برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانانود جګړې په اړه د ۱۱ امریکايي عسکرو حیرانونکي اعترافات

1. په جنګ کي حتی د یوه داسي دښمن وژل سخت کار وي چي یونیفورم ئې اغوستی وي. مګر په افغانستان کي تاسي باید یو داسي څوک ووژنئ چي ښايي تاسي دښمن وي او یا ښايي نه وي. ښايي هغه صرف یو موسمي جنګیالی وي،‌او یا ښايي یو بل چا مجبوره کړی وي چي ستاسي سره وجنګېږي. د افغانستان جنګ یو مطلق جنون او جهالت دئ.
۲. زموږ مشرانو موږ ته وویل چي موږ به د طالبانو سره جنګېږو. مګر په افغانستان کي د طالبانو تشخیص خورا ګران کار دئ،‌ ځکه تاسي نه پوهېږئ چي طالبان څوک دي، او څرنګه رنګ او شکل لري.
یو سړی ښايي یوه ورځ خپل ماشوم زوی تاسي کلنیک ته د معالجې لپاره راوړي، او په دا بله ورځ ښايي همدا کس پر تاسو باندي ډزي وکړي. په افغانستان کي نه دښمن سته، او نه هم هدف سته. افغانان حتی امریکایان نه پېژني، او پدې هم نه پوهېږي چي ولي موږ هلته ورغلي یو. زیاتره افغانان باور لري چي امریکايي عسکر داسي شیطانان دي چي تیغ بندي لري. یوه ورځ یوه سپین ږیري افغان یوه تنکي هلک ته خنجر ورکړی وو چي ما په ووهي.‌ هلته ماشومان ماینونه راباسي، او لوبي په کوي. افغانستان یو داسي ځای دئ چي هلته هیڅ اخلاقي اصول نه مراعاتېږي. هلته عدالت نسته. هلته هر څوک د ځان د نجات په غم کي دئ.
۳. زیاتره افغانان پدې نه پوهېږي چي ولي موږ هلته ورغلي یو. موږ به له هغوی څخه وپوښتل چي ایا هغوی د سپټمبر د یوولسمي په حادثې خبر دي او کنه، هغوی اصلا په خبر نه ول. موږ هغوی ته د نیویارک د نړیوال تجارتي مرکز د تخریب سویو ودانیو عسکونه ور ښکاره کړل، او له هغوی څخه مو پوښتل چي دا څه دي؟ هغوی راته وویل چي دا په کابل کي یو عمارت دئ چي امریکایانو بمباري کړی دئ. د حیرت خبره دا ده چي د هغوی ملک یو خارجي قوې اشغال کړی دئ، خو هغوی پدې نه پوهېږي چي ولي امریکایانو د هغوی هیواد اشغال کړی دئ.
۴. افغانستان یوازي د نقشې پر مخ موجود دئ. په لیرو پرتو او کلیوالي سیمو کي افغانان د افغانستان په نوم څه نه پېژني. موږ په ۲۰۰۴ کي د کندهار په شمالي برخه کي په یوه کلي کي وو. موږ د کلیوالو سره خبري کولې، هغوی اصلا موږ نه پېژندلو او نه هم پدې خبر ول چي ولي موږ هلته ورغلي یو. هغوی اصلا د سپټمبر د یوولسمي په حملو باندي خبر نه ول. هغوی حتی پدې هم نه ول خبر چي امریکایان افغانستان اشغال کړی دئ. هغوی حتی پدې هم نه ول خبر چي یو وخت شوروي افغانستان اشغال کړی وو.
کله چي موږ ترې وپوښتل چي ایا هغوی د کندهار ښار پېژني، هغوی وویل هو. مګر هیچا کندهار نه وو لیدلی. د هغوی لپاره افغانستان وجود نه لاره. د ملت مفهم اصلا هلته نه وو.
۵. ما ته د استرالیا د خاصو قواوو یوه عسکر وویل چي هغه یوه کلي ته تللی وو، او کلیوالو ګومان کاوه چي شورویان راغلي دي. هغوی پدې نه ول خبر چي هغه جنګ ختم سوی وو،‌ او بل شروع سوی وو.
۶. ما ګومان کاوه چي موږ به د یوې منظمي چریکي قوې سره جنګ کوو.‌ مګر داسي نه وه. دلته او هلته به ښايي یو بزګر زموږ پر ګزمې باندي ټک کړی وي. همدا وجه ده چي زموږ زیات عسکر په رواني ناروغیو اخته دي، ځکه کله چي تاسي یو داسي بزګر ووژنئ چي غواړي خپل بچیانو ته نفقه برابره کړي، طبعا تاسي د رواني مشکلاتو سره مخامخ کېږئ.
۷. اکثره افغانان په څو ژبو باندي خبري کوي. د اکثرو بې سواده کلیوالو افغانانو ښايي درې ژبي زده وي. موږ ته ویل سوي ول چي په افغانستان کي یوازي پښتو او دري ژبي دي. مګر واقعیت دا دئ چي هلته څو درزن ژبي سته. هره دره ځانته یوه ژبه لري. ځیني فارسي ته ورته وي، او ځيني حتي یوناني ژبي ته شباهت لري.
۸. ما ګومان کاوه چي په افغانستان کي به یوازي غرونه او دښتونه وي. مګر کله چي زه هلته ولاړم، ما زیاتره وخت په باغونو کي تېر کړ. اکثرو افغانانو موږ په خپل وطن کي نه غوښتلو. هغوی غوښتل چي موږ ووځو، او هغوی خپل ژوند ته خوشي کړو.
۹. په افغانستان کي موږ خپل دښمن نه پېژندی، ځکه هغوی نامريي ول، او د غرونو څخه به ئې پر موږ فېرونه کول. موږ اصلا نه پوهېدلو چي د چا سره جنګ کوو. موږ د هغوی سره هیڅ تماس نه لاره.
۱۰: د افغانانو په کلتور کي چي څوک ډوډۍ ولري، هغه مجبوره دئ چي د نورو سره ئې شریکه کړي. حتی که چیري یو افغان یوازي د ځان لپاره څه ډوډۍ ولري، هغه مجبوره دئ چي د نورو سره ووېشي. د ځینو افغانانو سره چي ما کار کاوه، د هغوی لپاره دا بېخي نااشنا مفهوم وو چي کله به ما ډوډۍ خوړله، او هغوی ته به مي ست نه کاوه.
۱۱. کله چي زما هیوادوال او د سنګر ملګري په ماین کي ووژل سول، زه ډیر ژر په یوه متعصب نژادپال باندي بدل سوم. ما له افغانانو او له اسلام څخه کرکه پیدا کړه. ما به له ځان سره ویل چي باید پر ټولو باندي اټوم بم استعمال سي.
مګر یوه ورځ موږ ته وویل سول چي روغتون ته ولاړ سو،‌ او هلته د یوې افغاني ماشومي جسد راپورته کړو. د هغې پلار زموږ سره یخچال ته ولاړی. کله چي موږ د هغې جسد په تابوت کي کښېښود، او د افغانستان بېرغ مو پر واچاوه، د هغې پلار داسي په ژړا سو چي ما تر اوسه پوري د نارینه داسي ساندي نه وې اورېدلي. هغه بې حاله سو، او پر تابوت باندي راچپه سو.
زه نه پوهېږم چي ایا تاسي به د یوه غټ سړي داسي ژړا لېدلې وي او کنه. د یوه داسي کس ژړا چي هر څه ئې بایللي وي. همدې حادثې پر ما باندي نهایت زیات اثر وکړ. هلته زه پوه سوم چي زه د ټولو مسایلو او افغانانو په باب څونه غلط وم.
سرچینه:
https://www.tickld.com/heartwarming/1859390/us-soldiers-describe-the-truth-about-afghan-war/

شریک یي کړئ!