برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اوس پوه سو چې طالبان مذاکرات کوي

امریکا یې قومندان ایله اوه لس کاله وروسته پوه سو چې طالبان هم دسولي په نوم څه پیژني او د سولي له نوم سره اشنا دي، په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو مشر قومندان تیره ورځ دخپلو څرګندونو په ترځ کې وویل (مالومات لرم چې یو شمیر طالب چارواکې سولي ته ژمن دې او غواړي دمذاکراتو له لاري دافغانستان کشاله حل کړي، البته فعلا نه غواړم چې دهغو طالبانو دنومانو او شناخت په اړه څه ووایم کوم چې مذاکراتو ته لیواله دې…((ډير ناوخته پوه سوې مسافره اشنا))
کم عقل او کرایه شوې جنراله ایله اوس په دې پوه سوې چې طالبان مذاکراتو ته لیواله دې او یو شمیر طالب چارواکې غواړي دافغانستان مسئله دسولي او مذاکراتو له لاري حل کړي… ((ملامت نه دې پر طالبانو یې هم ګمان د کرایه شویو ډزمارانو راځي لکه خپله دی او لاس پوڅي یې))

طالبانو آن اوه لس کاله وړاندي کله چې لا ته دلته نه وي راغلی دسولي او مذاکراتو وړانديز درته کړی وه، داخوته وي چې دسولي په نوم دې څه نه پیژندل، حتی یواځي طالب نه بلکې ټوله نړۍ دي وننګوله، تا خو دطالب په نوم انسان نه پیژانده تاخو ویلي وه چې طالب نور ددې حق نه لري چې دځمکې پر سر ژوند وکړي، طالب به یا مړ کیږي او یا زنداني کیږي.
ترخپل توان پوري دي طالبان مړه کړو او زندانونه دي هم ورباندي ډک کړو، او نه یواځي طالب بلکې دطالب په نوم دي ډیر نور ازاد طبعیته او دین دوست فکرونه هم ترخاورو لاندي کړو.
خو طالب پرځای ددې چې مرګونه یې کم کړي زیات یې کړو، داچې زندان یې حوصله ماته کړي، نورستا له مقابلې او مبارزې څخه توبه وباسي نوریې درته په غصه کړو، چې څومره ستاسره نږدې پاته سو هغومره یې ستا مرداره او بد مرغه څيره وپیژندله ستا په لیدلو سره ستا حیوانیت او ځناورتوب نور ورته بربنډ سو، دانتقام او غچ اخیستلو اراده یې نوره قوي سوه.
طالب چې څومره تاته نږدې سوو ستا شرارت، شیطانت او کم عقلي ورته څرګنده سوه، او برعکس ته چې بیا کله طالب ته نزدې سوي تا طالب کې ډیر څه پیداکړو، تا حس کړه چې طالب د سولي نوم دئ، طالب یوه فلسفه ده، طالب یو فکر دئ، طالب یوه هڅه ده، یو تحقیق او یوه څیړنه ده، طالب په ترږمیو کې دسولي سپږمۍ ده، طالب توره شپه کې درڼا نوم دئ.
طالب دسولې لپاره وینه هم تویه وي، زندانونه هم قبلوي، ددايمي سولي او امنیت لپاره موقتي جنګ کوي، دلږ وخت لپاره خپل کور هم خرابه وي دنورو لپاره شپې هم رڼاکوي، یخونه او ګرمئ هم ورباندي اثر نه کوي، طالب دسولې تږی دئ، طالب دکرارۍ او امنیت وږی ده، طالب خو دسراسري سولي او امنیت، استقلال ا وازادي په خاطر اوه لس کاله روژه ونیوه، پوره اولس کاله یې دسولي او مذاکراتو روژه مات ته انتظار وکړ، ډیر ځلي ورته خلګو لاره کې له وخت څخه وړاندي اوبه وړاندي کړې، ډوډۍ یي ورته حاضره کړه، دتندي او لوږې له امله یې ورته دمرګ خبرداری ورکړ، خو طالب چې دغره په ډول عزم یې درلود له وخت څخه مخکې یې نه دچا اوبو ته زړه ښه کړ او نه هم دسیخونو او چلاونو بوي ورباندي اثر وکړ، هوکي سفر اوږد وه، کړلیچونه زیات وه، ګړنګونه اوچت وه او څو طالبانو دتندې او لوږي له لاسه دروژې په حالت کې لاره کې سا هم ورکړه البته روژه یې ماته نه کړه، له کوم رب سره چې یې دسولي، امنیت او ازادې په نوم قسم کړی وه دهغې ازادۍ او خپلواکۍ په جنون کې تږي ولاړو.
امریکايې جنراله کاش چې دغه خبره دې له نن څخه اوله لس کاله مخکې کړی وای، دومره به نه وی ستړی شوی ځیني شیطان خصلته او غرب طبعیته نیم هویته افغانانو به نه لوټلې، خزانه به دي دغلو لاسونوکې نه لویدله، نړۍ کې به دي پخوانی حیثیت له لاسه نه ورکاوو، وړو وړو هیوادونو به درباندي سترګې نه رابرګه ولې، نړېدلې روسیې او مات مسکو به بیرته دسیالې لاپې نه درته وهلې، شمالي کوریا ته به دې دعجز او زاریو لمن نه نیوله، حیثیت به دي پرځاي وه، خزانه او توپ خانه به دي ډکه وه.
کم عقله جنراله طالبان دسولي طالبان دي داستقلال او ازادې وږي دي، سوله ازاد ملتونه کولی سي، او دسولي تضمین او ډاډ هم ازادې سټي ورکولی سي، دسولي لپاره مذاکرات طالبانو هیڅ کله نه دي رد کړی، حتی ددغه نهضت او امارت زعیم مخکې له دې چې دې مشکلي مستنقع کې مو پښې ډوبې کړې وای درته د مذاکراتو وړاندیز کړی وه، خو تاسو هلته هغه وخت پرځای ددې چې دهغه مدبر او مفکر زعیم بلنه مو منلې وای کشاله مو دمیز پر سر حل کړې وای سرکشي مو وکړه. خو هغه مدبر او مفکر زعیم هغه وخت ملګرو ته دصبر او زغم تلقین کاوو او ورته به یې ویل، ((ژر ده چې داسي وخت به راسي دغه مغرور دښمن به دمذاکرتو چیغي وهي زور به یې مات سوي دافغانستان له پیچیده جغرافیې څخه دوتلو لپاره به لاري لټوي))
داچې اوس دې دطالب ګذار حس کړ، درد دي ولید، دطالب ډب دي سرباندي ولګید پوه سوې چې طالب په مرګ نه ورکیږي او په بند نه ماتیږي راځي ورسره خبري وکړو. (( کیدای سي خپل سلف به په دي هم ملامتوې چې ولي یې اوه لس کاله وړاندي مذاکرات نه کول))
ګوره هوښیا اوسه چې دلته مذاکراتو کې بیا تیر نه وزي، طالب نورو تش په نامه دازادۍ اوخپلواکۍ نارې بازانو باندي حمل نه کړې، چې دڅوملیونو ډالرو په بدل کي یې هرڅه له لاسه ورکړو دکابل په منځ کې يې دزر مربع متره کورپه بدل کي شپږ سوه او پنځوس زره مربع متره ځمکه سودا کړه، خپله برحقه داعیه خرڅه کړي.
طالب به هیڅکله داسي ونکړي، دطالب قضیه جدا ده، دطالب قضیه ملي قضیه ده، دطالب قضیه ایماني قضیه ده ترڅو پوري چې ددټول ملت اختیار ورنکړل شي، مذاکرات به ګټه ونکړي، طالب چې تراوسه کومه وینه تویه کړې او لا روانه ده بهیږي دایې د ملت لپاره تویه کړې ده دملت او اسلامیت قضیه یې وړاندي اخیستې، ترڅو یې چې ملت او اسلامیت په خطرکې وي، ستا څو ملیونه ډالره او دکابل څو سوه مربع متره کورونه به یې توپک له اوږې کښته نکړي او نه به شخصیت ته پرملت باندي ترجیح ورکړي او نه به دملت په سترګو کې دمذاکراتو په نوم خاوري تویې کړي.
دطالب ځمکه او فضا دواړه ددښمن په واک کې ده ترڅو چې یې دښمن داقبضه منلې نه وي او دټول افغانستان دځمکي او فضا واک یې خپله افغانانوته نه وي سپارلی طالب به هیڅ کله ستا او ستا دلاسپوڅو له وژلو څخه لاس په سرنشي.
او طالب ته داهم مهمه نه ده چې ددغې خاورې او فضا واک دي ضررو طالب ته ورکړل، نه داسي نه دي ، دطالب قضیه اولسي ده او د ولس هر غړی حق لري چې ددې خاورې واک لاس کې واخلي، البته رښتنی واک، طالب داحتلال او استعمار سره دښمني په سر اخیستې طالب له ملت سره دښمني نه لري، بلکې دملت دخپلواکۍ، او ازادۍ لپاره یې وینه تویه کړي دملت بارته یې اوږه ورکړې، شکنجې تکلیفونه او زحمتونه یې ټول ملي دي، که یې شخصي اغراض دلودی اوس به وختي مسئله حل وی، ملت به تبا وای طالب به پادشاه وی، خو طالب برعکس ددې لپاره چې ملت باندي یې غلامي نه وه پیرزو له هرڅه څخه تیرسو او که ملت ته خپل حق ورنکړل سي طالب به نور هم مقاومت کوي نوره به هم مبارزه وړاندي بیایې.
خو داچې ته وایې ځیني طالبانو مذاکراتو ته زړه ښه کړی، ډیر خطایې ځیني طالبان نه بلکي ټول طالبان مذاکراتو ته ژمن دي، او غواړي روان کړکیچ دمذاکراتو او خبرو له لاري حل کړي، خوطالب یې په پورته شکل سره حل کول غواړي طالب د بلکواکۍ دختمولو لپاره او استقلال اخیستلو لپاره دبرابرۍ پربنسټ مذاکرات کوي، نه دتسلیمدای او کابل کي دڅوسوه متره مربع مجهز او پر تعیش کوټیو لپاره.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array