برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوه میلیون ماشومان له زده کړو بی برخی دی

آریانانیوز: المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دیمن په ضد دجنګ د دوام په نتیجې کې دم ګړۍ څه دپاسه دوه میلیون ماشومان له زده کړو محرومه پاتې دی .


یونیسف ادارې په یمن کې د زده کړې او ښونې وضعیّت بوږنونکی بللی او ددغه هیواد په ضد دجنګ دوام ئې د ماشومانو لپاره د تعلیمی غمیزې اصلی عامل بللی دی .
دملګروملتو دماشومانو بسپنې په دغې اعلامیې کې زیاته کړې،په تیرڅلورکلن جنګ کې د ښونځیو او روغتونونو پشمول دیمن زیاتره تعلیمی بیخ بینائی تاسیسات او مرکزونه په کنډوالو بدل شوی دی .
ددغه راپور په اساس ، په یمن دعربستان د یرغلونو له هماغه پیل راهسې تر دې دمه څه دپاسه پنځه زره یمن والو ماشومانو ته مرګ ژوبلې اوښتی دی .
یونیسف ادارې له دې مخکې هم په یمن کې د سالمو اوبو په نه شتون داندیښنې په څرګندولو سره روښانه کړې،دیمن څه دپاسه یو میلیون ماشومان په وبا ناروغۍ یا نورو مرګونو ناروغیوککړ شوی دی .

په یمن کې کابو یولس میلیون ماشومان ژوند کوی،چې تقریبادرست ماشومان دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لری .
په یمن دسعودی عربستان دبې آمانه حملو په دوام سره ددغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات په تیره بیا داوبو چینلونه تباه شوی او وبا ناروغۍ په چټۍ سره په درست هیواد کې په خپریدو ده

شریک یي کړئ!