برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان جګړې عاملين

لوري اشغال شوی، هره ورځ په سلګونو افغانان شهيدانوي، په ښارونو، کليو، جوماتو او ولسي غونډو ناترسه بمبارد کوي.



له نظامي یرغل سره هم مهاله اشغالګرو فکري جګړه هم شروع کړې، په دې برخه کې يې په سلګونو چاپی، برېښنایی او ټولنېزې رسنۍ استخدام کړی، چې د دوی یرغل د افغانستان د پرمختګ په نوم تعبير کړي، ظلمونو او وحشتونو ته یې د ترهګرۍ ضد جګړې جامه ورواغوندي.
د دوی په مقابل کې د خپل هيواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي، د هيواد او ملت دښمنان او د افغانستان د پرمختګ مخه نيونکی وښیی او په دې سره غواړي خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
په دې وروستیو کې اشغالګرو او د هغوی داخلي اجيرانو يوه غلوونکې پروسه شروع کړې، هغوی د افغان ملت او نړۍ د تېر اېستلو په پار د افغان بحران د حل لپاره يوه ډراماتيکه طرحه وړاندې کړې، چې له افغان طالبانو پکې د مذاکراتو غوښتنه شوې، البته ياده طرحه دجګړې د اصلي عامل ( اشغال) په اړه ګونګه ده.
په نظامي ډګر کې له ماتي وروسته اشغالګر او دهغوی داخلي ملګري غواړي طالبان له سياسي پلوه له يوه منزوي حالت سره مخ کړي او افغان ملت ته وښيي چې د افغان جګړې اصلي عاملين طالبان دې او په دې سره د طالبانو او ملت ترمنځ ژورې او نه پرېکېدونکې اړيکې وشلوي.
د افغان جګړې د پای ته رسېدو، ازادي او دایمي سولې لپاره طالبان واضحه پالیسي لري او د حکومت له لوري دا خبرې چې طالبان په جګړه ټينګار کوي او د سياسي حل لپاره ادرس نه لري، بېخې بې بنسټه دي؛ ځکه طالبا په قطر کې سياسي دفتر لري او د طالبانو باصلاحيته غړي پکې هر وخت د افغان جګړې دسیاسي حل لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
خو طالبان داسې سوله غواړي چې د اسلام د سپېڅلي دین شعائر، د افغانستان خپلواکي او د شهيدانو د ارمانونو تحقق پکې تضمين شي، د دې برعکس داسې معامله چې د اشغال په شتون کې مشروع مبارزه پرېښودل شي، نو دا به له اسلامي نورمونو څخه څرګنده خلاف ورزي، افغان ملت او د ازادۍ د شهيدانو له ارمانونو سره جفا وي، چې هيڅکله به يې طالب مشرتابه ونه مني.
طالبان له هر چا په باعزته سوله ډېر ټینګار کوي، ځکه هغه اهداف چې د خبرو او مصالحې له لارې لاس ته راځي، هيڅکله به يې طالبان د جګړې له لارې په تحقق ټينګار ونه کړي، طالبان له بل هرچا د سولې ډېر تږي دی او تر هر چا سولې ته زيات ژمن دي، ځکه چې په طالب شهید شوی، له کور و کلي شړل شوی او په کرغېړنو زندانونو کې بندي شوی.
د ازادۍ په دې جګړه کې طالبان افغان عسکر خپل هدف نه ګڼی او نه يې په مرګ خوشاليږي، بلکې برعکس د هغوی د پوهاوي له پاره يې کميسيونونه جوړ کړي، چې ښه مثال يې دامیرالمؤمنین شیخ الحدیث هيبة الله صيب حفظه الله نوی اختريز پيغام دی چې که افغان عسکر د اشغالګرو مرسته پرېږدي، زموږ وروڼه دي.
که په دقیق ډول او په انصاف ولاړ تحلیل وشي، دې نتیجې ته رسيږو چې دافغان جګړې عاملين د امريکا په مشرۍ صلیبی اشغالګر دي، ځکه دوی زموږ په هيواد يرغل کړی، د طالبانو له لوري حمله نه ده شوې، بلکې پرضد يې د طالبانو لخوا جګړه عکس العمل دی.
د امريکایانو له خوا د افغان جګړې د مدیريت له پاره نوي ټاکل کېدونکي جنرال اسکاټ میلر د روانې مياشتې په ۱۹نيټه د سنا مجلس په استماعيه غونډه کې وويل چې افغان جګړه په نژدې راتلونکې کې نه ختميږي او د جګړې او زور له لارې يې د ګټلو ټټر وواهه، چې دا پخپله جوتوي چې د افغان جګړې عاملين همدوی دي.
ملت بايد د جګړې اصلي عوامل درک کړي او د له منځه وړلو لپاره يې په يوه خوله غږ پورته کړي، تر څو مو د ګران هيواد اشغال پای ته ورسيږي او ټول افغانان په خپل ګډ کور کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ازاد، باعزته او سوکاله ژوند وکړي.
په همدې هيله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي