برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اکتوبر ۷مه – د وحشت او بد رنګ یرغل څپه

آریانانیوز: د ۲۰۱۸ زیږدیز کال د اکتوبر د میاشتي ۷ ورځ ده دا د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د همدغي میاشتي د اووم سره سمون خوري، دا هغه ورځ ده چې صلیبي یرغلګرو د شریري امریکا په مشری زموږ په ګران ټاټوبي باندې د وحشت او بد رنګ یرغل څپه راوړل، آن تر اوسه د دغه وحشت او یرغل لړی دوام لري، په دغه اولس کلن جریان کې یې زموږ د ګران هیواد ډیری وګړی شهیدان ، معلول او مهاجر کړل، ډیري تور سري یې د غم په تغر کښینولي، او ډیر د عزت او وقار خلک یې په ډول ډول نومونو توهین کړل، په سوونو زره انسانان یې په مختلفو نومونو دننه او د باندې د وحشت زندانونو ته وغورځول او د خپل وحشت خوند یې ورباندې وڅکی، په سوونو زره ماشومان یې بې پلاره او بې سرپرسته کړه، په لسګونه زره ښځي یې سر توري کړي او لسګونه زره ککرۍ یې تر خاورو لاندې کړي، د نفاق او مرګونو زهرجن تخم یې په ډول ډول نومونو د هیواد په هره سیمه کې وکرې او دا لړی لا هم په پوره شدت سره دوام لري، یو خدای ښه پوهیږي چې وړاندې به لاڅه کیږي؟ زه د یوه افغان په توګه اول په امریکایانو او د هغوی په اشر ګړو ږغ کوم چې نور دي دا د وحشت کرغیړن، خونړی، استعماري فکر د ذهنه وباسي او دغه ستراتیژي دي پای ته ورسوي.
دویم په ټولو افغانانو ږغ کوم چې د دغه بشر خوړونکي ښامار دسیسي دي د تحمل او اتفاق په سنجیده فکر او اواز سره شنډي کړي، تر موقت او شخصي مفاد دي اسلامي او ملي ارزښتونو، خپلواکی او استقلال ته ترجیح ورکړي تر څو نور د دغه استمراري او سوځونکي عذاب څخه خلاص سو.
هر څوک چې د امریکا او یا بل یرغلګر موجودیت د هیواد په ګټه ګڼي په ناحقه دي، په باطل دي، په غلطه دي، په ناروا دي، هر څومره دلائل، دسيسي او ملاتړ چې ولري او یا د یرغلګرو د زور سره استفاده کوي مردود دی، او هم د الله جل جلاله د سپیڅلي قول په خلاف عمل کوي الله جل جلاله فرمایي: ان الملوک اذا دخلوا قریة أفسدوها: ژباړه چې کله پاچاهان (پردي قوتونه) یوه هیواد ته ننوزي نو هلته فساد راوړي . سورة نمل. چې زموږ هیواد یې د فساد بالمشاهده تر ټولو ښه بیلګه ده.
تر څو چې په دې هیواد کې د پردیو باداري او راج چلیږي تر هغو پوري به مشکله وي چې د حل لاري وموندل سي، شریره امریکا هم باید وپوهول سي چې دوی په استکبار، توهین، وژلو، زور او سرټمبګی سره هدف ته نه سي رسیدلای، ښه به دا وي چې دا لړۍ پای ته ورسوي، افغانان هم باید پوی سي چې دا هیواد د هر افغان ملکیت دی، هیڅوک نسي کولای د بل افغان د ملکیت د غصب او سلب هڅه وکړي، دا ټاټوبی د ټولو دی او په ټولو جوړیدلای سي، د پردو په مټ او زور نه جوړیږي او نه امن پکښي راتللای سي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي