برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حواس باخته آمریکایی جنرال دانبار خوبونه ویني!

پخوا وختونو کې دا تشنابونه، کموډونه، ټایلټ او وایشرومونه نه وه، بس دکور مخته یا شاته به یو انبار وه دغه انبار دکورنې دماشومانو لپاره کموډ، ډبلوسي، تشناب او تشناب کاغز هر څه وه.



دکورنۍ ځینو ماشومانو به دشپې لخوا بسترکې دانبار چورت ایله کړی وه، سهار چې به یې مور یا مشري خور بستر ټولاوو له بستر څخه به څه بل ډول بوي راپورته سو، نو به یې له ماشوم سره جنجال سوو.
څه بلا وهلی وې، څه درسوي نور خو لوي ځوان یې ترڅو به لا لویږې شرم وکړه، دشپې به دی پرما یا لالا باندي ږغ کاوه انبارته مو ایستلی وای.
ماشوم په ژړغوني ږغ او ټیټو سترګو ورته وایې ((((موري څه وکړم زه خو دشپې سم دم پر انبار ناست وم هرڅه مي په سړه سینه باندي انبار باندي وکړو)))) چې کله راویښ سوم هغه انبارنه وه هرڅه دلته بستر کې راته پراته وه.
نو اوس امریکایانو او نیمه امریکایانو ((افغاني خاصو ځواکونو)) هم د انبار چورت ایله کړی وي، چې کله راویښ سي کیسه بل ډول وي.
څو ورځي کیږي چې امریکا یې جنرالان افغانستان کې د طالب جنګیالانو په خلاف دخاصو عملیاتو په اړه ګډي وډي خبري کوي، کله وایې دهیلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ کي مو دطالب قومندانانو یوه لویه غونډه په نښه کړه چې ترڅ کي یې د طالبانو پنځوس تنه لوړ پوړي او مهم قومندانان ووژل سوو.
حال داچې طالبان وایې هلته یې هیڅ جلسه یا غونډه نه لرله، امریکایانو موسی کلا کي کوم کلي باندي برید کړی یو کور یې په نښه کړی دکور دوه تنه غړي یې شهیدان کړي چې له طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري البته طالبانو ددغو بي ګنا ملکې کسانو پر وژنه دسخت غم او غصې اظهار کړی او نړیوالو باندي یې ږغ کړی چې د امریکایانو له لوري په افغانستان کې دعامه وژنې مخنیوی وکړي.
امریکایې جنرال موسی کلا کې دپنځوسو تنو مهمو طالب قومندانانو د وژلو خبره ښه په وازه خوله کوي په سپین سترګې باندي دخبریالانو مخته دعوه کوي چې موسی کلا کې یې پنځوس تنه مهم قومندانان وژلي، خو دومره نشي کولی چې دکوم طالب قومندان نوم پر خوله راوړي، ورته وړاندي ناست خبریالان او خیاطان هم دومره نشي کولی چې ورڅخه پوښتنه وکړي،، ((ښاغلې جنراله دا پنځوس نفره مهم قومندنان څوک وه))) له کومي خوا راغلې وه دلته یې څه کول، نومونه يی څه وه دندې یې دکومي کچې وي،،، چایې یې جسدونه او غوښي راټولي کړې او چیري یې خاورو ته وسپارل جنازه یې چیري وسوه او فاتحه یې چا واخیسته.
داچې پنځوس مهم قومندانان وژل سوي ورسره به ضرور سل ساتونکي هم وژل سوي وي، له هر مهم قومندان سره باید درې څلور کسان ساتونکي ورسره وي، او دومره نور باید ژوبل سوي وي، ژوبل کسان څه سوو په کوم روغتون کې یې درملنه کیږي کومه لاره باندي لاړو څرنګه تر روغتون پوري ورسول سوو.
امریکا یې حواس باخته او لار ورکې جنراله داچې دپنځوسو مهم طالب چارواکو د وژلو خبره کوې او نور وضاحت نشې کولی چې څوک وه، څه نومیدل د چا زامن وه له کوم قوم او قبیلې سره یې تعلق وه، ځکه دابه ټول افغانان وه او افغانان نسب او شجره لري هر کس باندي دپلار، نیکه، جد او برجد نوم پروت وي، ستاسو ډول مقطوع الشجره او مفقود النسبه له سرچوک څخه نه دي راغلي، د هر یوه پر زوکړه باندي دبالازن ټوپک ډزي سوي او په زیري (خوشخبري) کې یې تره او ماما ګانو جیبونه خالي کړي، آنا یې کاکونه پاخه کړي او خالا یې مسجدونو ته غړي لیږلي، او مورکۍ یې ورباندي دوه دیګه لیټۍ څټلې.
نو داچې هیڅ تفصیل درسره نشته، هسي ډوزي ولې، نومالومه خبره ده چې خپل خوب دي ویشتلی له خوبه ډزېدلی یې او ستایې سر خلاص چې دخوب د ډزو باروت ډير وخت دخونې پر غولي پراته وي، داسي نه وي دانبار خوب دي دبړستنې په غولو بدل شي، او یوه ورځ داسي پیښه شي چې خوب کې دي سپینه ماڼۍ په نښه کړې وي.
ستا په لاس تربیه شویو نیمه امریکایې ((افغاني خاصو ځواکونو)) خو اخیر دسنا مجلس په نښه کړ، دنیمي شپې د انبار دخوب دچکر بوي یې د سنا په مجلس کې حس کړ، دښځینه سناتورانو پړوني یې ټول بي لمانځه کړو او دسنا دمجلس د رئیس خو یې حتی ږیره او بریتونه ور ولړل.
امریکایې وارخطا جنراله خبر یې چې نیمه امریکا یې ((افغاني خاصو ځواکونو)) بیا تیره ورځ یوه بله نادره وکړه یو بل خوب یې ولید خوب کې یې زندان پیداکړ او زندان کې پراته ټول کسان ورته دملي اردو عسکر ښکاریدل، دخوشحالۍ چیغه یې هغه وخت له خولې څخه ووته چې د زندان خوا اوشا ورته کوم وسلوال طالب نه ښکاریدی، جنرال پر هوایی قواوو باندي دتیارسئ غږ وکړ، څه وسلې، څه مهمات او نور د ارائیش او اسائیش پلنډي یې اوږو باندي پورته کړې الوتکو ته وخاتو.
ولاړو ترڅو کجکي کې د طالبانو له منګولو څخه دملي اردو عسکر راخوشي کړي، کیدای شي فکر به یې کړی وي، چې هغه دوه نفره برمته شوي بهرنیان هر یو ((با اوربي او کیوین کینګ)) به هم دغه زندان کې پراته وي، کوم چې له څو کلونو راهیسي نادرکه دي.
کله چې نیمه شپه کې ځای ته رسي، سیمه کي وحشت او بربریت رامنځ ته کوي، دالوتکو په ویرونکو اوازونو باندي واړه او زاړه ټول ژړوي، ځای باندي چاپه اچوي زندانیانو سره مخ کیږي، که ګوري داټول هغه ملکي او ولسي په نشو باندي روږد خلګ دي چې کورنیو یې د روزنې، تربیې او نشې څخه دخلاصون په موخه طالبانو ته سپارلي وه او طالبانو ورته یو مرستون جوړ کړی، ورته یې استاذان او مربیان مقرر کړي وه ترڅو د نشې په زیانونو یې خبر کړي روزنه او تربیه یې وکړي او بیرته یې سالم ژوند ته متوجه کړي، کیدای شي د راخوشي سویو کسانو خبري به هم اوریدلې وي چې دنشیانو په ډول خبري کوي، ویډیو کې یې ایکټونه او حرکات دنشه روږدو کسانو په رقم دي، کیدای سي دغو کسانو کې به داسي نشیان هم زیات وه چې سیموکې یې دچرسي اردو قرار ګاوو ته چرس او نور نشیې مواد سُپلای کول.
داچې کورنۍ ورڅخه تنګې راغلې وې په ډیر مشکل یې طالبانو ته سپارلي، طالبانو یې انسانې عاطفې له مخې اودسالمي او صحتمندي ټولنې د رامنځ ته کولو په نیت ددغو کسانو روزنه منلې وه دغه ځای کې تر روزنې لاندي نیولې وه، اوس چې اکثره کسانو خو حتی نشه خوشي کړې وه او طالبانو اراده لرله چې راتلونکي اختر ته یې خپلوانوته وسپاري.
هوکې دامنم چې دغه کسانو کې به ضررو څه داسي کسان هم وه چې مجرمانه کړنو کې به یې لاس لاره خو داډول کسان ګرفتارول او بیا دهغو جرم څیړل هم دسولیزي ټولنې او پرامن چاپیریال لپاره د طالبانو ابتکار بولم، طالبانو یې دجرم دوسیې څیړلي د تحقیق او تفکیک په غرض یې دلته ننه ایستلي وه دغه زندان دروازه کې له یو دوه امنیتي کسانو څخه علاوه نور هیڅ ووسلوال طالبان نه وه ځکه چې اړتیایی نه لیدل کیده.
او داچي نیمه امریکا يی (افغان خاص ځواکونه) وایې چې دغو کسانو کې څو عسکر هم وه، هوکې داخبره یې هم پرځای ده کیدای سي دملي اردو او افغاني پولیسو هغه غله او قطاع طریق چې د ورځي یې دملي اردو جامې اغوستې وي امریکایې کرایه شوی ټوپک یې اوږه باندي وي لویو لارو باندي دامنیتي پوستې د عسکر په نوم هغه خلګ څاري کوم چې څه لري او دشپي یې بیا دغلو په جامو کې مخه ونیسي او لوټ یې کړي، طالبانو دملي اردو نه بلکې دغلو په نوم نیولي وي.
دسپي په غوښو سترشوې او دخره په غوښو خر شوې جنراله څه فکرکوي دطالبانو زندان به وي هلته به ستا په څیر سپي خواره پراته وي، خوا وشا به یې هیڅ ساتونکي نه وي او ته به په ډيره سړه سینه هلته خپل د انبار لیدلی خوب رښتیا کوې، هیڅ مقاومت به نه وي، هرو مرو به له جګړې سره مخ کیږي، بوټونه، پلنډي او کوټونه به دي پاته کیږي اوته به نامراده ګرځې، دخوب پایلې بوی به دي بستر کې تر پوزه کیږي.
امریکا یې جنرال تیره ورځ بل خوب ولید، دا ځلې یې فکرکوم ماښام له خوب څخه وړاندي دال خوړلی وه او دشپي بیا چیري نرم بستر باندي ویده سوی وه، ځکه خوب کې یې دطالبانو انحناء تر سترګو شوې وه، داسي خوب یې لیدلی وه چې طالبان نور له جنګ څخه ستړي شوي، له شوخي، سرکښي او دیر غلګرو په مقابل کې له بغاوت څخه يې لاس اخیستي نور دې ته لیوال دي چې څوک ورته د هوسا او ارام ژوند وعده ورکړي، دوي وسله پرځمکه کیږدي او دسپو کبابونه ورسره نوش جان کړي.
لار ورکې جنراله لږ غوندي مسلکي وغږیږه، ماضي مطالعه کړه پنځلس کاله شاته لاړ شه دهغه وخت دطالب وضعیت دریاد کړه او بیا یې د نن له طالب سره مقایسه کړه، نظامي قومندان یې حربي زدکړي به دي کړې وي دجنګونو او انقلابونو کتابونه به دي لوستي وي،، لږ منطقي خبري وکړه فکرمي کاوو چې یواځي ټرم لیونی دې داخو تاسي ټولو حواس بایللي
څه فکر کوې!!!!!!
هغه طالب چې له نن څخه یوه نیمه لسیزه وړاندي یې ټول هیواد کې دپښې لګولو ځای نه لاره، دبریښنا ګرنټ وه سره لمبه وه، نه احباؤ زغملی سو او نه عاشقاؤ، دوستان او خپلوان یه له دوستۍ او خپلوۍ څخه منکر وه، له دغو ټولو مشکلاتو او کړاوونو سره یې دیرغلګرو دخوښې دمذاکراتو تش په نامه طرحه نه منله، نونن چې دافغانستان درې برخې جغرافیه یې تر ولکه لاندي ده، خپلوان او اشنایان یې په ګلونو استقبالوي نن به څنګه ستا دخوښې مذاکراتو ته غاړه کیږدي، نن به څنګه دڅو ورځو غلوونکي مستریح ژوند لپاره دیرغلګر دښمن په مقابل کي له بغاوت او سرکښۍ څخه لاس په سرشي.
دا افغانستان دئ دلته درواغجنه ستراتیژي او کاذب سیاست لاس ته راوړنې نه لري، دا د رښتیاوو کوردئ، د میدان اوعمل خاوره ده دلته ددرواغو پایله رسوایې او ناکامي ده، ددغې خطې تاریخ ولوله دلته پای لوبه همیشه وینو ګټلې ده او وینه همیشه دخپلواګې، ازادئ، استقلال او امنیت په غرض تویه شوې ده، او افغانان په دې هم ښه پوهیږي، چې دبد مرغۍ، جنګونو او ناخوالو لوبه همیشه دغه میدان ته دبهرنیانو له خوا راوړل شوې ده، ترڅو چې د رواني لوبي بهرني داوران دلته موجود وي، وینې به بهیږي او لوبه به اوږدیږي.
نو امریکایې جنراله که دي دا ډول دنیمي شپې دانبار خوبونه لیدل اخیر به د پتلون پرځای لنګ وتړې، ځکه ستا تنګ پتلون دنیمي شپې دانبار ددوامدارو خوبونو تعبیر نشي زغملی.

شریک یي کړئ!