برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي چارواکي د روانې جګړې په اړه یوه خوله نه دي

آریانانیوز: وال سټریټ ژورنال وايي، په افغانستان کې د امریکا د پيل کړې جګړې په اړه د دې هېواد چارواکي سره یوه خوله نه دي.



د سرچينې په وینا استخباراتي چارواکي په افغانستان کې د ټرمپ ستراتېژي مطلق ناکامه بولي، خو پوځي چارواکي يې بیا د بریا ډنډورې غږوي.
امریکا غږ د دې ورځپاڼې په حواله زیاتوي، چې پوځي چارواکي په افغانستان کې د ټرمپ د ستراتېژۍ په اړه د احتیاط پلویان دي، خو استخباراتي چارواکي يې په اړه بدبینه دي.
دا ستراتېژي چې تر پیل يې کال اوړي، سره له دې چې ډېر تمرکز يې پر هوايي بریدونو دی، خو د پوځي شنونکو په باور کومه بریا نه لري.
په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو تازه ويلي، چې په تېره میلادي میاشت کې يې شاوخوا ۷۰۰ بمونه پر افغان خاوره غورځولي.
له دې سره سره طالب سرتېري توانېدلي چې غزني سقوط ته ور ټېل وهي، فراه يې پر څنډه ودروي او ګڼې ولسوالۍ تر خپل واک لاندې راولي.
امریکايي مقامات په داسې حال کې د نظر مخالفت ښکاره کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر د ټرمپ ستراتېژي «بریالۍ» وبلله.
دا ستراتېژي چې امریکايي سیاستوال پر ټرمپ د بیا کتنې غږ کوي، افغان چارواکي يې هم د خپلو امریکايي ملګرو په ملتیا پر «بریا» خوله ښوروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي