برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داعش اصلا افغاني ماهیت نلري

دا هغه سرسخته افراطي سلفي ډله وه چې حتی په عربي هیوادونو کې یې هم پلویان شاذ اونادر پیدا کیدل. مګر دا چې نن دغه ډله زموږ په هیواد کې ددې جوګه شوه چې په یوه اونۍ کې سل تنه ملکي خلک یوازې په کابل کې وژني، معلومه خبره ده چې داعش ته د دومره پراخ نفوذ امکانات برابر شوي دي.


ستاسو به هیر وي مګر زما په یاددي، کله چې په عراق کې داعش خپل خلافت اعلان کړ او ابوبکر بغدادي یې د خلیفة المسلمین په نوم مسمی کړ، نو تر ټولو لومړی په فیسبوک کې د ملي امنیت اجیرو لیکوالانو د طالبانو د ځورولو لپاره د بغدادي لپاره کمپاین شروع کړ. ما خپله د مجید قرار او سید شاه سقیم فیسبوکي پوسټونه لیدلي دي چې لیکلي به یې وو: (زما خو سر له اوسه له خلیفه بغدادي سره بیعت اعلان دی) دوی به دا خبرې ځکه کولې چې طالبانو له بغدادي سره بیعت او د هغه مطرح کیدل د ځان لپاره خطر باله. او فیسبوکي اربکیانو بیا فکر کاوه، چې د داعش په راتګ سره به شاید طالبان مات او د دوی ارمان به ترسره شي. خو خبر نه و چې داعش به تر نورو مخکې د دوی قلمي اربکیانو( خبریالانو) ته داسې مغزن ګوزار ورکړي چې له درد او دوکه به یې قرار او سقیم د کفریاتو تر حده وسونګیږي.
دغه نن سبا چې فیسبوکي اربکیان یې له بوږنوونکو حملو او قتل عامونو څخه په چیغو او ژړا دي، څوک کفریات غږوي، څوک ژړا او انګولا کوي او څوک ځان او ملت ته په ښکنځلو دي، دا هماغه داعش دی او د هغه بغدادي پیروان دي، چې دوی ورسره افتخاري بیعتونه اعلانول، دوی ورته فیسبوکي کمپاین کاوه او دوی به یې عکسونه په فیسبوک کې طالبانو ته دا دا کول چې تم شئ داعش درپسې را روان دی. طالبانو په ځان کې دا توان لید چې په هره برخه کې دداعش مقابله وکړي. مګر نن سبا دا حکومت او فیسبوکي اجیران یي دې چې دداعشیانو له ګوزاره د ایجړاګانو په شان اونګیږي.
بله خبره دا چې ګډوله حکومت او پلویانو یې یوازې په تبلیغاتي برخه کې داعش ته خدمت نه وکړ،بلکې په اکمالاتي، پوځي او استخباراتي برخو کې یې هم داعش اکمال کړ، مطرح یې کړ، ویې پړساوه او د دې جوګه یې کړ چې خلک ووژني.
دا پرون پرون  د طلوع نیوز خبریالې انیسې شهید دا خبره افشاء کړې ده او د ملي امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبیل له قوله یې ویلي دي چې : کله چې زه د ملي امنیت رئیس وم او داعش نوی په افغانستان کې د راژوندي کیدو په حالت کې و، حکومت رسما له ملي امنیت ریاست څخه وغوښتل چې دداعش د لوی ښودلو او مطرح کولو لپاره دې کار وکړي.
یو بل راز پرون د زابل ولایت د استخباراتو پخواني رئیس جنرال حمد الله نازک افشاء کړ، نوموړي د لمر تیلویزیون د تودې خبرې په پروګرام کې وویل چې ده ته د حکومت لخوا ویل شوي و چې په افغانستان کې داعش زموږ په ګټه دی. د نوموړي خبره ځکه ډیره د اعتبار وړ ده چې نوموړی د زابل ولایت د ملي امنیت رئیس و هغه وخت چې په دې ولایت کې د داعشیانو لومړني تحرکات پیل شول.
که له داعش څخه د حکومتي ملاتړ  په اړه پخوانۍ ټولې ادعاوې، د ظاهر قدیر او پارلماني وکیلانو شهادتونو او نور اسناد بې اعتباره وبولو، د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل او جنرال حمد الله نازک اعترافات خو هغه شواهد دي چې هیڅوک هم ترې انکار نه شي کولای. نو له دې څخه همدا نتیجه اخیستلی شو چې داعش هاغه مار دی چې حکومت په ځانګړي ډول ملي امنیت په خپله روزلی او اوس که دغه مار هزاره ګان قتلوي، که په جوماتونو، مارکیټونو، زیارتونو او نورو عامه مجامعو کې چاودنې کوي او که خبریالان په ډلییز ډول وژني د دې ټولو قتلونو مسؤلیت ارګ او د ارګ ټوپکي او قلمي اجیرانو ته راجع دی. د شش درک په پیښه ژړیدونکي فیسبوکي اربکیان باید خپل ګریوان ته لاس واچوي هیڅوک هم پرې ملامت نه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي