برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دآمریکا د C.I.A ځانګړي معتهدان د طالبانو تر ماشه لاندې

د تیرې پنجشنبې په ماښام طالبانو د پکتیا د صفر (۱) قطعي قومندان عزیز الله (کاروان) د کابل ښار په یوې خوندې سیمې کې د یوه هیښوونکي غلچکي برید په ترڅ کې وواژه.


قومندان عزیز الله په جنوبي محاذ کې د سي آی ،اي یو له هغو باوري استخباراتي کسانو څخه و چې د طالبانو د پوځي فعالیتونو په مخنیوي کې ورباندې خاص حساب کیده .
د کابل ښار په خوندې سیمه کې د عزیز الله کاروان وژنه او هغه هم په دغسي تکتیکي ډول به حتما د کابل رژیم د نورو کلیدي امنیتي او استخباراتي کسانو پر مورال ځپونکی اغیز ولري.
د عزیز الله پوځي مشخصات
عزیز الله کاروان د امریکايي څارګرې شبکې غړی او د کابل رژیم د څو محدودو امنیتي او استخباراتي کلیدي کسانو په جمله کې یو ډیر فعال او د تکتیکي مشخصاتو لرونکی ماهر پوځي او استخباراتي افسر و.
د کابل رژیم لکه څرنګه چې د هغه له ترکیبي تشکل څخه معلومیږي په مجموع کې د امریکايي موخو د پلی کولو لپاره جوړ شوی رژیم دی او تشکیلاتي جوړښت یې په غیر متجانس ډول له ډیرو مختلف الأضلاع عناصرو څخه جوړ شوی دی.
د هغه په ترکیبي تشکیل کې د غني او احدي په څیر غرب فکره دیموکراتان، د کشاف او سیاف په څیر مذهبي شیادان ( ګنکپان) ، د دوستم او شیرزي په څیر بولهوسه بیسوادان، غله ، د نشه يي توکو کاروباریان، په مافیايي او جاسوسي کړیو پوري تړلی جاسوسان او هر ډول بلاوې رایوځای کړل شوې دي.
دغه هره ډله د خپلو شخصي موخو او غلاوو لپاره په خلاص لاس کار کوي ، امریکایان هم د دې په خاطر چې د دوي ګټې محفوظې وي له دغو نا متجانسو مرکباتو سره خاصي اړیکې ساتي او د غلاوو ، جاسوسیو او عیاشیو یې هیڅ پروا نه لري.
دغه رژیم چې د امریکا د پوځي یرغل په ترڅ کې رامنځته شوی د دفاع او امنیت دنده يي شخصا د امریکایانو په غاړه ده نور هرڅوک خپل کار کوي ، څوک غلاوي ، څوک د مذهب په نوم فتوا فروشي ، څوک له امریکا پرته نورو هیوادونو ته جاسوسي ، څوک د مخدره توکو لیږد رالیږد، څوک د دولتي شتمنیو چور تالان او څوک هم په کابل او بهر کې عیاشي.
فقط د ګوتو په شمار څو محدود کسان دي چې امریکایان په تیره د هغوی څارګره اداره سي آی اي توانیدلي چې امریکايي اهدافو ته د د دغو کسانو تعهد او وفاداري درک او له هغوي څخه د خپل اشغالي نظام په ټینګښت او دفاع کې کار واخلي.
د سي .آی.اي ځانګړي همکاران :
امریکایانو پر افغانستان تر خپل پوځي یرغل وړاندې د افغانانو په منځ کې څو داسې استخباراتي عناصر پیدا کړي و چې وکولای شي د هغوی له مرستې او جاسوسي نه په استفادې سره په افغانستان کې خپل اشغال ته زمینه مساعده کړي.
د دغو کسانو په جمله کې د امریکايي اشغال لومړنی قرباني قومندان عبدالحق، حامد کرزی او همداراز په شمالي ټلوالې پوري تړلې څو نورې منفورې مُهرې وې.
خو د اشغال له ترسره کیدو او افغانستان ته د امریکایانو د پوځي ځواکونو تر رارسیدو وروسته هغوی دلته یو شمیر نور کسان هم پیدا او هغوي یې په افغانستان کې د راتلونکو جاسوسي فعالیتونو د پلي کولو لپاره مشخص کړل.
چې د هغوی له جملې څخه یې معصوم ستانکزی، اسدالله خالد، قومندان رازق، عبدالله لغمانی، جنرال داود داود، مطیع الله خان د اروزګان پخوانی امنیه قومندان ، قومندان رازق او تازه له نړۍ رخصت کړی شوی قومندان عزیز الله کاروان د یادولو وړ دي.
پورتني کسان د خپل فکري او سیاسي تشخُص له مخې هغه کسان دي چې په ټوله معني امریکايي مصالحو ته وفادار او امریکایان هم د خپلو باوري همکارانو په توګه ورباندې خاص حساب کوي.
د بیلګې په توګه کله چې اسدالله خالد د ۲۰۱۲ په دسمبر کې د طالبانو په یوه تکتیکي برید کې ژوبل او د درملنې لپاره امریکا ته ولیږدول شو ، هلته يي د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما او د هغه د دفاع وزیر په جلا جلا ډول عیادت او پوښتنې ته ورغلل.
حال دا چې په عین همدې شپو ورځو کې ملک عبد الله د سعودي پخوانی باچا هم په عین همدي روغتون کې تر درملنې لاندې و خو ولس مشر اوباما یې کله هم لیدو ته ور نغی.
امریکایانو د دغو کسانو د اخلاقي ، فکري او ټولنیز وضعیت په درک کولو سره هغوي خپل باوري کسان بللي، سرمایه ګذاري یې ورباندې کړې او په کابل کې یې د هغوی د لاسپوڅي رژیم په چوکاټ کې ورته ډیر صلاحیتونه ورکړي دي.
د دغوکسانو مشخصه دا ده چې د هغوی اکثریت مطلق بیسواده ، د بشري حقونو د څارکمیټې لخوا پر بشري جرمونو تورن او یو یې هم په افغانستان کې درنو کورنیو ته د انتساب ویاړ نه لري.
د هغوی اکثریت له خپلې بیسوادې سره سره د رژیم د نورو لوړ پوړو چارواکو په منځ کې داسې کسان دي چې رژیم ته من حیث د نظام کار او فعالیت کوي ، یاني د رژیم نورو چارواکو ته که وکتل شي د هغوی اصلي فعالیت غلا ، فساد ، غصب او خپل شخصي اغراض دي چې په رژیم کې له لوړو دندو څخه په استفادې سره یې کوي ، خو پورتني کسان نظام او امریکايي موخو ته د تعهد له مخې پرغلا او فساد باندې د امریکايي اهدافو تحقق ته ترجیح ورکوي او ټول کوښښ یې دا وي چې څرنګه وکولای شي امریکايي نظام ته په افغانستان کې د پلي کیدو زمینه مساعده کړي.
د طالب تر ماشه لاندې
طالبان چې په افغانستان کې د اشغال په وړاندې د مقاومت مسؤلیت په غاړه لري د امریکایانو پوځي او استخباراتي فعالیتونه په کلکه څاري چې له امله یې د کابل رژیم په منځ کې د خپلو استخباراتي فعالینو په وسیله د سي ای اي او د دغو مشخصو افرادو ترمنځ ژور علائق او د دوي ترمنځ د پوځي او جاسوسي نزدیوالې او نزاکت ښه درک کړی دی.
ځکه یې د رژیم د ټولو لوړ پوړو پوځي، استخباراتي او سیاسي چارواکو په منځ کې همدا مشخص افراد ترخپلې خاصې څارنې لاندې نیولي او د وخت او شرائطو په مساعد کیدو سره یې د هغوي حساب ور تصفیه کړی او له منځه وړي دي.
طالبان تر اوسه د سي آی اي د دغو باوري همکارانو له جملې څخه په شمال کې د جنرال داود داود، په ختیځ کې د عبد الله لغماني، په لویديځ کې د مطیع الله خان ، او په جنوب کې د عزیز الله کاروان په تصفیه کولو او د معصوم ستانکزي، اسد الله خالد او قومندان رازق په ژوبلولو بریالي شوي دي.
دا چې یاد کسان د امریکايي استخباراتو له خاص حمایت څخه برخمن دي ، نو طبعا یې امنیتي تدابیرهم د رژیم د نورو افرادو په نسبت ډیر قوي او ځواکمن وي.
خو طالبان هم د دوی د کلکو او ځانګړیو امنیتي تدابیرو په تناسب د دوی د وژلو او له منځه وړلو لپاره هماغسي پیچلي تکتیکونه کاروي چې تقریبا اوس یې د سي آی اي د دغه ځانګړی حمایتی ګروپ فعالیت شنډولو او له منځه وړلو ته نیږدي کړی دی.
طالبان د هغوي د په نښه کولو او له منځه وړلو لپاره ډیر پیچلي او مغلق تکتیکونه کاروي ، داسي تکتیکونه چې له یوې خوا په نښه شوی شخص له منځه یوسي او له بلې خوا په یاد تکتیک سره د رژیم د استخباراتي او پوځي چارواکو ترمنځ یو پر بل باندې سخته بي اعتمادي رامنځته کړې.
د بیلګې په ډول طالبانو په کال ۲۰۱۱ کې معصوم ستانکزي او د سولې شوری فقید مشر استاد رباني په داسې ډول په نښه کړل چې وژونکی برید ګر د ښاغلي رباني او معصوم ستانکزي دفتر ته د مولوي ارسلان رحماني چې هغه مهال ژوندی او دمشرانو جرګې فعال غړی او د معصوم ستانکزي له قابل اعتماد کسانو څخه و په شخصي موټر کې ور ورسول شو.
په دې پیښه کې چې د استاد رباني په وژل کیدو او ستانکزي په ژوبلیدو پایته ورسیده د رژیم د لوړ پوړو چارواکو په منځ کې تر اوسه دا بي باوري شته ده چې د رژیم یو اړخ (شمالي ټلواله) معصوم ستانکزی د استاد رباني د وژنې په قضیه کې ښکیل ګڼي او کله ناکله ورته په دې اړه د غچ اخیستنې ګواښونه هم کوي.
همدا راز په کال ۲۰۱۵ کې د مطیع الله خان د وژنې تکتیک چې تر اوسه پوري نه سي ای اي او نه هم د کابل رژیم استخباراتي چارواکي په دې نه دې توانیدلي چې معلومه کړي طالبانو څه ډول او په کوم تکتیک سره مطیع الله خان له منځه یووړ؟
د طالبانو لخوا په افغانستان کې د سي آی اي د ځانګړیو همکارانو د تعقیب په لړۍ کې هغوی وتوانیدل چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار په یوه خوندي سیمه کې د دغه جاسوسي ګروپ یو بل تر ټولو مغرور او فعال غړی عزیز الله کاروان هم د خپلو ژوندیو ملګرو له صف نه جدا او په وژل شویو پوري ملحق کړي.
د عزیز الله له منځه وړل بر سیره پر دي چې امریکایانو خپل یو ډیر د اعتماد وړ شخص له لاسه ورکړ د وژلو هیښوونکي تکتیک یې د رژیم د چارواکو ترمنځ بیا ډیرې بي اعتمادۍ وزیږلې.
نتیجه :
په افغانستان کې د امریکایانو او د هغوی د څار ګرې شبکې سي ای اي د معتمدو همکارانو په جمله کې په شمال کې د جنرال داود داود، په ختیڅ کې د عبد الله لغماني ، په غرب کې د مطیع الله خان ، او په جنوب کې د عزیز الله کاروان په له منځه تللو سره د هغوی کاري ګروپ نیږدي نور شنډ کړل شوی دی.
په تیرو ۱۷ کلونو کې امریکایان توانیدلي وو چې په افغانانو کې د غه محدود اشخاص د خپلو معتمدو ایجنټانو په حیث د مقاومت په له منځه وړلو او کمزوري کولو کې استخدام کړي.
خو مقاومتی لوری وتوانیده چې په ډیره بریالۍ توګه هغوی یو، یو په نښه او په خپل وخت له منځه یوسي.
د طالبانو لخوا د سي آی اي د خاصو همکارانو دغه ډول په نښه کول که له یوې خوا د مقاومت د پوځي تکتیکونو د پوخوالي او مهارت ښکارندوي کوي له بلې خوا د دې استخباراتي ګروپ پاتي نیمی نیم ژواندي غړیو ته د خطر هغه زنګ هم دی چې دوئ یې له مودو را هسیې په ترخه انتظار کې د ژوند لحظه شماري کوي…
د هغې ورځې د ژر را رسیدو په هیله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي