برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امنیتي تړون او یو څو خبرې

آریانانیوز: هسې خو ټولو ته مالومه ده چې بادار د کوم کار په کولو کې د غلام اجازې ته اړتیا نه ویني او برعکس غلام په هر کار کې د بادار اجازې یا امر ته اړ دی. دا مې په دې پورې وویل چې کاغذي مفکر کله د جان کیري په مرسته او مستقیمه مداخله د ارګ پر ګدۍ کیناست، نو فقط څو ساته وروسته یې خپلو صلیبي بادارانو ته د امنیتي تړون تر نامه لاندې د هغې سند پر متن لاسلیک وکړ چې له مخې یې امریکا په افغانستان کې د هر ډول عملیات او مداخلې رسمي اجازه تر لاسه کړه. و مو ویل چې بادار د غلام اجازې ته اړتیا نه ویني مګر دلته دا ډرامه د دې لپاره تر سره شوه چې نړیوالو او افغان ملت ته په سترګو کې خاورې واچوي او بیا نو که امریکایي یا ناټو عسکر هر ډول ظلم، وحشت او تشدد کوي نه به نړیوال دا اعتراض کوي چې دا خپل سری کار دی او نه به افغانان د دې کار په خلاف د غږ پورته کولو حق لري، ځکه چې په اصطلاح د دوی منتخب ولسمشر به د دې کار اجازه ورکړي وي!!
صبغت الله مجدد یو له هغو کلیدي اشخاصو ؤ چې د دغه ملعون تړون تړون د امضاء کولو تر ټولو کلک ملاتړی او غوښتونکی و، همغه ؤ چي تړون امضاء شو، د امریکایي عسکرو وحشتونو او د اشغال د دوام لپاره په ساده اصطلاح د وړو پوزه کېښودل شوه.
چاپې، بمباربانې، نیونې، د قیمتي زېرمو چور او تالان او… پوره زور وموند، په تیرو ۴ کالو کې د امریکایي اشغالګرو وحشتونه اوج ته ورسېدل، دا یې لا څه چې امریکایي عسکرو، مشرانو او مامورینو ته پرته له ویزې او پاسپورته د راتګ ښه اسانه پلمه په لاس ورغله او که لږ حقیقت ته نظر وکړو نو افغانستان د امریکا د ۵۳م ایالت په څېر شو.
د جان کیري په لاس د رامنځته شوې دوه سرې ادارې د واک په موده کې نږدې ۵۰۰۰۰ تنه ولسي وګړي قرباني شول او امنیتي ځواکونو ته یې دومره درنه مرګ ژوبله واوښته چې د چارچوبي حکومت په مشرانو یې سرونه وګرځول، لا هم هره ورځ جګړې زور اخلي، په اوسط ډول هره ورځ تر ۵۰ تنو امنیتي منسوبین اوس هم مړه یا ټپیان کیږي، بلخوا امریکایانو د امنیتي تړون(چې حقیقت کې د غلامۍ تړون دی) نه په ګټه اخیستنې خپلو بمبارونو او چاپو ته پوره زور ورکړی، خو لله الحمد دا مکار صلیبیان په خپل مکر او فریب کې په خپله را ایسار شوي او نوره یې د اقتصاد او زور ملا ماته ده. اوس چې امریکایان د تېښتې د یوې با عزته لارې په لټه کې دي، نو د حضرت صبغت الله مجددي هم ایله اوس عقل سرته راغی او وایي چې د امریکا سره د امنیتي تړون امضاء کول د ده سهوه وه او باید بیا پرې کتنه وشي، نوموړی وایي چې په خپل دې کار پښیمانه ده او معلومه نه ده چې نور به څو ورځې ژوندی وي!!
د حضرت صیب خبرې په خپل ځای خو دا ۴ کاله چې د دې ملت د وینو ویالې وبهیدې دا ګناه به د چا په غاړه وي؟؟ د دې ملعون تړون امضاء کوونکي او ملاتړي په شمول د حضرت صیب به، د امریکا له غلامۍ او د ډالرو له جادو نه مجبور وو، خو د دوی دغه تاریخي خیانت او خباثت د افغانانو حالت دومره خراب کړ چې نور یې له ژونده د خلکو زړونه ور تور کړل، نو د مجددي صیب او اتمر په ګډون د مفکر د غلامۍ د چارچوب ټول ګډونوال د دغه وحشت او ظلم مسؤلین دی چې امریکایانو د دغه تړون له نامه څخه په استفاده ترسره کول او لا یې ترسره کوي. د ګډ دوه سري رژیم د ولسي جرګې پلورل شویو وکیلانو هم د دغه شیطاني تړون په امضاء او تایید د اسلام، وطن، ملت او خاورې سره ستر تاریخي خیانت وکړ، خو دوی یو به هم د دې مظلوم ملت له آزار او انتقام څخه خلاص نه شي.
اوس چې امریکایانو ماتې خوړلې او د تېښتې یوه باعزته؟ لار لټوي نو مجددي او امثالهم یې پوهیدلي چې د امریکایانو د تېښتې پر مهال به امنیتي تړون هم تش د کاغذ پر مخ کرښې پاتې شي، خو افغانان به خپلو راتلونکو او اوسنیو تنکیو نسلونو ته دا تاریخي حقیقت ضرور وایي چې دغه تړون د چا لخوا، د چا په مرسته او د څه لپاره لاسلیک شو؟ له همدغې حقیقت څخه حضرت صیب ته ویره پیدا شوې او غواړي چې افغانان یې دغه تاریخي دیني او ملي خیانت ورمعاف کړي، خو دا کار ممکن ځکه نه دی چې دا خیانت یې قابل د معافۍ نه دی، په دنیا به یې هم لاسلیک کوونکي انجام وویني او اخرت کې هم. نور نو افغانان د دغو مکارو او پلورل شوی مزدورو څېرو پر خبرو او فریب نه غولیږي او ان شاءالله د دغو مکارو څیرو باداران او د دوی تړون دواړه به د غوڅ شکست سره مخ کوي لکه دا څنګه چې مخ دي؛ حیف د هغو خاینانو په حال چې امریکا ته یې دغه تړون امضاء کړ او د لکونو افغانانو د شهادتونو، شکنجو، ربړوونو، در به درۍ، اسیر کېدو او… سبب شول، مګر ورځ د حساب او کتاب شته، دا نور غلامان هم باید د مجددي له پښیمانۍ او حالت څخه عبرت واخلي او نوره دې د کفر مرستیالي پریږدي. کنه نو تاریخ به دوی هم معاف نه کړي، د دوی څخه به د دوی د ظلم او خیانت حساب په دنیا او اخرت کې اخیستل کیږي، خو هغه وخت به پښیمانتیا دوی لره کومه ګټه و نه کړي.
د ګران افغانستان د بشپړې آزادۍ په هیله

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي