برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

داعشیان لا هم د ننګرهاریانو په وینو نه دي خړوب

آریانانیوز: درې کاله کیږي چې په ننګرهار کې د داعش غږ پورته شوی دی. که څه هم په دې سیمي کې داعشي افکار اوږد تاریخ لري او له هغه وخته دلته داعشي افکارو ريښې کړي، کله چې د تیر جهاد په مهال د داعشیت مراجعو د افغان مهاجرو له غربت او احتیاج څخه ناوړه استفاده وکړه، هغوی ته یې مرستې د عقیدې او مذهب د تغیر په بدل کې ورکولې او یو شمیر جهادي مشران لکه سیاف او نور یې په بیه واخیستل.
د ننګرهار ځینو اوسیدونکو که څه هم داعشي افکارو ته په خپله غیږ کې ځای ورکړ، خو داعشیت له ټولو وړاندې خپله ننګرهار ته بلا شو. په تیرو دوو کلونو کې که په ننګرهار کې د داعشیانو جنایات راشمیرو نو ښایي دا لیکنه یې د احتواء تاب ونلري. داعشیانو د ننګرهار په خلکو د ظلم، قتل، تخریب او قساوت هغه چپې میچنې وچلولې چې د بیلګو یادونه یې انسان ته د چنګیز ، هټلر او سټالین مظالم وریادوي.
سپین ږیري یې په بمونو کینول، ماشومان یې په منځ نیم کړل، د ښځو او کونډو د نکاح واک یې په لاس کې واخیست، د مکاتبو چپړاسیان یي ذبح کړل، د ښځو د دایه ګانو په مرکز یې بریدونه وکړل، د کرکټ لوبغاړي یې په بمونه ریز مریز کړل، لنډا چې د وحشت او قساوت هیڅ مثال یې پرې نه ښود چې د ننګرهار به مظلومو اوسیدونکو یې نه وي تجربه کړی.
په دې لړ کې تیره ورځ چې د روان کال د سبتمبر ۱۱ مه داعشیان یو ځل بیا په چپ لټ راپورته شوي وو نو ځکه یې په څو چاودونو کې د لسګونو ننګرهاریانو ځوانۍ خاورې کړې او د مرګ په خوب یې ویده کړل. تیره ورځ داعشیانو د جلال اباد په ښار او بهسودو ولسوالۍ کې دوه د نجونو او یو د هلکانو ښوونځي په نښه کړ او بمونه یې پرې وچاودل، لومړی یې د ښار دوهمه ناحیه کې د بي بي حوا د نجونو لیسې ته لاسي بم ور واچاوه او بیا یي د بهسود ولسوالۍ په بنغزو سیمه کې د ماشومانو د یوه ښوونځي تر مخ چاودنه وکړه، کله چې له چاودنې وروسته ماشومان راټول شول نو دوهمه چاودنه یي ورباندې ترسره کړه او ماشومو زده کوونکو ته یي تلفات واړول.
د ماشومانو له قتل وروسته داعشیانو غرمه مهال د جلال اباد ــ تورخم په لاره د ډکې په سیمه کې د شینوارو د ستر قوم د خلکو په مظاهره باندې یو داسې ځان وژونکی برید وکړ چې د ځاني تلفاتو له اړخه بي ساری و. د ننګرهار چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په دې برید کې څه کم ۷۰ تنه چې ټول ولسي خلک دي وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي. خو په فیسبوک کې د ننګرهار اوسیدونکي او د پيښې عیني شاهدان وایي چې د تیرې ورځې په داعشي برید کې د ۹۰ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
سړی نه پوهیږي چې دا کوم وړ جهاد او د کوم کتاب فتوا ده چې د غیر مکلفو او مرفوع القلم ماشومانو د ښوونځي مخې ته بم خلاص کړه، چې هغه راټول شي نو دوهمه چاودنه پرې وکړه او معصوم اجساد په وینو کې ولمبوه.
بله دا چې د عامو وګړو مظاهره چې له ظالم او طاغوتي حکومت څخه شکایت لري. د اربکیانو په ضد یې پاڅون کړی مګر بیاهم داعش ورځي په منځ کې یې ځان الوځوي. ۹۰ تنه ځوانان په شهادت رسوي او څه کم ۲۰۰ تنه نور ټپیان او معیوبوي. دا احمقانه بریدونه او غیر انساني اعمال د داعشي تفکر خامي رابرسیره کوي او دا خبره ثابتوي چې دغه د ګیډې مجتهدین په حقیقت کې هیڅ دین، شریعت، کتاب او منهج ته هم پړه نه دي. بلکې یوازې د خپل هوش او شوق بندګان دي او شیطاني هوس یې چې څه په زړه کې ورتیره کړي، هغه عمل ځان جائز بولي او سرته یې رسوي. که ننګرهاریان او ټول افغان مؤمن اولس د دغه بیلاري او بې مغزه تفکر په وړاندې راپورته نه شي او په هر میدان کې یې سرکوب نکړي نو هره ورځ دې دداسې فاجعو شاهدان اوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي