برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانانو ناحقه وینه د چا پر غاړه؟

کندوز ولایت یو ځل بیا په ویر کښې ډوب شو کله چې آمریکائی ځواکونو د دغه ولایت د دشت آرچې اولسوالی په دفتانو کلی کښې پر هغې مدرسې چې د دستار بندی مراسم پکښې روان وو،هوائی حمله وکړه چې له امله یې تر دریو سوو زیات کسان مړه او ژوبل شول.



زمونږ خبریال راپور راکړی،دا څوهم ځل دی چې آمریکائی ځواکونه کندوز ولایت په وینو او خاورو لوغړوی،وړاندې یې هم په دغه ولایت کښې غمیزې رامینځته کړی خو پرونۍ غمیزه په تیرو ۱۷ کلونو کښې بې ساری وه.د ډیرې خواشینۍ خبره خو دا چې د افغانستان دفاع وزارت د دغه جنایت مسئولیت په خپله غاړه اخیستلی او اعلان یې کړی دغه هوائی حمله افغان ځواکونو له خوا شوی ده.
تریخ حقیقت دا دی چې دا یو ستر جنایت دی که خپلو کړی وی یا بهرنیانو! د افغانستان د خلکو د بدمرغۍ ستر لامل همدا دی چې پرې واکمن نظام د خپلو خلکو پرځای د هغه لوری پلویتوب کوی چې هره ورځ پر افغانانو بمونه واروی .
په حقیقت کښې د افغانستان پوځ ته د څو زړو الوتکو او چورلکو سپارل د همدې لپاره وو چې ورسره د ټرمپ د پوځیانو وحشتونه او جنایتونه پټ وساتی او د آمریکایانو د جنایتونو پړه افغان ځواکونه په غاړه واخلی.
خو مدنی او سیاسی ټولنې باید د دغو جنایتونو په وړاندې چوپ پاته نه شی چې دغه چوپتیا هغومره ستره جفا ده چې د افغان د مظلوم اولس قاتلان یې هره ورځ کوی.که چیرې د افغانستان سیاسی ګوندونه،مدنی فعالان او د ملت د مشرۍ مدعیان پر داسې درد او غم هم چوپ پاته شی او اعتراض ونه کړی او د دغه ډول جنایتونو د ختمولو لپاره ګام پورته نه کړی،نو څنګه به خلکو ته مخ ښکاره کوی، څنګه به ترې مرسته او ملاتړ غواړی او خلک به څنګه د خپل هیواد د برخلیک په اړه هغوئ ته هیله من وی؟
همدغه راز که د افغانستان اولسی او مشرانو جرګې د خپل ملت د مظلومیت لپاره چیغه پورته نه کړی او لاس په کار نه شی نو په دې معنا به وی چې دوئ هم ورسره په ظلم او جنایت کښې شریک دی.
اوس د افغان اولس بدمرغی دا ده چې د کابل او واشنګټن تر مینځ د هغه امنیتی تړون قربانی شوی چې اشرف غنی د خپلې اولسمشری په دوهمه ورځ له آمریکا سره لاس لیک کړ او اوس هم ترې ملاتړ کوی.
نو اوس پوښتنه دا ده چې د هغې وینې مسئولیت د چا پر غاړه دی چې هره ورځ په کندوز،هرات،فراه،وردګ او نورو سیمو کښې د آمریکایی پوځیانو په ړندو حملو کښې توییږی ،آیا د هغو پر غاړه نه دی چې له جنایکاره آمریکا سره یې دغه شرمونکی تړون لاس لیک کړی او دا اجازه یې ورکړی چې د آمریکا جنایتکاره پوځیان د افغانستان په هرځای کښې چې زړه یې وغواړی،تر سره کړی؟

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي