له مشهورو علماوو څخه هیڅ څوک هم نه تر سترګو کیده.
مثلاعلامه یوسف القرضاوي چې اوس مهال د علماوو د نړیوالې ټولنې مشر په نړیواله کچه هغه شخصیت دی چې هر چاته یې علم ، شخصیت او فتوی قابل قبول او د اسلامي نړۍ د قضایاوو په داسې نړیوالو غونډو کې یې شتون ضروري وي.
خو نوموړي نه یواځې دا چې په یاده غونډو کې یې ګډون نه درلود ؛ بلکې د غونډې د کوربه هیواد لخوا د علامه قرضاوي نوم له تروریزم څخه د ملاتړ په جرم په تور لیست کې شامل دی.
همدا راز شیخ عبدالمجید الزنداني، شيخ الحبيب علي زين العابدين الجفري او د هغوي په څیر نور د اسلامي نړۍ مشهور علماء چې په دغسي مواردو کې یې پریکړې او فتواوي قابل قبول دي یوه هم په یاده غونډه کې برخه نه لرله.
حتی خپله د سعودي په کچه مشهور علماء لکه شیخ سفر الحوالی , شيخ سلمان عوده ، شیخ عائض القرني ، شیخ عریفی ، شیخ علي عمري ، شیخ احمد بن عبدالرحمن الصوبان او اتیا تنه نور په نړیواله کچه مشهور سعودي عالمان په یاده غونډه کې د ګډون په ځای د سعودي چارواکو لخوا له هیڅ نوع جرم او تور پرته په توقیف ځایونو کې بندیان ساتل کیږي.
یواځې د حرم مکي امام عبدالرحمن السدیس چې د حرمینو په چارو کې دولتي وزیر او د آل سعود کورنۍ یو داسې تابع شخص ګڼل کیږي چې په دې وروستیو کې یې په یوه ژوندۍ مرکه کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سعودي باچا ملک سلیمان د نړۍ په کچه هغه شخصیتونه وبلل چې همدوی دواړه ټوله نړۍ د سولې او بریالیتوب په لوري رهبري کوي!!!.
د مکې له غونډې څخه د امریکا د دفاع وزیر حمایت
د جدې او مکې د غونډې د نا مؤثریت بل لامل د هغې د تر سره کیدو په مهال له سعودي چارواکو په تیره د دې هیواد له غرب فکره ولیعهد او دفاع وزیر شاهزاده محمد بن سلیمان څخه د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس منن لیک او د دې غونډې د دائرولو په خاطر په اصطلاح د تروریزم په ځپلو کې د سعودي حکومت د رول ستاینه هغه څه دي چې د غونډي حیثیت او ماهیت هرچاته ښه ور پیژني.
د جدي او مکې د غونډو دائرولو اصلي موخه
د جدي او مکې غونډې سربیره پر دې چې له مذهبي لحاظه پر طالبانو باندې د فشار راوستلو په غرض جوړې شوې د امریکایانو بل غرض ترې په مسلمان نما علماوو باندې د اسلامي شعائرو توهین او سپکاوی هم و.
ځکه اسلامي کانفرانس، او مذهبي علماء هغه څوک دي چې تر بل هرچا وړاندې له دوی څخه د اسلامي امت د قضایاوو او د محاربو کافرانو له یرغل څخه د اسلامي هیوادونو د تحفظ او دفاع هیله کیږي .
خو دا چې هغوی د دفاع په ځای د همدې محاربینو د اجرتي مستخدمینو په توګه د یرغلګرو په مقابل کې د مجاهدینو دفاعي جهاد ته فتنه وايي او هغه هم د حرم مکي په ګاونډ کې دا نو له دې پرته چې په اسلامي اساساتو باندې د څو زیره خورو علماوو (سفهاوو) لخوا سودا کول تعبیر شي بله هیڅ توجیه نه لري.
خلاصه:
په افغانستان کې د سولې په پلمې د جدې او مکې مذهبي غونډې په داسې حال کې دائریږي چې له هغوی سره هم مهاله په بروکسل کې د ناټو پوځي غونډه هم جوړه او تر کال ۲۰۲۴ پوري یې په افغانستان کې د جنګي عملیاتو تمویل په غاړه واخیست.
د مکي په اصطلاح مذهبي غونډه کې د کابل رژیم د مشروعیت او د هغه په خلاف د مقاومت نا مشروع والی او د بروکسل په پوځي غونډه کې د کابل رژیم جنګي تمویل د جنرال نیکولسن د وینا هغه تعبیر دي چې د مکې په غونډه کې د حرم مکي امام عبدالرحمن سدیس او د بروکسل په غونډه کې د ناټوسرمنشي ینس ستولتنبرګ لخوا په جلاجلا ډول اعلان شول.
امریکایان د نړۍ د احمقو او سرټمبه ګانو په حیث دا فکر کوي چې څه د دوي د امر او فرمایش مطابق تر سره شي د هغه پایله به هم د دوي د غوښتنو مطابق وي ، خو واقعیت تل د دوئ د احمقانه اټکلونو او انګیرنو خلاف وي.
ځکه هغه دفاعي مشروع مقاومت چې په افغانستان کې د امریکایانو د ناروا اشغال له امله د افغان مسلمان ولس لخوا پیل شوی د هغه ختمیدل به یواځې د اشغال په ختمیدو سره تر سره کیږي ، نه په مکه او بروکسل کې د امریکايي اجرتي مفتیانو د فرمایشي غونډو او پریکړو له امله.
د مجاهدینو د جهادي مقاومت په مقابل کې د امریکایانو او د هغوی د ملاتړو دغه ډول احمقانه پریکړې لا د مقاومت د برحقتوب استازیتوب کوي چې له امله به یې حتما په افغانستان کې جهادي عملیات تشدید پیدا کوي چې خامخا به د زیات شمیر امریکایانو او د هغوی د ملاتړو د ځاني او مالي تلفاتو لامل کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي