برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکايي پوځیا نو وتل د سولې دتړون سره مشروطول

آریانانیوز: د چارو ځيني شنونکي وايي، امريکا بايد له افغانستانه د سرتیرو ايستل په افغانستان کې د سولې له تړون سره مشروط کړي؛ ځکه چې له جوړجاړي پرته وتل به يې افغانستان کورنيو جګړو ته ټېل وهي.


دغه راز د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، که امريکا غواړي له افغانستانه خپل پوځيان وباسي، نو بايد تضمين ورکړي چې نور هېوادونه به په افغانستان کې بله جګړه نه پيلوي.
په دې وروستيو کې ځينو امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د امريکا متحده ايالتونه غواړي، په راتلونکو څو مياشتو کې خپل ٧٠٠٠ پوځيان له افغانستانه وباسي.
امريکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ١٤٠٠٠ پوځيان لري.
د افغانستان حکومت تېره ورځ ويلي چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې تر ډېره پر روزنيزو چارو بوخت دي او له افغانستانه وتل يې د هېواد پر امنيتي وضعيت اغېز نه لري.

له افغانستانه د ٧٠٠٠ امريکايي پوځيانو د وتلو خبر په داسې حال کې دى چې له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره هڅې په دې وروستيو کې ګړندۍ شوې او په دې برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره څو ځلې مخامخ خبرې کړې دي.
ليکوال او ژورنالېست سميع يوسفزى، له افغانستانه د يادو امريکايي ځواکونو د وتلو د اعلان په اړه وايي، ټرمپ پخوا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په هڅو کې و، خو اوس چې له طالبانو سره مذاکرات روان دي، بايد د دغو ځواکونو د وتلو خبره يې د افغانستان د قضيې له سياسي حل او د سولې له تړون سره مشروطه کړې واى.
د ده په وينا، امريکايي لوري بايد طالبانو ته يې ويلى واى چې له افغان حکومت سره خپله ستونزه حل کړي.
ده وويل: “اوس که امريکا له مشورې پرته ځي نو دا به د سولې پر خبرو منفي اغېزه وکړي.”
د سياسي چارو بل شنونکی شفيق همدم وايي، که د امریکایانو وتل د یوه پلان، هوکړې او مشورې پر بنسټ وي، نو هرکلی یې په کار دی.
خو هغه هم وايي: “که امريکايي ځواکونه پرته له کوم پلان او جوړجاړي ووځي، معنا یې دا ده چې بیا مو کورنیو جنګونو ته ور ټېل وهي!”
دی هم وایي چې له افغانستانه د امريکايانو وتل بايد د سولې تړون له پلي کېدو سره مشروط کړل شي.
د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د اعلان په اړه وويل چې د افغانستان خلکو له امریکایانو نه وو غوښتي چې افغانستان ته راشي او هغوى (امريکايان) د هغو ګواښونو له امله افغانستان ته راغلل چې دوى ته متوجې وو.
دى وايي، امريکايانو ويل چې له افغانستان سره مرسته کوي او امنيتي ځواکونه يې تجهيز کوي، خو داسې يې ونه کړل، یوازې دومره مرستې يې وکړې چې افغانان نه پرې ژوندي وو او نه مړه.
هغه وويل، اوس که امريکايان غواړي چې له افغانستانه خپل پوځيان وباسي، نو افغانستان ته بايد تضمين ورکړي چې د روسيې او پاکستان په څېر هېوادونه به افغانستان کې بيا بله جګړه نه پيلوي.
د ولسي جرګې بل غړي نصرالله صادقي زاده نيلي هم وايي چې امريکایان نه د افغانانو لپاره افغانستان ته راغلي وو او نه هم د افغانانو لپاره له افغانستانه وځي.
دى هم وايي چې امريکايان د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
د ده په اند، اوس چې امريکايان غواړي ووځي هرو مرو په دوبۍ کې ډاډ ورکړل شوى چې د افغانستان له خاورې به ګواښ ورته نه وي.
هغه هم وايي چې امريکايان بايد ضمانت ورکړي چې افغانستان بيا د ترهګرو پر ځالې نه بدلېږي.
خو د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې افغانان په خپل هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون غوښتونکي نه دي، افغانان خپلواک هېواد او په سوله کې ژوند غواړي، که سوله ټينګه شي افغانان يوه ورځ هم په خپله خاوره کې بهرنيان نه غواړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي