برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا ته د هیواد د طبیعي زیرمو د لوټلو مشوري

آریانانیوز: شهور امریکايي لیکوال او ژورنالیست باب ووډوارډ په خپل نوی کتاب کې ( وحشت؛ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې) پر نورو لړزوونکو موضوعاتو سر بیره په افغانستان کې د قیمتي کانونو شتون او د ولسمشر غني په مشوره د امریکایانو لخوا د هغو د تالانولو له راز څخه هم پرده پورته کړې ده.


نوموړي لیکوال په خپل کتاب کې لیکلي: (( د ۲۰۱۷ د سپټمبر په میاشت کي د آزر بایجان ولسمشر له ټرمپ سره د لیدنې په مهال هغه ته وویل چې افغانستان زیات کانونه لري خو په هغو کې د ترټولو لوی کان د استخراج کار چینایانو پیل کړی دی چې دې خبرې ټرمپ په غوصه او ویې ویل : دا نادره ده په افغانستان کي په میلیاردونو ډالر مونږ مصرفوو، خو مس یې چینیان راڅخه غلا کوي؟
هماغه وه چې اشرف غني هڅه وکړه چي ټرمپ ته ورپام کړي چې په افغانستان کې زیات کانونه شته، او امریکا کولای شي د دې کانونو له لاري د زیاتو ډالرو په لاسته کولو سربیره د افغانستان له لیتیم او نورو نادرو خامو موادو څخه هم استفاده وکړي.
د غني دا مشوره وه چې ټرمپ یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کولو او جګړې غزولو ته وهڅاوه او د خپلې جنګي ستراتیژي د جوړولو په مهال یې خپلو جنرالانو ته وویل:
«اشرف غني موږ ته د کانونو او نادره موادو د استخراج بلنه راکړه ،هغه موږ ته هرڅه راکوي، ولي موږ دا کار نه کوو؟ زه چي تاسي ته ګورم،‌ تاسو لاس ترزنې ناست یاست او د افغانستان په کانونو چینایانوچور ګډ کړی دی .. ولي دا کار مونږ ونه کړو؟ ))
په افغانستان کې د طبیعي زیرمو په اړوند د تر سره شویو سروې ګانو له مخه زمونږ هیواد څه باندې ۱۴۰۰ ډوله طبیعي مواد لري چې په هغو کې مس، وسپنه،‌ سره، سپین زر، د ډبرو سکاره، تیل او کریمه احجار شامل او د هغو په جمله کې د یورانیم او لیتیوم په شان عناصر هم شته دي چې د تکنالوژۍ په ډګر کې په پراخه کچه کارول کیږي.
د ناسا د معلوماتو پراساس په افغانستان کې دم ګړۍ د یوه تریلیون ( زر ملیارده) ډالرو په بیه کانونه او طبیعي زیرمي تثبیت شوې مګر له بده مرغه چې د هغه با وجود ۶۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښه لاندي ژوند کوي.
د دې بدمرغۍ اصلي لامل بهرنۍ تحمیل شوې جګړه او د اشغال په نتیجه کې د ولس پر وږو تپل شوي چارواکي دي چې د خپلې فاسدې واکمنۍ د بقاء لپاره بهرنیانو ته د خپل هیواد د طبیعي زیرمو د لوټلو مشورې ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي