برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکایي یرغلګرو ناپاکي هیلي یې له خاورو سره ورخاوري

22 کلن عسکر Gabriel D.Conde جبریل ډي کونډ اوس په افغانستان کې نشته خو خپل کور امریکا ته هم نه دی تللی بلکي د خندق پرخوا یی مخه نیولي.


دا ځوان څلور میاشتې مخکي د دسمبر پر 25 افغانستان ته غالباً په هغه زرکسیزه ډله کې راغلی و چې ویل کیدل د ټرمپ په امر ډېر ماهر، تربیت شده او ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولیږل شول. ترڅو د ترهګرو جرړه وباسي.
دا سړی د پنټاګان د هغي ټولۍ سرباز و چې د تروریزم پرضد په لوړه سویه ځانګړي روزنه ورکول شوی او دی د هوایی ځواک او پیچلو عملیاتو ځانګړی متخصص وو. دا کږه خولۍ د همدې ځانګړو ځواکونو پوځي نښان دی. دغي ټولۍ ته په عامو حالاتو کې د جګړې اجازه نه وي، بلکي په ځینو مشکلو پیچیده حالاتو کې له دوی نه کار اخیستل کیږي.
په امریکایی رسنیو کې چې د دې سړي کومي ځانګړتیاوي بیانیږي؛ رښتیا چې امریکایانو نن یوه ستره ضایعه او صدمه لیدلي، د تعجب ځای هم دا دی چې وایی طالبانو هغه د اوږې په سپکه وسله په ډېره آسانۍ په نښه کړی دی. د نوموړي دنده نوره په ختمیدو وه په اونۍ یا دوو کې بیرته کور ته روان و.
— د پنټاګان پوځیان او عام امریکایان ډېر ورباندي غمجن دي، له تبصرو نه یې پته لګي، تر دې چې یوه امریکایی ورته لیکلي:
what a dope. Our qualifide guy wasted his life for nothing,, We should get all U.S. troops out of the heroin capitol of the world and then nuke it.. there are no “innocent civilians” there, only terrorists
څه و؟ چې زموږ د یو کدر ځوان ژوند یې د نه څه لپاره برباد کړ،؟ موږ باید خپل ټول پوځونه د هیروئینو له دې مرکز نه را وباسو او بیا هغه په آیټم بم له منځه یوسو، هلته هیڅ معصوم وګړی نشته، ټول ترهګر دي.
بل کس لیکي:
He died for nothing. Our Vietnam War continues. Over 58,000 names on The Wall. We did not learn and history is repeating its self. Again I support the troops, they do as ordered. Should have never went in Afgan like we did. There other ways to go after OBL and Co. Same with Iraq, never should have went in, look what we did to that country.
هغه د نه څه لپاره ومړ. زموږ د ویتنام جګړه جاري ده، 58000 نومونه پر دیوال راته ځوړند دي. خو موږ ترې سبق زده نکړ، تاریخ بیا تکراریږي. زه د خپلو ځواکونو ملاتړی یم، هغوی ته خو چې څه امر وي؛ هغه کوي، ولي موږ باید افغانستان ته داسی تللی نه وای لکه چې ولاړو. همدارنګه عراق ته. وګورئ موږ له هغه هیواده څه جوړ کړل؟
بل لیکي:
I said it 10 years ago get out of that hell hole…
ما لس کاله وړاندي دا ویلي وو چې د جنهم له دغه سوري څخه راووځئ.
— دې ته ورته په زرګونو تأثرات دي چې امریکایي خلک یې د دغه یرغلګر ځوان سره شریکوي ، څوک چې په ډېر لوړ قیمت د افغان بیچاره ولس او نورو مسلمانانو د وژلو لپاره ټرین شوی او ډېر امیدونه یې ورپوري تړلي و، خو د طالب جان د اوږي سپک ټوپک هغه په ډېره آسانۍ داسي په نښه کړ چې د احزاب خندق ته یې ورټیل واهه، د یو عالم امریکایي یرغلګرو ناپاکي هیلي یې له خاورو سره ورخاوري کړي.
پام چې بیا رو نشي…!

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي