برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دواشنګټن او تل ابیب د چارواکو هلې ځلې او مشورې داسلامی ایران پرضد

آریانانیوز: واشنګټن او تل ابیب له ایرانی ضد تورونو سره سره ،دوی دایران په ضد په ا قدام کې په بشپړ ډول په نړیواله سویه منزوی شوی او هیڅ به په لاس ورنشی.


دصهونیسټ رژیم د سټراټژیک متحد په توګه امریکا، تل په وروستیو څلویښتو کلونو کې دایران په ضد له تل ابیب سره غږمله کړچار درلودلی دی او دایران داسلامی جمهوریت په ضد ئې ډیرې زیاتې ناکامې دسیسې پلان او جرا کړی دی . ا سرائیلو هم دایران د خورا ستر سیمه ایز دښمن په توګه د ایران په ضد په دریځونو کې د لویدیځوالودلمسولو په تیره بیا د امریکا د لمسولو او د ایران په ضد دبندیزونو د اعمالولوپشمول د ډول ډول دباؤنو داچولو لپاره ډیرې هلې ځلې کړی دی . دا مسئله د ۲۰۱۵کال په جولائی کې دایران او ۵+۱ډلې ترمینځ دجامعې ایتمی موافقې له لاسلیک کولو وروسته لا سخته شوی ده .

داسرائیلو چارواکی ډیر هیله مند وو چې ایټمی خبرې اترې کومه نتیجه نه ورکوی او په نتیجې کې ئې دایران په ضد دباؤنه بې مخینې مرحلې ته ورسیږی . دجامعې ایټمی موافقې په سر مواقه او په ورپسې مرحلې کې ئې د ۲۲۳۱پریکړه لیک تصویبیدا د صهونیسټ رژیم سخت غبرګون راوپاروۀ او د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو دهغو په باب سخت دریځ غوره کړ .
د ۲۰۱۷کال په جنورۍ کې د ډونالډټرمپ واک ته په رسیدا سره چې د جامعې ایټمی موافقې ډیر سخت مخالف دی ، هغه په نهایت کې د صهونیسټ رژیم د غوښتنې په اساس ، د ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه نیټه اعلان وکړ ، چې امریکا له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ووتله او دایران په ضد به ایټمی بندیزونه بیا په دوو مرحلو کې اعمال شی . دغه اقدامات چې په بشپړ ډول دصهونیسټ رژیم دافراطی مشرانو له غوښتنو سره غږمله دی ، د هغوی د ډیرې خوشالۍ لامل شول .
دایرانی ضد اقداماتو او د سیاستونو د دوام لپاره د واشنګټن او تل ابیب دچارواکو دسلامشورو او غږملتیاؤ په چوکاټ کې د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن نیواکی فلسطین ته سفر وکړ او دیکشنبې په شپه ئې په قدس کې له بین یامین نتن یاهو سره لیدۀ کاتۀ وکړل . جان بولټن په دغې کتنې کې مدعی شو ، چې د ایران ایټمی پروګرام او دبالیسټک توغندوی سسټم د هغو چیلنجونو دلیسټ په سر کې دی ، چې ا مریکا او اسرائیل ورسره لاس اوګریوان دی .
نتن یاهو هم جان بولټن ، داسرائیلو دیو بې مخینې دوست وبالۀ او له جامعې ایټمی موافقې ئې د امریکاد وتلو او دغه راز نیواکی قدس ته د امریکا د سفارت په منتقلولو کې د ډونالډ ټرمپ فیصله یوه تاریخی فیصله وبلله . . دهغه په خبره ، له جان بولټن سره دهغه دخبرواترو خورا مهمه موضوع په سیمې کې د ایران د شاتګ څرنګوالی او ورځینی ډاډ ترلاسه کول ، او دهغه په ادعا ، ایټمی وسلو ته د هغو یعنی ایرانیانو نه لاس رسی دی .
نتن یاهو د ۲۰۱۸کال داپریل په وروستیو کې ادعا کړې ، چې ایران په ۲۰۱۵کال کې دجامعې ایټمی موافقې له لاسلیک کولو وروسته دخپلو سیکرټ ایټمی فایلونو دپټولو لپآره خپلې هلې ځلې زیاتې کړی دی . د نتن یاهو موخه دا وه ، چې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې له امریکا پرته د ۵+۱ډلې دغړو ملاتړ ته په پام سره دغه هیوادونه قانع کړی ، چې ایران پټ ایټمی پرورګرام لری . په عین حال کې هیچا پر دغو ادعاګانو باؤر ونه کړ .
حتی دامریکا داستخباراتو پخوانیو نولسو چارواکو دایران په باب د اسرائیلو سندونو ته دمخه کولو په باب په خبرداری سره دغه سندونه ، جعلی بللی دی .
دامریکا دخارجه وزارت ، دمرکزی اطلاعاتو دادارې (سی آئی اې ) او دملی امنیت د شورا دغو نولسو پخوانیو چارواکو لیکلی دی ، د تل ابیب چارواکی هڅه کوی ، څو له جعلی اطلاعاتو څخه په استفادې سره واشنګټن له ایران سره مخامخیدا ته وکاږی . همداراز دایران دایټمی وسلو د پروګرام دشتون په باب د امریکا او اسرائیلو د دغو دوو چارواکو دروغجنې ادعاګانې په داسې حال کې رابرسیره شوی دی چې پر جامعې ایټمی موافقې دڅارونکی نړیوال اورګان په توګه دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس ، دایران بشپړ پابندکیدا او دایټمی وسلو دجوړولو په لورئې نه غړیدا تائید کړې ده .
دایټمی ا نرژۍ د نړیوال آژانس مشر یوکیاآمانو په دې په ټینګار سره چې ایران ، د نړۍ د خورا معتبرو ایټمی آزموینو سره مخامخ دی ، وئیلی دی ، د ۲۰۱۵کال نړیواله ایټمی موافقه د دغې معتبرې آزموینې په زمینې کې یو ډیر مهم پرمخت دی .
په دې توګه ورښانه ده چې د واشنګټن او تل ابیب له ایرانی ضد تورونو سره سره ، دوی دایران په ضد په ا قدام کې په بشپړ ډول په نړیواله سویه منزوی شوی او هیڅ به په لاس ورنشی .

شریک یي کړئ!