برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا او طالبان

آریانانیوز: په افغانستان کښې دامریکا پخوانی سفیر رایان کراکر دطالبانو او د امریکا ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو په اړه ویلی دی دغه خبرې چې په قطر کښې د افغانستان دحکومت د استازیو له شتون پرته د امریکا او دطالبانو ترمینځ شوی دی دافغانستان دحکومت روا والی تر پوښتنې لاندې وروستلی دی.



که څه هم د افغانستان دولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی په کابل کښې دامریکا د پخوانی سفیر څرګندونو ته په غبرګون کښې ویلی دی چې بهرنی هیوادونه د افغانستان دسولې دپروسې په اړه فیصله نشی کولای خو د رایان کروکر څرګندونې ښیی چې د طالبانو او د امریکا ترمینځ خبرې اترې یوه(۱) جدی مسله ده او امریکا په دغه پیښه کښې دنورو اقداماتو په شان د افغانستان دحکومت نظر او رایې ته هیڅ ارزښت نه دی ورکړی .
رایان کراکریوازې په افغانستان کښې دامریکا پخوانی سفیر نه دی بلکې هغه د سیمې او دافغانستان په چارو کښې یو(۱) داسې ډیپلوماټ دی چې خبرې او څرګندونې یې ارزښت لری او په هغو حساب خلاصولی شو.
دلته دغه خبره مهمه ده چې د خبرو په دغه پروسې کښې ولې دافغان حکومت ته پام نه دی شوی ؟
که چیرې دهغو دلایلوته دقت وشی نو لومړی دلیل یې ممکن دی دا وی چې له بده مرغه دافغانستان حکومت په عمل کښې دغه خبره ثابته کړی ده چې دامریکا د هر اقدام په وړاندې یې سرټیټ کړی دی اوهو (Yes)یې ورته ویلی دی .
تیر میلادی کال د اګست دمیاشتې په دوه ویشتمه(22) نیټه دافغانستان لپاره د امریکا نوی ستراتیژۍ اعلان شوه او د کابل حکومت هیڅ غبرګون ونه ښود او په دغه ستراتیژۍ یې هیڅ اعتراض ونکړ.
داپه داسې حال کښې دی چې دامریکا دغه ستراتیژۍ دافغانستان دخلکو لپاره د وژلو او د غمونو پیغام درلود .
دسیمې په سویه دامریکا په دغه ستراتیژۍ سخته نیوکه وشوه او د واشنګټن په دغه نوی ستراتیژۍ کښې دسیمې هیوادونو په تیره بیا روسیې ، چین او ایران ته اشاره شوی ده په دې معنا که چیرې ضرورت وی نو امریکا دافغانستان له خاورې په نوموړیو هیوادونو حمله کولای شی چې دا د افغانستان لپاره په سیمه کښې دیوه(۱)دښمن رامینځته کول ګڼل کیږی او ذکر شوی هیوادونه به هم دامریکا لخوا دحملې په بڼه کښې د ځان ددفاع کولو حق ولری او له هر ځایه چې ورباندې حمله وشی متقابلا په هغه ځاې به برید وکړی .
دافغانستان حکومت یو (۱)ډول امریکا ته اجازه ورکړی ده چې افغانستان په هرډول معاملې کښې اصلی لوری نه دی چې دغه هیڅکله ښه کار نه دی یعنی دا چې د یوه(۱) هیواد اختیار او واک نورو هیوادونو ته ورکړل شی .
دوهم (۲)دلیل دا دی ممکنه ده چې دافغانستان د طالبانو دریځ دامریکا له چارواکو سره وی چې ویلی یې دی چمتو(طالبان) نه دی د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی .
دافغانستان حکومت څومره کمزوری او بې اختیاره ووسی که چیرې د سولې او دتفاهم پروسه څنګ ته کړې شی په دې بڼه کښې دوه (۲)احتمالونه شته لومړۍ دا چې امریکا بیا هم له طالبانو سره په خبرو کښې صداقت نلری او له دغو خبرو اترو خاص هدفونه تعقیبوی او دغه خبره نور د طالبانو له چالاکۍ سره اړه لری چې څومره په د خبرو په جعلې پروسې کښې خپل وخت ضایع کوی .
د ویلو ده چې په نولس سوه اتیایمې(1980) میلادی لسیزې کښې هم له پخوانی شوروی سره د افغانستان په جنګ کښې شوروی هم دنجیب الله په مشرۍ دافغانستان دهغه وخت له کمیونیسټی حکومت سره همدغه کار کړی وو چې د نجیب الله حکومت ته له پام کولو پرته یې چې د ماسکو تر ملاتړ لاندې وو نیغ په نیغه دافغانستان له مجاهدینو سره خبرې کړی وې .
دوهم(۲) احتمال چې ځینې هغه نامکمن ګڼی دامریکا دولسمشر ټرمپ نااټکل ستراتیژیانې وی چې له پاکستان سره د سولې دپروسې په ارتباط پروګرامونه یې له مخکې څخه معلوم دی .
خو اصلی لوبه څه ده ؟
په دې اړه کومه معلوم نظر نشو څرګندولی چې امریکا له پاکستان سره په کوم ډول مخ ته ځی او تر هغه وخته چې امریکا په افغانستان او سیمه کښې خپله جنګی ستراتیژۍ بدله نکړی له دغو خبرو چې د افغانستان دجنګ دختمیدا سبب به وی کوم توقع اوهیله لرل بې ګټې دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي