برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا او افغانستان

آریانانیوز: له دې سره سره چې په افغانستان کښې حالت پیچلی دی امریکا لالهانده شوی ده چې دداعش او د نورو ترهګرو ډلو لخوا په روسیې ، چین، مرکزی اسیا او ایران کښې د نفوذ لپاره د واشنګټن پروګرامونه له ماتی سره مخ شوی دی.


خو امریکا چمتو نه ده په اسانۍ سره افغانستان پریږدی او هلته پاتې کیږی او انتظار باسی چې ورپسې بهیرونه دکومو چارو سبب کیږی خو په افغانستان کښې دامریکا شتون که چیرې له یوې(۱) په دې خاطر دی چې د روسیې ، چین ، او حتی د پاکستان او دهندوستان په شان هیوادونه چې هم اټومی قدرتونه دی او هم دامریکا دسلطې لپاره خطر ګڼل کیږی او ترټولو مهم دایران اسلامی جمهوریت دی چې هم د ایډیالوژیک قدرت او هم د ولسی ملاتړونو په دلیل هم په خارج او هم په داخل کښې او په تیره بیا د پتیالیو خلکو په وجه دخپلو هدفونو لپاره د یوه (1)ستر خطر په توګه ګڼی .
باید ووایو چې په اسلامی ټولنو کښې دخلکو پاڅونونو دایران له اسلامی انقلاب څخه الهام اخیستی دی او استکبار په خپل مقابل کښې د ددغو خطرونو د کنټرول حتی دځپلو په فکر کښې دی او یوې خوا یې د افغانستان دځمکې لاندې لاس نه خوړلو سرچینو ته سترګې نیولی دی چې دافغانستان دخلکو لپاره دامریکا دغه استعماری پلان ډیر سخت دی .
له بده مرغه دافغانستان خلک نن سبا دامریکا د همدغه ناوړه او دښمانه شتون په خاطر هره ورځ ستره بیه ورکوی په ننګرهار ولایت په تیره بیا مرکز جلال اباد ښار کښې امنیتی حالت په تیره یوه (۱)میاشت کښې ډیر اندیښمونکی دی .
په جلال اباد ښار کښې هره اونۍ دوې(۲) یا درې(۳) خونړۍ پیښې او حملې کیږی چې په لسګونو بوډاګان، ځوانان او ښځې او ماشومان پکښې وژل کیږی .
امریکا په افغانستان کښې دالقاعده دشتون په پلمه دغه هیواد ته ورغله او د ترهګرۍ دجرړه د ایستلو شعار یې ورکاوه خو ترهګرۍ نه کنټرول شوه او نه یې جرړه وویستل شوه بلکې ورځ تر بلې زیاته شوه او نوی اړخونه یې وموندل او د طالبانو او د القاعدې له متن څخه د داعش په شان لا خطرناکه ډله یې رامینځته کړه .
کله چې امریکا او ناټو په افغانستان لشکر کشۍ وکړه نو په سیمه کښې داعش ډله نه وه او طالبانو هم د امریکا او دافغانستان د نوی حکومت په وړاندې له مقاومت لاس واخیست او خپله ماتی یې منلی وه خو امریکا طالبان بیا د پاکستان په وسیله دجنګ لپاره چمتو کړل او څرنګه چې وویل شو د داعش په نوم یو(۱) بل زوی یې رامینځته کړ او د امریکا د پوځی جنرالانو داسې اټکل کاوه چې د افغانستان ننګرهار ولایت به د داعش ډلې پلازمینه شی .
هغه هدفونه چې امریکا د طالبانو له بیا ژوندی کولو او دداعش ډلې له رامینځته کولو په نظر کښې لرل نن سبا په کامل ډول معلوم شوی دی .
ناټو دنړۍ دترټولو ستر پوځی ائتلاف په توګه له تیرو اولسو (۱۷)کلونو راهسې په افغانستان کښې د ترهګرۍ د کنټرول په پلمه شتون لری خو نه یوازې ترهګرۍ کنټرول نشوه بلکې زیاته هم شوه دا ولې ؟
ددغه ولې ځواب په کامل ډول روښانه دی ددغه ټولې قیصې او ماجرا شاته د امریکا سپیره لاسونه دی .
د جنګ دوام په افغانستان کښې د امریکا دپوځ شتون لپاره یوازنۍ پلمه ده خو د امریکا دغه غیر قانونی شتون دسیمې دهیوادونو لپاره د زغملو وړ نه دی.
دا خبره چې امریکا ددغه پروژې په لومړۍ برخه کښې څومره بریالۍ ده اوس یې وینو او تیر وخت به هم د راتلونکو حالاتو انځور مونږ ته راوښیی خو ددغه سناریو دوهمه(۲) برخه پاتې کیږی چې دامریکا د ځواکونو لخوا د افغانستان د ځمکې لاندې د سرچینو چورتالان کول دی پام وکړئ. دامریکا لخوا د افغانستان د ځمکې لاندې د سرچینو معلومول دامریکا له اصلی ماموریت چې له ترهګرۍ سره دتش په نامه مبارزه ده څه ارتباط لری ؟
امریکا دافغانستان دځمکې لاندې سرچینې معلوموی او هم یې بیې ټاکی .
امریکا همدا اوس د افغانستان د ځمکې لاندې سرچینې په تیره بیا د یورانیم (Uranium)او د لیتهیم(Lithium) زیرمې په پټ ډول غلا کوی خو دافغانستان حکومت نه یوازې چپ دی بلکې ولسمشر اشرف غنی چې تیر کال امریکا ته تللی وو دخپل هیواد دځمکې لاندې ددغو سرچینو اصلی ځاې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ورښودلی وو .
امریکا ته د افغانستان دځمکې لاندې دسرچینو ورښودل په داسې حال کښې ترسره شو چې دامریکا مکار او جوارګر ولسمشر ټرمپ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی ته ځان وښود چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسی .
امریکا له دې سره سره چېد ترهګرو ډلو په تیره بیا دداعش په وسیله په افغانستان کښې یې ماتی خوړلی ده او په مینځنی ختیځ هیوادونو، چین، روسیې او په ایران اسلامی جمهوریت کښې یې دناامنۍ درامینځته کولو او د نفوذ کولو لپاره پروګرامونو له بندون سره مخ شوی دی خو بیا هم له افغانستان څخه نه وځی او له طالبانو سره یې دوستۍ پیل کړی ده چې طالبان امریکا ته په خپل هیواد کښې د شتون فرصت ورکړی او واشنګټن وکولای شی د افغانستان ګرانیبه سرچینې چې په ټریلیونو ډالره ارزښت لری چورتالان کړی او دغه چاره نور د افغانستان له ملت او طالبانو سره اړه لری چې ایکا امریکا ته ددغه کار اجازه ورکوی ؟ چې البته کلونه کلونه کیږی امریکا دافغانستان دځمکې لاندې د سرچینو چورتالان ته دوام ورکړی دی .
واقعا چې د اندیښنې خبره ده او ډیر نظر خاوندان دغه اندیښنه لری چې افغانستان به په نهایت کښې د جنوبی افریقا له برخلیک سره مخ شی .

انګلستان په جنوبی افریقا کښې دځایی ځواکونو په جوړولو سره هغه دیوبل په مقابل کښې ودرول او په خپله د سروزور (Gold)او وغیره په شان د جنوبی افریقا د ځمکې لاندې د سرچینو او د الماسو (Diamond)په چورتالان کولو بوخت شو .
انګلستان چې کله له جنوبی افریقا ووت نو ددغه هیواد دملت لپاره هیڅ شی نه وو پاتې او نن سبا د جنوبی افریقا ملت په بې وزلۍ او بدبختۍ کښې ژوند کوی .
کارپیژاندی وایی امریکا به تر هغه وخته په افغانستان کښې پاتې شی چې د دغه هیواد دخلکو ټولې شتمنۍ چورتالان کړی او نور مظلوم ملت دهیواد دابادولو لپاره هیڅ شی ونلری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي