برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ددیکتاتور دجوړیدا لپاره دامریکا ولسمشر هڅه

آریانانیوز: نیوزویک اونیزې راپور ورکړ دامریکا د ولسی جرګې کانګرس لوړرتبه غړی جیرولډ نیډلر وویل ولسمشرډونالډ ټرمپ په یوه دیکتاتور او باچا د بدلیدا لپاره په ولسی جرګې کانګرس د کنټرول د ترلاسه کولو غوښتونکی دی .


هغه ولمسشر ډونالډ ټرمپ دامریکا په جنوب کښې د سرحدی دیوال د جوړولو لپاره له ځانګړیو اختیاراتو د استفادې له لارې د ولسی جرګې کانګرس د غصبولو لپاره په هڅې تورن کړ .
جیرولډ نیډلر په تیرې دوشنبې ورځ د سرحد د کتنې په وخت وویل په یوه دیکتاتور او باچا دبدلیدا لپاره د ولسمشر ټرمپ له هر ډول هڅې سره به مخالفت وکړی .
د میکسیکو په سرحد کښې د دیوال دجوړولو لپاره د بودجې د بیلولو پرسر د امریکا د ولسي جرګې کانګرس او د ولسمشر ټرمپ اختلاف سبب شوی چې د فیډرال حکومت ځینې برخې د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې له ۲۲ نیټې راهسې تر نن ورځې پورې چوټی شی .

شریک یي کړئ!