برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دداعشیانو سره دامریکائی ائیتلاف دمبارزې ادعا

آریانانیوز: دسورئې خارجه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،دامریکا،فرانسې،انګلستان اوجرمنی له خوا(د۲۰۱۱کال دمارچ د ۱۵ نیټې )د سورئې د بحران دکلیزې په مناسبت صادره شوی اعلامیه،د نفاق او دروغو یو تاریخی سند دی او هغه هیوادونه چې دغه اعلامیه ئې صادره کړې،د سورئې او دسیمې د هیوادونو د وژلې اصلی مسئول شمیرل کیږی .
د سورئې خارجه وزارت ټینګار کړی ، هیڅکله دغو هیوادونو ته د خپل هیواد د بیارغاونې لپاره بلنه نه ورکوو،ځکه دوی باید د هغو جنایتونو اوکنډوالو او وژلو ګرَمه ورکړی،چې ئې کړی دی .دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف دسورئې په بحران کې د دخیلو هیوادونو هغه ټولګه ده چې دامریکا په مدیریّت سره په دغه هیواد یعنی په سورئې کې د جنګ اوشخړو په اوږدولو پسې دی .داعش ضده امریکائی ائیتلاف په پراخ ډول د سورئې دبیخ بینائی تاسیسات په کنډوالو بدل کړی دی او ددغه هیواد دپوځ کمزوری کول ئې په ایجنډا کې راوستی دی او په دغو اقداماتو سره د ترهه ګرو په پیاوړی کولو پسې دی .
دملګرو ملتو دامنیت شوراځینوغړو هیوادونو هم د سورئې په ضد د یواړخیزو بندیزونو په اعمالولو سره ددغه هیواد په ضد خپله سیاسی ترهه ګری،په اقتصادی ترهه ګرۍ سره بشبړ کړې ده . د سورئې حکومت په کرتو د ملګروملتو سرمنشی او د امنیت شورا مشر ته د لیکونو په لیږدولو سره له هوی غوښتی دی،په سورئې کې دامریکائی ائیتلاف اقدامات چې د دغه هیواد د حکومت له اجازت پرته او د ملګروملتو له چوکاټه بهر ترسره کیږی،پای ته ورسوی .دداعش په ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف،د باراک اوباما د ولسمشرۍ په پړاؤ کې، په عراق او سورئې کې له دیره ترهه ګرو سره دمبارزې په ادعائی موخې سره جوړ شو .
دا په داسې حال کې دی چې د رسمی راپورونو په اساس،امریکا او ددغه هیواد لویدیځی او عربی شریکان ،د داعش پشمول د ترهه ګرو ډلو د وسلوال او مالی ملاتړونو اصلی ملاتړی او رامینځةکونکی شمیرل کیږی او د داعش پشمول له ترهه ګرۍسره دمبارزې په باب د امریکایانوادعا،دامریکا د حکومت له خوا د پیړۍ تر ټولو ستر دروغ دی .
په جینوا کې د دسیاسی ټولنیزو مطالعاتو عربی مرکز څه موده مخکې په یوه راپور کې لیکلی دی ، لویدیځی هیوادونه په سورئې کط دترهه ګرو اصلی ملاتړی دی ، چې لویدیځی هیوادونه له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې صادق نه دی او سورئې ته د ترهه ګرو دلیږدولو لپاره په سیمې کې له خپلو متحدانو ملاتړ کوی .خبری سرچینو ټینګار کړی،چې ترهه ګر،دنړۍ له اتیاؤ هیوادونو راټول او په سورئې کې دیره شوی دی .
دسورئې دبحران دحقایقو په باب بیلابیلو ایشواکونوعمومی افکار له هرڅه زیات دې واقعیّت ته متوجه دی،چې دغه بحران دلویدیځ او ځینو عربو رژیمونو څخه دفتنه پالوکړنو او لاسوهنو نتیجه ده .دامریکا په مشرۍ لویدیځی حکومتونو د ترهه ګرو ډلو دلیږدولو او له هغوی په هراړخیز ملاتړ سره له سوله ایزې لارې په سورئې کې د اعتراض کونکو د یوې برخې په غړولو سره،عملا،دغه هیواد له اتو کلونو راهسې دجنګ اوترینګلتیاؤ له سوزونکو لمبو سره مخامخ کړی دی . په دې توګه د سورئې د بحران اساس ، بهرنۍ لاسوهنې او دترهه ګرو لپاره د وسلو اوپیسو ورلیږدول دی چې تقریبا په دغو ټولو موضوعګانو کې د داعش ضده تش په نامه امریکائی ائیتلاف پکې ځانګړی رول لوبولی دی او له دې امله له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دهغوی ادعاګانې له دوکې او غولولو زیات بل هیڅ نه دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي