برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دآمریکا داخلی کړکیجونه

آریانانیوز: د پوله ايز دېوال د جوړولو په سر د ډېموکرېټانو او سپينې ماڼۍ ترمېنځ په امريکه د کورنيو اختلافاتاتو زياتېدل، د فيډرل حکومت د تعطيلېدو په وجه د ټرمپ حکومت په خلاف د قانوني اقداماتو پراختيا، د امريکې او چين ترمېنځ د تجارتي جنګ د منفي اړخونو په باره کښې د نړيوال بېنک خبردارے او د امريکې په وسله والو ځواکونو کښې د جنسي آزار او زورونې په اړه د نوي رپوټ خپرېدل د امریکې ځينې هغه ډېرې مهمې پېښې دي چې پکار دي ورته اشاره وشي.
د مېکسيکو په پوله کښې د دېوال د جوړولو د پينځه ميليارد او اوۀ سوه ميلين ډالرو د بيلولو لپراه د امريکې د کانګرېس لخا د دغه هېواد د ولسمشر د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې له ردولو او ورپسې د فيډرل حکومت له تعطيلۍ څخه د تقريباً درې هفتو په تېرېدو سره ډونالډ ټرمپ يو ځل بياد پوله ايز دېوال د جوړولو په لازموالي باندې په ټينګار سره د حکومت د بيا خلاصولو لار د دغه دېوال د جوړولو د بودجې منظورول وبلل. ټرمپ د پوله ايز دېوال د بودجې د نه منظورولو لپاره به هلو ځلو باندې د ډېموکرېټانو په تورنولو سره تاکيد وکړ: د حکومت تعطېلېدل د دغې بودجې په سر د کانګرېس او سپينې ماڼۍ ترمېنځ د رامنځته شوي مشکل په وجه دي او د حکومت د خلاصېدو يوازېنۍ لار له مېکسيکو سره د دغه هېواد په پوله کښې د فولادې دېوال د جوړولو لپاره د غوښتل شوې بودجې منظورېدل د امريکې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتي تبليغاتو په دوران کښې د ټرمپ له انتخاباتي وعدو څخه وو چې هغه اقتدار ته د رسېدو له وخت نه د هغې د اجرا کېدو په تکل کښې دے. ټرمپ ادعا کوي چې د ميکسيکو په پوله کښې د دېوال جوړېدل د امريکې د کورني امنيت د زياتېدو سبب کيږي او مهاجرينو او ورانکارو او قاچاقچي بانډونو له ننوتلو څخه مخنيوے کوي. د امريکې د ولسمشر ادعا په داسې حال کښې ده چې زياتره کارپېژاندي د مېکسيکو په پوله کښې دېوال جوړېدل عملي نه بولي. د سيمې حالات، د ذاتي جائېدادونو او ملکيتونو شتون، د دغو جائېدادونو او ملکيتونو د اخېستلو لپاره قضائي دعوو ته د حکومت وردانګل، د پوله ايز امنيت او د ديوال د امنيت ټينګول له هغو مواردو څخه دي چې مخالفان ورباندې په تاکيد سره د دېوال جوړول ناممکنه بولي. له دغو ټولو خنډونو سره سره ټرمپ هم هغه شان د دغه دېوال به جوړولو تاکيد کوي. په حقيقت کښې دغه موضوع له دې زيات چې امريکې ته د مېکسيکو له پولې څخه د مهاجرينو د ننوتلو حل لاره او ضرورت وي، د ټرمپ او ډېموکرېټانو ترمېنځ په يوې سياسي رساکشۍ بدله شوې ده. د امريکې د پارلېمان ډېموکرېټ استازي الېکزېنډر اوکازيو کورټز د تېرې هفتې د نهې په ورځ وويل،ټرمپ له هغو ټولو کسانو سره چې هېواد ته په قانوني توګه ننوتلې شي جنګيږي او هغوي مجبوروي چې په غېر قانوني توګه د هېواد خاورې ته داخل شي او بيا د هغوي د مهاجرت په غېر قانوني والي حمله کوي. ټرمپ کوشش کوي چې په هرې طريقې سره وي د ضرورت وړ بودجه برابر او د دېوال په جوړولو لاس پورط کړی چې د امريکې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کښې يو ځل بياهغه د رائې ورکونکو مخې ته کيږدي او د ضرورت وړ رائې ترلاسه کړي.
د فيډرل حکومت د تعطلېدو په وجه د ټرمپ د حکومت په خلاف د قانوني اقداماتو زياتېدل د امريکې د تېرې هفتې يوه بله واقعه وه. د فيډرل حکومت د تعطيلېدو منفي اړخونو ته په پام سره د امريکې د فيډرل کارکونکو دويم انجمن په رسمي توګه د حکومت د تعطلېدو د دوام به وجه له ټرمپ څخه شکايت وکړ. اېن ټي اے يو اتحاديې چې يو نيم سل زره غړي لري د دې په وجه چې په سلګونو زره امريکائي کارګران مجبور شوي دي بې له تنخوا کار وکړي محکمې ته د درخواست په وړاندې کولو سره له ډونالډ ټرمپ څخه شکايت وکړ. دغه شکايت له دې يوه هفته وروسته شوے دے چې د حکومتي کارکونکو امريکائي فيډرېشن اي اېف جي اے انجمن هم د ټرمپ په خلاف داسې يو درخواست محکمې ته وړاندې کړے دے. اېن ټي اے يو انجمن په خپل شکايت ليک کښې د امريکې د فيډرل حکومت د کارکونکو د ځنډېدل شويو تنخواګانو د ادا کولو غوښتنه کړې ده.د دغه انجمن مشر د امريکې د حکومت تعطيلي يوه خندونکې چاره بللې ده او وې ويل: کارکونکي پکار نه دي د اوسنۍ ګډوډۍ قيمت ادا کړي.
همدارنګ په امريکه کښې په سلګونو حکومتي کارکونکو چې د حکومت په تعطيلېدو سره بې له تنخواګانو پراته دي د تېر پنجشنبې په ورځ د دغه چلند په دوام باندې په اعتراض کښې د سپينې ماڼۍ په لور لاريون وکړ. د امريکې حکومت د ۲۰۱۸ کال د دسمبر له ۲۲ نېټې نه تر اوسه هم هغه شان تعطيل دے. د فيډرل حکومت تقريباً اته لکه کارکونکي د حکومت د تعطيلېدو په وجه بغېر تنخواګانو پراتۀ او مجبور دي يا په کور کښې کښېني يا بې له تنخواګانو خپل کار ته دوام ورکړي. ټرمپ د استازيو د سختۍ په وړاندې حکومت تعطيل کړ او د هنګامي حالت د اعلانولو ګواښ يې کړے دے. دا په داسې حال کښې دي چې د فيډرل حکومت تعطيلي د امريکې لپاره د زياتو اقتصادي او سياسي زيانونو سبب شوې ده. په تېره بيا په اقتصادي برخه کښې د امريکې د حکومت تعطيلي د لږ تر لږه اتو لکو کارکونکو د بې روزګارۍ او د تنخواګانو د نه ادائګۍ سبب شوې ده. په دې زمينه کښې د اعتبار سنجونې د موسسې جاجونه ښودنه کوي چې د امريکې د فيډرل حکومت تعطيلي هره هفته يو ميليارډ او دوه سوه ميلين ډالر تاوان رسوي. ټرمپ ګواښ کړے دے چې دې تيار دے چې د حکومت تعطيلي تر مياشتو او حتی له يو کال نه تر زياتې مودې پورې اوږده شي. دا په داسې حال کښې دي چې د نويو شمېرو خپرېدل ښودنه کوي د ډونالډ ټرمپ په اقتدار کښې د راتلو له وخت د امريکې ملي پوروړتيا دوه ټريلين ډالره زياته شوې ده. د انډيپېنډېنټ برطانوي ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امريکې د خزانې د وزارت لخوا خپرې شوې شمېرنې ښودنه کوي چې د امريکې ملي پوروړتيا د ۲۰۱۸ کال تر آخره پورې تقريباً دويشت ټريلين ډالرو ته ورسېده چې دوه ټريلين له هغه وخت نه زياته ده چې کله ټرمپ سپينې ماڼۍ ته ننوتۀ. د سي اېن اېن چېنل شننې هم ښودنه کوي چې دغه پورونه همدارنګ په ۲۰۱۸ مالي کال کښې د امريکې له کورني ناخالص توليد څخه اته اويا فيصده تشکيلوي له ۱۹۵۰ کال څخه ترټولو لوړه فيصدي حسابيږي
د امريکې له تجارتي او اقتصادي برخې سره اړوند يوه بله مسئله د امريکې او چين ترمېنځ د تجارتي جنګ د منفي نتائجو په باره کښې وه. ټرمپ د ملاتړپاله سياست په لړ کښې د نويو تجارتي تعرفو په اعمالولو سره په عملي توګه له چين سره پراخه تجارتي جنګ ته وردانګلي دي. که څه هم په آرجنټائن کښې د شل ډلې د سرمشريزې غونډې ترڅنګه د چين د ولسمشر شي جين پينګ او ټرمپ ترمېنځ له خبرو اترو وروسته د دغو دواړو هېوادونو ترمېنځ نوي ورځنۍ تجارتي جنګ بندي ټينګه شوه، خو شواهد ښودنه کوي چې واشنګټن نه يوازې له بيجنګ سره د روغې جوړې اراده نه لري بلکه د لا زياتو تجارتي امتيازاتو د حاصلولو لپاره په چين باندې د دباونو د زياتولو غوښتونکے دے. په دې لړ کښې نړيوال بېنک د تېرې هفتې د نهې په ورځ خبردارے وکرړ چې د نړۍ د دوو وړومبنيو اقتصادي قوتونو يعنې امريکې او چين ترمېنځ تجارتي تاوتريخوالو تر اوسه د نړۍ اقتصادي ودې ته يو لړ جانبي زيانونه رسولي دي او دا ګواښ شته چې لا زيات تاوانونه هم ورته ورسوي، لکه څنګه چې د ۲۰۱۸ کال د جون له اټکلونو سره په پرتله کښې د نړۍ اقتصادي وده يوه اشاريه لس فيصده کمه شوې ده. دغه مسئله نه يوازې د پېسو د نړيوال صندوق په شان د نړيولو مالي ادارو اندېښنې له ځان سره لرلېده بکله د واشنګټن راوپائي انډيوالانو هم په دې باره کښې د خطر ټالۍ وهلې ده او خبردارے يې ورکړے دے چې د امريکې او چين ترمېنځ تجارتي تنازعه د يو نوي سوړ جنګ د شروع کېدو سبب شي. د فرانسې د خزانې د وزير برونو لومر د وېنا له مخې که د امريکې او چين تجارتي تاوتريخوالي په سوړ جنګ بدل شي نو د دنيا ټول هېوادونه به يې بائيلونکي وي. چين او امريکې د ۲۰۱۸ کال له مېنځنيو وختونو څخه تجارتي جنګ ته وردانګلي دي چې د اقتصاد پوهانو د وېنا له مخې د نړيوال اقتصادو لپاره غميزناک کېدې شي. د شي جين پينګ د وېنا له مخې ملاتړپاله اقدامات له کوتاه نظره پالېسۍ څخه سرچينه اخلي او ماته خوړونکي دي. هيله کيږي چې چين چې اوس د نړۍ دويم قوت ګڼل کيږي خپلې اقتصادي توانمنۍ ته په پام سره د امريکې د تجارتي او اقتصادي کمزرويو ټکو څخه په ګټه اخېستو سره په واشنګټن باندې د چلند د بدلون لپاره دباو راوړي. ټرمپ ادعا کوي چې د امريکې له تجارتي غوښتنو څخه پېروي ته د بيجېنګ د مجبورولو لپراه د لا زياتو دباونو اړم په اختيار کښې لري. په عېن حال کښې د امريکې لوړرتبه حکومتي چارواکي په خاصه توګه د چين په وړاندې د ملاتړ پالو سياستونو په دوام باندې تاکيد کوي.
په فوځي ډګر کښې د امريکې يوه بله پېښه د امريکې په وسله والو ځواکونو کښې د جنسي ازارونې او زورونې د زياتېدو په باره کښې د نويو اطلاعاتو خپرېدل وو. په دې لړ کښې اېنډيپنډېنټ برطانوي ورځپاڼې وليکل، د امريکې په فوځ کښې زياتره ښځې له جنسي ازارونې سره مخامخې شوې دي. د سمېتسونين مجلې د وروستۍ سروې مطابق د امريکې په فوځ کښې په دريو کښې دوه برخې ښځو ويلي دي چې د هغوي د خدمت په دوران کښې ورباندې جنسي تيري شوي دي. په دغه سروې کښې په مجموعي توګه اته شپېتۀ فيصده ښځو ويلي دي چې د خپل خدمت په دوره کښې يې جنسي تبعيض او ۶۶ فيصده جنسي زورونه تجربه کړې ده. د دغې سروې مطابق همدارنګ تقريباً شپږ فيصده سړيو هم ويلي دي چې له جنسي زورونې او ازارونې سره مخامخ شوي دي. دغه شمېرنې له مخکېنيو شمېرنو ډېرې زياتې دي. په داسې حال کښې چې د امريکې د دفاع د وزارت د شمېرنو له مخې اوويشت فيصده ښځو ښځې په فوځ کښې د خدمت په دوران کښې جنسي ازارېدنه او زورېدنه تجربه کړې ده. پېنټاګان په خپل کلنۍ رپوټ کښې چې د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کښې خپور شو وويل چې به ۲۰۱۷ کال کښې د امريکې په فوځ کښې جنسي زورېدنه او ازارېدنه تقرپباً لس فيصده زياته شوېوه. د فعالانو د وېنا له مخې هغه شمېرنې چې پنټاګان وړاندې کړي دي له حقيقي رپوټونو څخه ډېر کمې دي. د تېرو کلونو په دوران کښې د امريکې د فوځ يو مشکل چې په ځلونو رسانه اي شوے هم دے، په يو بل باندې د دغه هېواد د فوځيانو جنسي تيري او جنسي ازارونې دي. يوه داسې مسئله چې نن په يو بل بنيادي مشکل بدله شوې ده. د امريکې په فوځ کښې د ښځينو فوځيانو حالت نن سبا داسې دے چې د خپل يو انډيوال لخوا په يوې امريکائي فوځي ښځې باندې د جنسي تيري احمال د جنګ په مېدان کښې د دښمن په لاسو د حملې ، تيري يا وژل کېدو له احتمال نه زيات دے. د امريکې په فوځ کښې په ښځو د تېريو شمېرنې د غېرفوځي ټولنې له اوسطې اندازې نه زياتې دي او دې حد ته رسېدلي دي چې د فوځ قوماندانانو د جرم د واقعاتو د تجزيې او څېړنې لپاره د قربانيانو د خاص يونټ د جوړولو او له قربانيانو سره د مرکې کولو اقدام کړے دے چې د خاصې ډلې دغه کار د مجرمانو په اړه د انصاف اجرا ممکنه کړې شي. د امريکې په فوځ کښې د جنسي تيريو بحران چې د خاموشۍ ترسيوري لاندې هم هغه شان مخ په زياتېدو دے د امريکې د خلقو او حتی د فوځي کارپېژاندو ترمېنځ يو لړ اندېښنې رامنځته کړي دي. کارپېژاندي دغه ښکارنده د امريکې په فوځ کښې د يو سېسټمېټک حقيقت او حتی په هدفمنه توګه بولي چې کېدې شي له ځينو اړخونو څخه د دغه هېواد د فوځي يونټونو د ناکامۍ سبب کيږي. د امريکې په ټولنه کښې له هرو شپږو ښځو څخه يوه ښځه له جنسي ازارونې او زورونې سره مخامخيږي په داسې حال کښې چې په فوځ کښې دغه اندازه د سرکاري شمېرنو له مخې له هرو درې کسانو څخه يو مورد دے. په کلي توګه امريکه د ښځو لبراه د نړۍ د ډېرو خطرناکو هېوادونو برخه ګڼل کيږي.د نړۍ کارپېژاندو د ټامس روئيټرز فاونډېشن د سروې له نظره امريکه د ښځو لپراه د نړۍ لسم خطرناک هېواد وبلۀ. کارپېژداندو د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د جنسي حملو د خطر له لحاظه کوم هېواد زيات خطرناک دے، امريکه په دريمه رتبه کښې ګرځولې ده.

شریک یي کړئ!