برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د تخار په بمبارۍ د ناټو چوپتیا

آریانانیوز: د تخار په بمبارۍ د ناټو چوپتیاتاجکانو او روسانو دواړو د تخار درقد ولسوالۍ باندې هوایي بمبارۍ کې ښکیلتیا رد کړه پداسې حال کې چې ناټو هم د دې پیښې څخه ناخبرې وښودله.


اوس دا پوښتنه را پیدا کیږي چې دا بمبارۍ چا کړې دي؟ که چیرې بمبارۍ تاجکانو او یا روسانو کړې وي ، ناټو چې پرمختللي پوځي تجهیزات لري ولې دا وړتیا نلري چې د افغانستان هوایي قلمرو ته داخلیدونکې الوتکې کشف او کیناستو ته اړباسي؟ څرنګه چې پیښه د تاجکستان د پولې سره نښتې ده او تاجکي یا روسي جنګي الوتکې کولای شي په لنډه موده کې بیرته دپولې هغې خوا ته واوړي نو ولې افغان حکومت یا ناټو خپل احتجاج ونښود؟
پدې اړه د ناټو او افغان حکومت چوپتیا ښيي چې دا کار یا پخپله ناټویې الوتکو او یا افغان هوایي ځواکونو تر سره کړی دی. دا پیښه په مسکو کې د جوړیدونکې غونډې سره ټینګ تړاو لري ځکه د مسکو او د سیمې د ځینې هیوادونو سره د افغان مقاومت په لا نږدې کیدو سره له یوې خوا د طالبانو دریځ خورا پیاوړی کیږي او له بله پلوه په افغانستان او سیمه کې د ځواکونو ستراتژیکه موازنه ټینګیږي .
د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د سیمې د هیوادونو تر منځ همغږي رامنځته کیږي . د سولې د ټینګښت لپاره یو مساعد چاپیریال هم را پیدا کیږي او پدې ډول د سولې نوښت د امریکې له لاسه وزي. سربېره په دې په افغانستان کې د ناټو هژمونیستي سیاست هم پای ته رسیږي هغه څه چې ناټو چمتو نه ده دا خپل انحصاري امتیاز له لاسه ورکړي.
دا ټول بیا ښيي چې لویدیځ لیوال نه دی چې د افغانستان د کشالې په حل کې سیمه ئیز ځواکونه ور ګډ کړي او ټولې هڅې یې پدې را ټولې کړې دي د هر هغه نوښت او اقدام مخنیوی وکړي چې خپل واکمن دریځ له لاسه ورکړي. له بلې خوا لویدیځ او د هغه په سر کې واشنګتن په ټول قوت سره هڅه کوي چې خپله اراده د یوه اشغالګر دولت په شان پر افغان واکمنۍ تحمیل کړي. ښه بیلګه یې د سپتمبر په ۴مه مسکو کې دافغانستان په هکله د سولې د غونډې جوړیدل و چې په مسکو کې افغان سفیر د مسکو لدې نوښت څخه بشپړ ملاتړ وښود.
خو کله چې واشنګتن په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه بیله ځنډه افغان حکومت دامریکې د یوه ایالت په څیر د واشنګتن له دریځ څخه ملاتړ څرګند کړ او اعلان یې کړل چې د افغانستان په اړه د مسکو د سولې په غونډه کې به ګډون ونکړي. خو د سیمې د هیوادونو له دریځونو، د طالبانو د غوره او د افغان حکومت سربداله وضعیت څخه څرګندیږي چې د واشنګتن تګلارې او نخښې په افغانستان کې ناکاره او ناکامې دي. امریکا هم په سیاسي ډګر او هم پوځي برخه کې ماتې خوړلې ده او اړه ده چې د افغان مقاومت ارادې ته سرټیټ کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي